• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نور رحمان اخلاقي: د هبت‌الله وروستۍ څرګندونې له سپکاويو پرته بل څه نه‌لري

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونو له سپکاویو او درواغو پرته بل څه نه‌درلودل.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هغه ویلي په افغانستان کې د الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نور رحمان اخلاقيد جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، د فلسطین خلک سره له دې چې له کلونو راهیسې تر ظلم او ستم لاندې شپې او ورځې تېروي، خو بیا هم د ازادۍ، سیاسي تنوع، د ښځو د حقونو او د وګړیو د مدني حقونو درناوی کوي.

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

د بې‌پیلوټه الوتکو په تړاو د طالبانو څرګندونو ته د پنټاګون غبرګون

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰
د بې‌پیلوټه الوتکو په تړاو د طالبانو څرګندونو ته د پنټاګون غبرګون
100%

د امریکا د جګړې وزارت یوه چارواکي د طالبانو د دې ادعا په اړه چې ګواکې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي، د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په دې اړه د ویلو لپاره څه نه‌لرو.»

دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له «صدا و سیما» ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې وویل، چې لاهم د افغانستان په هوایي حریم کې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې ګرځي.

هغه ویلي، چې دغه الوتنې د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کېږي او دا کار د افغانستان له حاکمیت څخه څرګنده سرغړونه ده، خو دا چې د کومو ګاونډیو هېوادونو له لارې په دې اړه یې په څرګنده څه ونه ویل.

ذبیح الله مجاهد ومنله، چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرځي | افغانستان انټرنشنل پښتو

مجاهد د افغانستان پر فضا د یادو بې‌پېلوټه الوتکو له ګرځېدو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د هوایي ټرافیک کنټرول ډېره برخه تر ۲۰۲۱کال مخکې د بهرنیو هېوادونو او ناټو په مرسته اداره کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په هوايي حریم د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو موضوع تل د بحث وړ پاتې شوې ده.

د کډوالو د ملاتړ بنسټ «ارسا» د لادرکه کډوالو د نړۍوالې ورځې نومولو کمپاین پیل کړی

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۰
د کډوالو د ملاتړ بنسټ «ارسا» د لادرکه کډوالو د نړۍوالې ورځې نومولو کمپاین پیل کړی
100%

د «ارسا» په نوم د کډوالو او پناه‌غوښتونکو د ملاتړ یوې ټولنې، نن‌جمعه د لړم پر ۲۳مه د یوه نړۍوال کمپاین د پیل په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې یوه ورځ په رسمي توګه د «ورکو او مړو شویو کډوالو د یادونې» لپاره ونوموي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې ټولنې افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته لېږلې، راغلي چې د نړۍوالو بنسټونو د شمېرو له‌مخې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې له ۷۵ زرو څخه زیات کډوال د کډوالۍ په لارو کې لادرکه شوي یا یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده ټولنه وايي، چې د کمپاین موخه د دغې موضوع نړۍوال اهمیت ته پام اړول او د ورکو قضیو د یادونې لپاره د رسمي میکانیزمونو رامنځته کول دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د یوې نړۍوالې ورځې نومول کولای شي د ورک شویو کډوالو د یادونې، د هغوی د کورنیو د حق ملاتړ چې د خپلوانو د برخلیک د معلومولو غوښتنه لري، او همدارنګه د پلټنې او ژغورنې په برخه کې د دولتونو پر مسوولیت ټینګار وکړي.

«ارسا» په ترکیه کې یو غیردولتي بنسټ دی، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ، پوهاوي او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې افغان کډوالو ته فعالیت کوي.

د دغه بنسټ مشرې ذاکره حکمت افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي: «د دغه کمپاین موخه د هغو کورنیو د ملاتړ غږ پورته کول دي، چې کلونه کېږي د خپلو لادرکه خپلوانو د برخلیک په اړه د معلوماتو په تمه دي.»

ارسا له خلکو، د مدني ټولنو له فعالانو او رسنیو غوښتي، چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او د لادرکه کډوالو د قضیې په اړه د پوهاوي په لوړولو کې همکاري وکړي.

دغه کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي، چې نړۍوالو بنسټونو په وار وار د کډوالۍ د لارو د مخ پر زیاتېدونکي خطرونو او د لادرکېدو د زیاتېدونکي شمېر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې ډېری افغانان په هېواد کې د کار روزګار د نشتوالي او همداراز فقر او بې وزلۍ له امله په خونړیو ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کوي، چې ډېر کم یې خپلو موخه ته رسېږي او پاتې نور یې یا بېرته راګرځول کېږي او یا هم لادرکه وي.

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشر نورو ته بشري حقونه غواړي، خو خپله یې نقضوي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰
نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشر نورو ته بشري حقونه غواړي، خو خپله یې نقضوي
100%

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د نړۍ د بشري حقونو په تړاو د «دوه‌مخۍ» او «دروغجنو» شعارونو څرګندونه کوي.

