• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشر نورو ته بشري حقونه غواړي، خو خپله یې نقضوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د نړۍ د بشري حقونو په تړاو د «دوه‌مخۍ» او «دروغجنو» شعارونو څرګندونه کوي.

نصیر احمد اندېشه وایي، ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل څلور دقیقې غږیز پیغام کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د پراخ نقض یادونه کړې او د فلسطین د خلکو د حقونو د دفاع په ترڅ کې یې اسراییل پر«ظلم او پراخو بمباریو» تورن کړی دی.

ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هبت الله ویلي: «هره ورځ اسراییل په فلسطین کې سلګونه کسان وژني دا له بشري حقونو سرغړونه نه ده، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض دی؟»

هغه ویلي په افغانستان کې الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نصیر احمد اندیشه ویلي، دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې دننه، په خپله افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، له ښځو د زده‌کړو او کار حق اخیستل، د بیان ازادي محدودول او پر خلکو د زور واک چلول هغه مسایل دي چې د نړۍ د غندنې وړ دي.

هغه زیاه کړې چې د طالبانو «رژیم» د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره هېڅ نه دي کړي ان لاریونونه یې هم نه دي کړي.

اندیشه زیاته کړې، «کله چې د طالبانو مشر د بشري حقونو خبرې کوي، دا خپله تر ټولو ستر تضاد دی، ځکه همدغه ډله د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه تر ټولو ډېر نقض کړي دي.»

هبت‌الله په خپلو خبرو کې د قانون جوړښت ته اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د دوی قانون د الهي کلام له مخې دی، هغه پرته له دې چې څوک په نښه کړي ویلي: «ستاسو قانون شرابخورو، مفسدو او زورواکو جوړ کړی.» هغه زیاته کړې ستاسو فکرونه «نفس خواهشه» دي او «شرابخواره» یاست.

اندېشه یې په غبرګون کې ویلي، ۵۶ هېوادونه د اسلامي همکاریو د سازمان غړي دي، چې ټول یې د بشري حقونو د شورا غړي هم دي، که چیرې قوانین د اسلامي هېوادونو په موجودیت کې نه وي، نو «په دې معنا چې موږ په دې قوانینو کې خپله ونډه نه‌لرو او موږ ورسره سرو کار نه شو لرلی.»

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

پخوانی لوی څارنوال: واکمنه ډله د تعصب له‌مخې هڅه کوي ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
پخوانی لوی څارنوال: واکمنه ډله د تعصب له‌مخې هڅه کوي ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي
100%

د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې د حذفېدو په غبرګون کې ویلي، پر افغانستان واکمنه ډله «د تعصب له‌مخې هڅه کوي د اسلام خدمتګاره ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي.»

فرید حمیدي‌ د جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فارسي، دري او ترکې ژبې په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې د اسلامي تمدن دویمې او درېیمې ژبې وې.

د هغه په خبره په همدې ژبو زرګونه کتابونه، رسالې او همداراز علمي، فقهي، ادبي، عرفاني، کلتوري، ټولنیزې او سیاسي مقالې لیکل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: «دغه ډله نه پوهېږي چې د مجلة الاحکام قانوني ـ فقهي مجموعه، چې د دوی د رسمي پرېکړو او احکامو اصلي مرجع جوړوي لومړی په ترکي ژبه لیکل شوې وه او وروسته عربي، فارسي، اردو او نورو ژبو ته ژباړل شوې ده.»

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې له تاريخي، کلتوري، هویتي او ملي مسایلو سره د طالبانو روښانه دښمنۍ د هېواد د خلکو پر ګډ ژوند، یووالي او همدردۍ منفي اغېزې کوي.

د افغانستان يوه پخواني جنرال عبدالمالک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فارسي او ازبکي ژبې د ملتونو تاریخي‌ هویت دی او هېڅکله له‌منځه نه ځي.

هغه زیاته کړې: «یوه لوحه چې په ازبکي یا فارسي ژبه لوړه شي یا ښکته شي، هېڅ اصلي درد نه‌شي دوا کولی. موږ باید د حل لپاره منطقي لارې ولټوو.»

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې قاضیان به د ډسمبر په ۱۱مه د محکمې پرېکړه اعلان کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰
د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې قاضیان به د ډسمبر په ۱۱مه د محکمې پرېکړه اعلان کړي
100%

د افغانستان ښځو لپاره ولسي محکمې وویل، چې د روان کال د ډسمبر په ۱۱مه به د یادې محکمې پرېکړه اعلان کړي. له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو د ارزونې په تړاو د هسپانیا په مادرید کې د افغانستان د ښځو ولسي محکمه د اکټوبر په ۸مه پیل او په ۱۰مه پای ته ورسیده.

