د محکمې لپاره نومول شوي قاضیان له هسپانیا څخه اراسلي ګارسیا ډل سوتو، الیسیندا کالوټ مارټینز او ایمیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان څخه غزال حارس، له مصر څخه مای ال-سدانی، امریکا څخه می السیډاني، له ایټالیا څخه مارینا فورټي، له سویلي افریقا څخه راشده مانجو او له هند څخه کلپنا شرما ټاکل شوې وې.
په دې ولسي محکمې کې له هېواد او له هېواده بهر ۲۴ښځو د طالبانو لهخوا د ظلم او ځپنې په اړه شهادت ورکړ.
په دې ولسي محکمه کې۲۴ښځو په خپلو شهادتونو کې وویل، چې طالبانو نیولي، شکنجه کړي، سپکې سپورې یې ورته ویلي او ان په سنګسار یې محکومې کړې وې.
په دې ولسي محکمه کې یوې افغانې ښځې چې طالبانو نیولې وه، د شهادت ورکولو پرمهال څرګنده کړې وه، چې دې ډلې هغې ته برېښنايي شکنجه ورکړې او سپکې سپورې یې ورته ویلې دي.
د افغانستان د ښځو ولسي محکمې کې یوې بلې مېرمنې عاطفه حمیدي ویلي و، چې طالبانو له خپل دفتر څخه اختطاف کړه او یوه ناڅرګند ځای ته یې ولېږدوله. هغه وایي، طالبانو په خبرو کې هغې ته ښکنځلې کولې او دې ته یې د «فاحشې» خطاب کاوه.
دې محکمې ته یوې بلې افغانې مېرمنې هم ویلي، چې د طالبانو په زندان کې یې څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه.
نوموړې وایي، طالبانو هغه د لاریونونو په تړاو نیولې وه او په سنګسار محکومه وه.
د ښځو ولسي محکمې په لړ کې دوو شاهدانو د قاضیانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې طالبان معترضې ښځې د موبایل له لارې تعقیبوي.
د افغان ښځو ولسي محکمه کې یوې بلې شاهدې هم ویلي، چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې طالبانو ته شکایت وکړ، خو هغوی وویل چې کومه ښځه له مېړه شکایت کوي باید په مرمۍ وویشتل شي. نوموړې وویل، چې مېړه یې ددې د وژلو هوډ درلود.
د مادرید د ولسي محکمې یوې بلې افغانې شاهدې افشا کړه، چې د طالبانو غړي به د ژورنالیستانو په بڼه د ښځو د اعتراضونو منځ ته ورتلل او د هغوی انځورونه یې اخیستل، څو وروسته یې ونیسي.
یوې بلې شاهدې وویل، چې طالبانو نه یوازې هغه، بلکې د هغې ماشومان هم ربړولي دي.
دغه ښځه چې د سنګسار له ګواښ سره مخ شوې وه، وایي: «په افغانستان کې قانون نشته، قوانین د نارینهو په ګټه جوړ شوي او درې کاله کېږي چې د خپلو ماشومانو څېرې مې نه دي لیدلي.»
د دغې محکمې جوړوونکي وايي، اصلي موخه یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپنې مستندول او په دې برخه کې ځواب ورکړې ته د طالبانو اړ کول دي او زیاتوي، «له رسمي قضايي بنسټونو سربېره د افغان ښځو د حقونو ورکړې د تقویت او ځواب ورکړې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره د دغه ډول ولسي میکانیزم رامنځته کول ډېر مهم و.»
دغه ولسي محکمه سره له دې چې الزامي قانوني اجرايي واک نهلري او غیر رسمي ده، خو کېدای شي د طالبانو لپاره په سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي برخو کې سرخوږی جوړ او همداراز به د طالبانو په تړاو د رسمي قضايي بنسټونو پر پرېکړو اغېز وکړي.
د شنونکو په باور، په دغې محکمې کې به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو د کړاونو او ناخوالو په تړاو د نړۍوالو معلومات ډېر او ورسره به پر نړۍوالې ټولنې فشارونه زیات شي، څو د طالبانو پر وړاندې لا ډېر اقدامات وکړي.