نصیر احمد اندېشه وایي، ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل څلور دقیقې غږیز پیغام کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د پراخ نقض یادونه کړې او د فلسطین د خلکو د حقونو د دفاع په ترڅ کې یې اسراییل پر«ظلم او پراخو بمباریو» تورن کړی دی.

ملا هبت‌الله هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پرته له دې چې کوم هېواد یا کس مشخص کړي ویلي: «یوه ورځ د عدالت او بشري حقونو غږ پورته کوئ، بله ورځ بیا پر بې‌ګناه او بې دفاع خلکو بمبارکوئ او خلک وژنۍ. لکه څنګه چې اوس په فلسطین کې بې‌ګناه خلک وژنۍ.» هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «په کوم جرم دا خلک وژنۍ؟ دوی څه کړي؟ اې ظالم، اې بدماشه!»

هبت الله ویلي: «هره ورځ اسراییل په فلسطین کې سلګونه کسان وژني دا له بشري حقونو سرغړونه نه ده، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض دی؟»

هغه ویلي په افغانستان کې الهي حقونو عملي کولو ته د بشري حقونو نقض ویل کیږي.

نصیر احمد اندیشه ویلي، دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې دننه، په خپله افغانستان کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، له ښځو د زده‌کړو او کار حق اخیستل، د بیان ازادي محدودول او پر خلکو د زور واک چلول هغه مسایل دي چې د نړۍ د غندنې وړ دي.

هغه زیاه کړې چې د طالبانو «رژیم» د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره هېڅ نه دي کړي ان لاریونونه یې هم نه دي کړي.

اندیشه زیاته کړې، «کله چې د طالبانو مشر د بشري حقونو خبرې کوي، دا خپله تر ټولو ستر تضاد دی، ځکه همدغه ډله د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه تر ټولو ډېر نقض کړي دي.»

هبت‌الله په خپلو خبرو کې د قانون جوړښت ته اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د دوی قانون د الهي کلام له مخې دی، هغه پرته له دې چې څوک په نښه کړي ویلي: «ستاسو قانون شرابخورو، مفسدو او زورواکو جوړ کړی.» هغه زیاته کړې ستاسو فکرونه «نفس خواهشه» دي او «شرابخواره» یاست.

اندېشه یې په غبرګون کې ویلي، ۵۶ هېوادونه د اسلامي همکاریو د سازمان غړي دي، چې ټول یې د بشري حقونو د شورا غړي هم دي، که چیرې قوانین د اسلامي هېوادونو په موجودیت کې نه وي، نو «په دې معنا چې موږ په دې قوانینو کې خپله ونډه نه‌لرو او موږ ورسره سرو کار نه شو لرلی.»

د هبت‌الله دغه څرګندوې په داسې حال کې دي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضولو په تړاو د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه د هغه او د هغه د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

پخوانی لوی څارنوال: واکمنه ډله د تعصب له‌مخې هڅه کوي ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
پخوانی لوی څارنوال: واکمنه ډله د تعصب له‌مخې هڅه کوي ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي
100%

د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې د حذفېدو په غبرګون کې ویلي، پر افغانستان واکمنه ډله «د تعصب له‌مخې هڅه کوي د اسلام خدمتګاره ژبې او تمدني ویاړونه له‌منځه یو سي.»

فرید حمیدي‌ د جمعې په ماخوستن (د لړم ۲۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فارسي، دري او ترکې ژبې په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې د اسلامي تمدن دویمې او درېیمې ژبې وې.

د هغه په خبره په همدې ژبو زرګونه کتابونه، رسالې او همداراز علمي، فقهي، ادبي، عرفاني، کلتوري، ټولنیزې او سیاسي مقالې لیکل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: «دغه ډله نه پوهېږي چې د مجلة الاحکام قانوني ـ فقهي مجموعه، چې د دوی د رسمي پرېکړو او احکامو اصلي مرجع جوړوي لومړی په ترکي ژبه لیکل شوې وه او وروسته عربي، فارسي، اردو او نورو ژبو ته ژباړل شوې ده.»

نوموړي اندېښنه ښودلې، چې له تاريخي، کلتوري، هویتي او ملي مسایلو سره د طالبانو روښانه دښمنۍ د هېواد د خلکو پر ګډ ژوند، یووالي او همدردۍ منفي اغېزې کوي.

د افغانستان يوه پخواني جنرال عبدالمالک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فارسي او ازبکي ژبې د ملتونو تاریخي‌ هویت دی او هېڅکله له‌منځه نه ځي.

هغه زیاته کړې: «یوه لوحه چې په ازبکي یا فارسي ژبه لوړه شي یا ښکته شي، هېڅ اصلي درد نه‌شي دوا کولی. موږ باید د حل لپاره منطقي لارې ولټوو.»

ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د جوزجان پوهنتون هغه لوحه چې له نورو ژبو سربېره په‌کې ازبکي هم کارول شوې وه، لرې کړې او پر ځای یې یوه نوې لوحه نصب کړې چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده.

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې قاضیان به د ډسمبر په ۱۱مه د محکمې پرېکړه اعلان کړي

۲۳ لړم ۱۴۰۴ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰
د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې قاضیان به د ډسمبر په ۱۱مه د محکمې پرېکړه اعلان کړي
100%

د افغانستان ښځو لپاره ولسي محکمې وویل، چې د روان کال د ډسمبر په ۱۱مه به د یادې محکمې پرېکړه اعلان کړي. له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو د ارزونې په تړاو د هسپانیا په مادرید کې د افغانستان د ښځو ولسي محکمه د اکټوبر په ۸مه پیل او په ۱۰مه پای ته ورسیده.

د محکمې لپاره نومول شوي قاضیان له هسپانیا څخه اراسلي ګارسیا ډل سوتو، الیسیندا کالوټ مارټینز او ایمیلیو رامیرز ماتوس، له افغانستان څخه غزال حارس، له مصر څخه مای ال-سدانی، امریکا څخه می السیډاني، له ایټالیا څخه مارینا فورټي، له سویلي افریقا څخه راشده مانجو او له هند څخه کلپنا شرما ټاکل شوې وې.

په دې ولسي محکمې کې له هېواد او له هېواده بهر ۲۴ښځو د طالبانو له‌خوا د ظلم او ځپنې په اړه شهادت ورکړ.

په دې ولسي محکمه کې۲۴ښځو په خپلو شهادتونو کې وویل، چې طالبانو نیولي، شکنجه کړي، سپکې سپورې یې ورته ویلي او ان په سنګسار یې محکومې کړې وې.

په دې ولسي محکمه کې یوې افغانې ښځې چې طالبانو نیولې وه، د شهادت‌ ورکولو پرمهال څرګنده کړې وه، چې دې ډلې هغې ته برېښنايي شکنجه ورکړې او سپکې سپورې یې ورته ویلې دي.

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې کې یوې بلې مېرمنې عاطفه حمیدي ویلي و، چې طالبانو له خپل دفتر څخه اختطاف کړه او یوه ناڅرګند ځای ته یې ولېږدوله. هغه وایي، طالبانو په خبرو کې هغې ته ښکنځلې کولې او دې ته یې د «فاحشې» خطاب کاوه.

دې محکمې ته یوې بلې افغانې مېرمنې هم ویلي، چې د طالبانو په زندان کې یې څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه.

نوموړې وایي، طالبانو هغه د لاریونونو په تړاو نیولې وه او په سنګسار محکومه وه.

د ښځو ولسي محکمې په لړ کې دوو شاهدانو د قاضیانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې طالبان معترضې ښځې د موبایل له لارې تعقیبوي.

د افغان ښځو ولسي محکمه کې یوې بلې شاهدې هم ویلي، چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې طالبانو ته شکایت وکړ، خو هغوی وویل چې کومه ښځه له مېړه شکایت کوي باید په مرمۍ وویشتل شي. نوموړې وویل، چې مېړه یې ددې د وژلو هوډ درلود.

د مادرید د ولسي محکمې یوې بلې افغانې شاهدې افشا کړه، چې د طالبانو غړي به د ژورنالیستانو په بڼه د ښځو د اعتراضونو منځ ته ورتلل او د هغوی انځورونه یې اخیستل، څو وروسته یې ونیسي.

یوې بلې شاهدې وویل، چې طالبانو نه یوازې هغه، بلکې د هغې ماشومان هم ربړولي دي.

دغه ښځه چې د سنګسار له ګواښ سره مخ شوې وه، وایي: «په افغانستان کې قانون نشته، قوانین د نارینه‌و په ګټه جوړ شوي او درې کاله کېږي چې د خپلو ماشومانو څېرې مې نه دي لیدلي.»

د دغې محکمې جوړوونکي وايي، اصلي موخه یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ځپنې مستندول او په دې برخه کې ځواب ورکړې ته د طالبانو اړ کول دي او زیاتوي، «له رسمي قضايي بنسټونو سربېره د افغان ښځو د حقونو ورکړې د تقویت او ځواب ورکړې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره د دغه ډول ولسي میکانیزم رامنځته کول ډېر مهم و.»

دغه ولسي محکمه سره له دې چې الزامي قانوني اجرايي واک نه‌لري او غیر رسمي ده، خو کېدای شي د طالبانو لپاره په سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي برخو کې سرخوږی جوړ او همداراز به د طالبانو په تړاو د رسمي قضايي بنسټونو پر پرېکړو اغېز وکړي.

د شنونکو په باور، په دغې محکمې کې به د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو د کړاونو او ناخوالو په تړاو د نړۍوالو معلومات ډېر او ورسره به پر نړۍوالې ټولنې فشارونه زیات شي، څو د طالبانو پر وړاندې لا ډېر اقدامات وکړي.