د محکمې لپاره نومول شوي قاضیان له هسپانیا څخه اراسلي ګارسیا ډل سوتو، الیسیندا کالوټ مارټینز او ایمیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان څخه غزال حارس، له مصر څخه مای ال-سدانی، امریکا څخه می السیډاني، له ایټالیا څخه مارینا فورټي، له سویلي افریقا څخه راشده مانجو او له هند څخه کلپنا شرما ټاکل شوې وې.

په دې ولسي محکمې کې له هېواد او له هېواده بهر ۲۴ښځو د طالبانو له‌خوا د ظلم او ځپنې په اړه شهادت ورکړ.

په دې ولسي محکمه کې۲۴ښځو په خپلو شهادتونو کې وویل، چې طالبانو نیولي، شکنجه کړي، سپکې سپورې یې ورته ویلي او ان په سنګسار یې محکومې کړې وې.

په دې ولسي محکمه کې یوې افغانې ښځې چې طالبانو نیولې وه، د شهادت‌ ورکولو پرمهال څرګنده کړې وه، چې دې ډلې هغې ته برېښنايي شکنجه ورکړې او سپکې سپورې یې ورته ویلې دي.

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې کې یوې بلې مېرمنې عاطفه حمیدي ویلي و، چې طالبانو له خپل دفتر څخه اختطاف کړه او یوه ناڅرګند ځای ته یې ولېږدوله. هغه وایي، طالبانو په خبرو کې هغې ته ښکنځلې کولې او دې ته یې د «فاحشې» خطاب کاوه.

دې محکمې ته یوې بلې افغانې مېرمنې هم ویلي، چې د طالبانو په زندان کې یې څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه.

نوموړې وایي، طالبانو هغه د لاریونونو په تړاو نیولې وه او په سنګسار محکومه وه.

د ښځو ولسي محکمې په لړ کې دوو شاهدانو د قاضیانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې طالبان معترضې ښځې د موبایل له لارې تعقیبوي.

د افغان ښځو ولسي محکمه کې یوې بلې شاهدې هم ویلي، چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې طالبانو ته شکایت وکړ، خو هغوی وویل چې کومه ښځه له مېړه شکایت کوي باید په مرمۍ وویشتل شي. نوموړې وویل، چې مېړه یې ددې د وژلو هوډ درلود.

د مادرید د ولسي محکمې یوې بلې افغانې شاهدې افشا کړه، چې د طالبانو غړي به د ژورنالیستانو په بڼه د ښځو د اعتراضونو منځ ته ورتلل او د هغوی انځورونه یې اخیستل، څو وروسته یې ونیسي.

یوې بلې شاهدې وویل، چې طالبانو نه یوازې هغه، بلکې د هغې ماشومان هم ربړولي دي.

دغه ښځه چې د سنګسار له ګواښ سره مخ شوې وه، وایي: «په افغانستان کې قانون نشته، قوانین د نارینه‌و په ګټه جوړ شوي او درې کاله کېږي چې د خپلو ماشومانو څېرې مې نه دي لیدلي.»

د دغې محکمې جوړوونکي وايي، اصلي موخه یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپنې مستندول او په دې برخه کې ځواب ورکړې ته د طالبانو اړ کول دي او زیاتوي، «له رسمي قضايي بنسټونو سربېره د افغان ښځو د حقونو ورکړې د تقویت او ځواب ورکړې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره د دغه ډول ولسي میکانیزم رامنځته کول ډېر مهم و.»

دغه ولسي محکمه سره له دې چې الزامي قانوني اجرايي واک نه‌لري او غیر رسمي ده، خو کېدای شي د طالبانو لپاره په سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي برخو کې سرخوږی جوړ او همداراز به د طالبانو په تړاو د رسمي قضايي بنسټونو پر پرېکړو اغېز وکړي.

د شنونکو په باور، په دغې محکمې کې به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو د کړاونو او ناخوالو په تړاو د نړۍوالو معلومات ډېر او ورسره به پر نړۍوالې ټولنې فشارونه زیات شي، څو د طالبانو پر وړاندې لا ډېر اقدامات وکړي.

طالبانو د درملو ټولنې له مسوولینو سره له پاکستان څخه د وارداتو د بندېدو په اړه خبرې وکړې

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۰ GMT+۰
طالبانو د درملو ټولنې له مسوولینو سره له پاکستان څخه د وارداتو د بندېدو په اړه خبرې وکړې
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی د درملو ټولنې له مسوولینو سره له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث کړی دی.طالبانو ویلي، افغانستان ته د درملو د وارداتو د بدیلو لارو موندلو لپاره به یو میکانیزم جوړ کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د دغه ډلې د اقتصادي مرستیال ملا برادر د فرمان د تطبیق په موخه د درملو ټولنې له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، د درملو د وارداتو په برخه کې به لازمې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

هغه ویلي: « د بدیلو لارو موندلو لپاره به یو مناسب میکانیزم رامنځته، د سوداګرو د اندېښنو پر حل، د شرکتونو د ثبت او د درملو د بدیلو وارداتو برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.»

