• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د اسیا پراختیايي بانک د زیانمنو افغانانو په تېره ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه والي او خوندیتوب لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیونه ډالره مرسته کوي. دا مرسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له لورې لګول کېږي او موخه بېړنیو غذايي اړتیاوو او روغتیایي خدمتونو ته ځواب ویل دي.

دغه بانک د چارشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلي: «د افغان ولس بېړنیو خوراکي اړتیاوو ته رسیدګي او روغتیايي خدمتونه برابرول یې لومړیتوب دی.»

د اسیا پراختیايي بانک دې مرستې سره د منځمهال لپاره د خوړو خوندیتوب لپاره د خوړو کورنی تولید زیاتول او افغانانو ته لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې برابول غواړي.

د بانک په افغانستان کې د بې مخینې انساني ناورین خبردای ور کوي او بانک اټکل کوي چې د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي.

دغه بانک اقلیمي بدلون او ترې را پیدا شوې وچکالي، سېلابونه او زلزلې هغه لاملونه بولي چې په افغانستان کې یې بشري ناورین ډېر کړی دی.

دا بانک پخپله اعلامیه کې وايي، دا مرسته د ملګرو ملتونو د دریو ادارو له خوا وېشل کېږي او مالي تشې د ډکولو لپاره سملاسي ملاتړ دی.

له دې مرستې سل میلیون ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ور کول کېږي چې له یو میلیون او یو لک اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي. سل میلیون ډالر هم د خوړو او کرنې ادارې ته ور کول کېږي او دوه سوه میلیون ډالر ماشوم ملاتړې ادارې یا یونیسف ته ور کول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د نږدې اوه نیم میلیونه افغان ماشومانو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ځینې بندیانو کورنۍ: د طالبانو استخباراتو بې ګناه افغانان په زندانونو کې اچولي دي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د ځینې افغان زندانیانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخبارات د شک پر بنسټ افغانان نیسي او بندي کوي یې. دغه کورنۍ نیوکه کوي، چې طالبان په لومړیو کې د زندانیانو د ځای په اړه هیڅ معلومات نه شریکوي او د محکمې له پرېکړې مخکې یې په زندان کې ساتي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالحق عمري له ګڼو هغو کورنیو سره خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې ژوند کوي او د کورنیو غړي یې ورک یا د طالبانو د استخباراتو په زندانانونو کې دي.

د امنیتي ګواښونو له امله دا کورنۍ د خپلو نومونه او ادرسونو له ښودلو ډډه کوي.

د کندهار یو اوسیدونکی وايي ورور یې په تېر نظام کې د ملي امنیت کارمن و، د طالبانو د واک پر پنځمه میاشت د دې ډلې استخباراتو ریاست ونیو.

«د طالبانو استخباراتو زمونږ پر کور چاپه ووهله، زما ورور یې ونیو او په خپل ریاست کې یې زنداني کړ، دومره یې شګنجه کړ چې ان سترګه یې ړنده شوې ده، بیا د څه مودې لپاره خوشې شو، بیا طالبانو ته ولېږو، وایي نشته. نیولی او د څو میاشتو په تېریدو سره یې اوس د مرګ او ژوند هیڅ معلومات نه کیږي او د طالبانو استخبارات ګوښلي یو چې د ورور پوښتنه به نه کوئ، کله چې سپینږیري او مشران طالبانو»

دغه کورنۍ وايي د طالبانو د استخباراتو ریاست دوی ته د خپل بندي غړي د لیدلو اجازه نه ورکوي او نه هم دا حق ورکوي چې خپل ورور ته مدافع وکیل ونیسي چې دوسیه یې تعقیب کړی.

دوي زیاتوي طالبان د زندانیانو په اړه له هیڅ قانوني لارو چارو څخه کار نه اخلي، یوازې په شفايي ډول له زندانیانو سره چلند کوي.

طالبانو د پخواني حکومت سره د کاري مخینې پر لرلو سربېره ځینې کسان له وسلوالو ډلو سره د اړیکې یا غړیتوب په تور هم نیولي دي.

په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې ورور یې د سرک جوړولو شرکت کې ساختماني انجنیر و، خو طالبانو له داعش سره د اړیکې په تور نیولی دی.

دغه کورنۍ وايي انجنیر له هیچا سره اړیکه نه دلوده.

دوی زیاتوي « لالهانده ګرځو، هیڅ نه پوهیږو د چا دروازه وټکوو د طالبانو زیاتره مشر انو ته ورغلي یو خو وايي پر استخباراتو ریاست مو وس نه رسیږي »

هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي دي، د طالبانو محاکم د بندي هغه اقرار تاییدوي چې د اسخباراتو ریاست په زور ترې اخیستی وي.

دوی د زنداني مدافع وکیل ته هم اجازه نه ورکوي چې له خپل موکل څخه دفاع وکړي.

معلومات زیاتوي د قلم لارې ټولنې له مشر او د زدکړو فعال مطیع الله ویسا څخه په زوره او له سختې شګنجې وروسته اعتراف اخیستل شوی دي.