نوموړي په دې برخه کې له سوداګرو غوښتي، چې له احتکار څخه ډډه وکړي او د بیو په کنټرول کې له دوی سره همکاري وکړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د درملو سوداګرو هم ددې پرېکړې ملاتړ کړی او د بدیلو لارو اړوند یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

طالبانو ویلي، دا مهال په افغانستان کې د درملو د تولید زياتې فابریکې فعالې دي، چې له ۶۵۰ ډوله څخه زیات درمل وړاندې کوي او همداراز یې ډاډ ورکړی، چې دا تولیدات د لا پراختیا په حال کې دي.

د افغانستان او پاکستان تر ترینګلتیا، د لارو د بندېدو او په ترکیه کې د دواړو هېوادونو د استازو له بې پایلو ناستو وروسته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ویلي، هغه کسان چې له پاکستان سره قراردادونه لري؛ درې میاشتې وخت لري، چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم په کابل کې د سوداګرو یوې غونډې ته ویلي و، چې د لارو له پرانېستلو او بشپړ ضمانت پرته افغانستان له پاکستان سره سوداګري نه کوي. هغه وویل افغانستان ګڼې نورې بدیلې لارې لري.

اسټرالیا له فبرورۍ وروسته د افغانستان د سفیر اعتبارنامه نه تمدیدوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰
اسټرالیا له فبرورۍ وروسته د افغانستان د سفیر اعتبارنامه نه تمدیدوي
100%

استرالیایي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی چې د هغه اعتبارنامه به له فبرورۍ وروسته تمدید نه شي. له دې سره، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ونه سپاري.

راپورونه وايي چې د سفیر د اعتبار د ختمېدو په صورت کې به زرګونه افغان کډوال د پاسپورټ، ویزې، نکاح‌خط او نورو اړینو اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شي. ویسي د جمهوریت له سقوط وروسته له طالبانو سره له همکارۍ ډډه کړې وه.

طالبانو تازه اعلان کړی چې په ۱۴هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د دوی له خوا نه پېژندل کېږي، چې استرالیا هم پکې شامل ده. د دې پرېکړې وروسته ځینو هېوادونو لکه بریتانیا د افغانستان سفارت تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې استرالیا وايي طالبان د افغانستان د مشروع استازیتوب په توګه نه مني او سفارت یې نه دی مجبور کړی چې وتړل شي. خو خبرداری ورکوي چې د کانبرا سفارت له لوري صادر شوي اسناد ښايي په سفر کې ستونزې جوړې کړي.

طالبان پر پاکستان د خپلې سوداګریزې تکیې د کمولو لپاره نوې لارې چارې لټوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰
طالبان پر پاکستان د خپلې سوداګریزې تکیې د کمولو لپاره نوې لارې چارې لټوي
100%

طابان وايي چې د پاکستان سره د وروستیو کړکېچونو او د ډیورنډ پر کرښه د لارو تړلو له امله یې پر پاکستان خپه سوداګریزه تکیه کمه کړې او د ایران او مرکزي اسیا له لارې یې د توکو لیږد رالېږد زیات کړی دی.

د طالبانو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا ډله د چابهار بندر لاره کاروي او د ټرانزیټ قراردادونه نورو لارو ته لیږدوي ترڅو په پوله کې د تکراري تمځایونو څخه مخنیوی وشي او د پاکستان سیاسي فشار کم شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې، د ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلی، چې د پاکستان سره د سوداګرۍ حجم ۱.۱ ملیارد ډالرو څخه ډیر دی.

هغه زیاته کړه چې د چابهار بندر خدماتو ځنډ کم کړی او د بار وړلو په نه دریدوونکي جریان کې د سوداګرو باور زیات کړی دی.

مخکې له دې د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې په پاکستان کې خپل قراردادونه تصفیه کړي او لارې بدلې کړي. هغه پر پاکستان تور ولګاوه چې "سوداګریز او بشري مسایل په سیاسي فشار بدلوي" او چارواکو ته یې امر وکړ چې د "خراب کیفیت" له امله د پاکستاني درملو د وارېدولو مخه ونیسي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، ایران د بندري تعرفو کمولو، د ذخیره کولو لګښتونو کمولو او د بار وړلو پروسې ګړندي کولو سره د چابهار کارول زیات کړي دي.

په بندر کې نوي تجهیزات او سکینرونه هم نصب شوي دي.