د طالبانو د استخباراتو له زندانه خوشې شوی زنداني وايي « له ډېرې شګنجې او جبر وروسته یې له ما اعتراف واخیست، سترګې یې راباندې تړلې وې پر یوه نالیدي کاغذ باندې یې رانه ګوتې ولکولې، دوی چې څه لیکلي وو پرما یې په زور ومنل»

دی زیاتوي « اول یې راته وویل چې جرم نه لرې او ایله کوو دې، یوازې په دغه چل یې راباندې کوتې ولکولې»

دغه کس وايي د نړۍ هیڅ قانون کې داسې ناوړه چلند نشته چې طالبان یې په بېلابیلو نومونو له زندانیانو سره کوی.

یوناما هم پرون «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما په دغه راپور ګې و ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانس‍اني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.

یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.

د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي.

د قرغيزستان ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د قرغيزستان ولسمشر وايي، د افغانستان خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي او که نړۍواله ټولنه همغږي ونه کړي، د دغه هېواد وضعیت به لا پسې خراب شي.

سادیر جباروف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې، له نړۍ وغوښتل چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوې، چې تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د بودجې د کمښت اعلان کړی و.
د خوړو د نړۍوال پروګرام اجرایوي مشرې سنډي مکین خبرداری ورکړی، چې که دغه سازمان بودجه پیدا نه کړي له افغانستانه به په بشپړه توګه ووځي.
خو د قرغیزستان ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې بشري ناورین ته باید پاملرنه وشي.


نوموړي ویلي:« دا به مبالغه نه وي که ووایم، چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی چې نه یوازې د شاوخوا سیمو لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ ګڼل کېږي.»
د قرغيزستان ولسمشر ټینګار کوي، چې هېواد یې د یوه باثباته افغانستان غوښتونکی دی: « د افغانستان وضیعت ته په پام کې نیولو سره، باید د منځنۍ اسیا د ټیکاو او امنیت په اړه خبري وشي.»
قرغيزستان پرون ( چهار شنبه د وږي ۲۹مه) د ټول ګټو د خپلواکو هېوادونو د استخباراتي خدمتونو د استازیو په حضور کې د یوه کنفرانس کوربه و. 

په دې کنفرانس کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره، د ټول ګټو خپلواکو هېوادونو د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پرېکړه وکړه.

طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه له م م، امريکا او برېتانیا سره خبرې کړې

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۱

دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر وايي، دغې ډلې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له مرستیال، قطر کې د امریکا له تخنیکي ډلې او د م م د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې له استازي سره د نشه‌ يي توکو په وړاندې مبارزه کې د "پرمختګ" په اړه خبرې کړې.

سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۳۰مه) پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي، د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې یوه ډله چې په کې د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت استازي شامل دي، دوحې ته تللی دي.

سهيل شاهين ويلي، چې له امريکايي، بريتانوي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره يې په ليدنه کې د نشه يي توکو د قاچاق او د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې د شويو پرمختګونو په اړه شمېرې وړاندې کړې دي.

ښاغلی شاهین زیاتوي، چې طالبان د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې د څارونکو ‌‌‌‌‌‌ډلو له هغو سیمو څخه د لیدلو هر کلی کړی چې د کوکنارو کرکیلې پکې له منځه تللي دي.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي چې د کوکنارو د کرونده ګرو له پاره بدیلو پروژو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر هم په خپل ایکس پاڼه لیکلي و چې د طالبانو له تخنیکي ‌‌‌‌‌‌ډلې سره یې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

مېرمن ډیګر زیاته کړه، چې دواړو لوریو د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه خبرې وکړې.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته ادعا وکړه چې په افغانستان کې یې د نشه یي توکو تولید او قاچاق له منځه وړی دی.

خو نړیوال سازمانونه وايي، د طالبانو له لوري د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د منعې د فرمان سربیره له افغانستان څخه د هیروینو قاچاق په کمې بیې دوام لري.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د وروستي راپور له مخې، له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو څخه د کریسټال د نشه یي توکو قاچاق ۱۲ برابره ډېر شوی دی.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د کریسټال نشه يي توکو کچه له ۲.۵ټنو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹،۷ټنو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د تاجکستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د(وږي ۲۹مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وویل چې له افغانستانه د نشه‌ يي توکو قاچاق زښت زیات شوی دی.

امام علي رحمان وويل، چې د دوی سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه يي توکي نيولي دي.

نن د سېپټمبر یوویشته د سولې نړۍواله ورځ ده

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۴ GMT+۱

خو د هغې سولې هیله چې افغانانو لرله ورته رسېدلي دي؟ یو شمېر افغانان وايي، هغسې چې افغانانو د سوله‌ییز او هوسا ژوند هیله لرله د تېرو پنځه څلویښت کالو په اوږدو کې يې دغه هیله همداسې یوه هیله پاتې شوه.

سږنی کال د سولې نړۍواله ورځ د سولې لپاره د عمل تر شعار لاندې لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش ویلي، سږ کال د سولې ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې انسانان او د ځمکې کره د سختو ستونزو سره مخامخ ده.

هغه وایي، سږنی کال انسانان د سیاسي، اقتصادي، امتیتي ننګونو او اقلیمي بدلونونو له امله د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي.
انتوني ګوترېش له دغه حالته د وتو ښه لار تر ۲۰۳۰ کاله د پاییدونکو پراختیایي موخو ته رسېدنه ګڼي، هغه په دې برخه کې د ځوانانو ونډه اړینه بولي.
ښاغلي ګوترېش په دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د اوربند اعلان کړی هغه وایي، په دغه ورځ باید په ټوله نړۍ کې‌‌‌‌‌‌ ډز بندي وشي، چې د هغه په وینا خلک د سولې په خوند پوه شي.
خو په اسیايي هېوادونو کې یوازي افغانستان دی، چې تل د داسې پېښو شاهد پاتې شوی چې وګړي يې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره په ځلونو قرباني شوي.
د سولې ارمانجنو افغانانو سولې ته د رسېدو په موخه په څه د پاسه ۴۵ کلونو کې د خپل هېواد لومړی درجه کسان له لاسه ورکړي؛ خو د سولې څرک لا هم نه دی لګېدلای.
د نړۍوالو اړیکو او سیاسي چارو شنونکی نظر محمد پاڅون وايي:«داوود خان له خپلې کورنۍ سره ووژل شو، حفیظ الله امین هم په ورته برخلیک اخته شو، نور محمد ترکی ووژل شو او دا تېر دوه کاله مخکې اشرف غني له هېواده ووت؛ خو افغانان هغه هیلو ته ونه رسېدل، چې تمه یې درلوده.»
د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د هېواد یو شمېر وګړو هیله لرله چې نور به په هېواد کې جګړه پای و مومي او طالبان به ممکن د نورو هېوادونو د واکمنانو په څېر زده‌کړو، اقتصاد، بیارغوني او ملي پخلاینې ته کار وکړي؛ خو لا هم په هېواد کې مرموزه وژنې، د ښځو په زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه او له هېواده د ځوانانو تېښته دوام لري.
د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي:« موږ هر ځل د سولې لوبه تر جګړي وروسته بایللې ده. موږ تمه لرله، چې طالبان به د تېر حکومت د کارکوونکو، پوځیانو او سیاسي چارواکو ته په خپل حکومت کې ځای ورکړي؛ خو هر څه برعکس شول، چې له امله يې په میلیونو کسان له هېواده ووتل.»
خو په ډېر کم شمېر کې طالب پلوه کسان وايي، اوس په هېواد کې د پخوا په شان جګړه نه شته او موږ اړ نه یو، چې د جګړي له امله خپلې مېنې پرېږدو.
بل خوا بیا یو شمېر نور افغانان په دې باور دي، چې طالبانو له افغانانو سره سوله نه ده کړي؛ بلکې له امریکا سره د یوه تړون له مخې واک ته رسېدلي او طالبان د حکومت او ملت جوړولو ظرفیت هم نه لري.

دغه ‌‌‌‌‌‌ډله خلک وایي، چې طالبان نه غواړي له روڼ انده افغانانو سره د سولې په چرګۍ کینې او د خبرو له لارې دغه د لسیزو روانه لانجه نوره د تل لپاره ختمه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره: له ښځو پرته نه بریالي کېږو

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د امريکا د سفارت شارژدافيره وايي، په دوحه کې يې د طالبانو له يوه پلاوي سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

کرن ډیکر وویل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښځو د مهم رول په اړه د افغان کارپوهانو وړاندیزونه ورته د ارزښت وړ دي او زیاتوي، چې له ښځو پرته به بریالي نه شو.

مېرمن ډیکر په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د سه شنبې په ورځ د طالبانو له یوې کاري ‌‌‌‌‌‌ډلې سره وشوه او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له نشه‎‌يي توکو سره د مبارزې په اړه په تخنیکي کچه وې، چې د دوی لپاره د ګډې اندېښنې وړ خبره ده.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې زیاته کړه، چې په دغې کتنه کې دواړو لوریو د نشه‌یي توکو د کر، قاچاقو د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې وويل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په ټولو برخو کې د نړۍوالې ټولنې د مرستې او د افغان مېرمنو د رول د څرنګوالي په اړه په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کارپوهانو وړانديزونه د ارزښت وړ دي او له ښځو پرته په دې برخه کې برياليوب نا شونی دی.

د مېرمن ډکر په خبره، نشه‌‎يي توکي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی.

د امریکا شارژدافیرې په اېکس پاڼه د خپلې لیکنې په دوام زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو په همکارۍ هڅه کوي یو ځل او د تل لپاره د افغانانو هغه هیله «ناقانونه ناوړه نشه‌یي توکي» له منځه یوړل شي.