• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه له م م، امريکا او برېتانیا سره خبرې کړې

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۱

دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر وايي، دغې ډلې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له مرستیال، قطر کې د امریکا له تخنیکي ډلې او د م م د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې له استازي سره د نشه‌ يي توکو په وړاندې مبارزه کې د "پرمختګ" په اړه خبرې کړې.

سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ د (وږي ۳۰مه) پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي، د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې یوه ډله چې په کې د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت استازي شامل دي، دوحې ته تللی دي.

سهيل شاهين ويلي، چې له امريکايي، بريتانوي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره يې په ليدنه کې د نشه يي توکو د قاچاق او د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې د شويو پرمختګونو په اړه شمېرې وړاندې کړې دي.

ښاغلی شاهین زیاتوي، چې طالبان د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې د څارونکو ‌‌‌‌‌‌ډلو له هغو سیمو څخه د لیدلو هر کلی کړی چې د کوکنارو کرکیلې پکې له منځه تللي دي.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي چې د کوکنارو د کرونده ګرو له پاره بدیلو پروژو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کیرن ډیکر هم په خپل ایکس پاڼه لیکلي و چې د طالبانو له تخنیکي ‌‌‌‌‌‌ډلې سره یې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

مېرمن ډیګر زیاته کړه، چې دواړو لوریو د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه خبرې وکړې.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته ادعا وکړه چې په افغانستان کې یې د نشه یي توکو تولید او قاچاق له منځه وړی دی.

خو نړیوال سازمانونه وايي، د طالبانو له لوري د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د منعې د فرمان سربیره له افغانستان څخه د هیروینو قاچاق په کمې بیې دوام لري.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د وروستي راپور له مخې، له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو څخه د کریسټال د نشه یي توکو قاچاق ۱۲ برابره ډېر شوی دی.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د کریسټال نشه يي توکو کچه له ۲.۵ټنو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹،۷ټنو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د تاجکستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د(وږي ۲۹مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وویل چې له افغانستانه د نشه‌ يي توکو قاچاق زښت زیات شوی دی.

امام علي رحمان وويل، چې د دوی سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه يي توکي نيولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

نن د سېپټمبر یوویشته د سولې نړۍواله ورځ ده

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۴ GMT+۱

خو د هغې سولې هیله چې افغانانو لرله ورته رسېدلي دي؟ یو شمېر افغانان وايي، هغسې چې افغانانو د سوله‌ییز او هوسا ژوند هیله لرله د تېرو پنځه څلویښت کالو په اوږدو کې يې دغه هیله همداسې یوه هیله پاتې شوه.

سږنی کال د سولې نړۍواله ورځ د سولې لپاره د عمل تر شعار لاندې لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش ویلي، سږ کال د سولې ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې انسانان او د ځمکې کره د سختو ستونزو سره مخامخ ده.

هغه وایي، سږنی کال انسانان د سیاسي، اقتصادي، امتیتي ننګونو او اقلیمي بدلونونو له امله د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي.
انتوني ګوترېش له دغه حالته د وتو ښه لار تر ۲۰۳۰ کاله د پاییدونکو پراختیایي موخو ته رسېدنه ګڼي، هغه په دې برخه کې د ځوانانو ونډه اړینه بولي.
ښاغلي ګوترېش په دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د اوربند اعلان کړی هغه وایي، په دغه ورځ باید په ټوله نړۍ کې‌‌‌‌‌‌ ډز بندي وشي، چې د هغه په وینا خلک د سولې په خوند پوه شي.
خو په اسیايي هېوادونو کې یوازي افغانستان دی، چې تل د داسې پېښو شاهد پاتې شوی چې وګړي يې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره په ځلونو قرباني شوي.
د سولې ارمانجنو افغانانو سولې ته د رسېدو په موخه په څه د پاسه ۴۵ کلونو کې د خپل هېواد لومړی درجه کسان له لاسه ورکړي؛ خو د سولې څرک لا هم نه دی لګېدلای.
د نړۍوالو اړیکو او سیاسي چارو شنونکی نظر محمد پاڅون وايي:«داوود خان له خپلې کورنۍ سره ووژل شو، حفیظ الله امین هم په ورته برخلیک اخته شو، نور محمد ترکی ووژل شو او دا تېر دوه کاله مخکې اشرف غني له هېواده ووت؛ خو افغانان هغه هیلو ته ونه رسېدل، چې تمه یې درلوده.»
د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د هېواد یو شمېر وګړو هیله لرله چې نور به په هېواد کې جګړه پای و مومي او طالبان به ممکن د نورو هېوادونو د واکمنانو په څېر زده‌کړو، اقتصاد، بیارغوني او ملي پخلاینې ته کار وکړي؛ خو لا هم په هېواد کې مرموزه وژنې، د ښځو په زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه او له هېواده د ځوانانو تېښته دوام لري.
د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي:« موږ هر ځل د سولې لوبه تر جګړي وروسته بایللې ده. موږ تمه لرله، چې طالبان به د تېر حکومت د کارکوونکو، پوځیانو او سیاسي چارواکو ته په خپل حکومت کې ځای ورکړي؛ خو هر څه برعکس شول، چې له امله يې په میلیونو کسان له هېواده ووتل.»
خو په ډېر کم شمېر کې طالب پلوه کسان وايي، اوس په هېواد کې د پخوا په شان جګړه نه شته او موږ اړ نه یو، چې د جګړي له امله خپلې مېنې پرېږدو.
بل خوا بیا یو شمېر نور افغانان په دې باور دي، چې طالبانو له افغانانو سره سوله نه ده کړي؛ بلکې له امریکا سره د یوه تړون له مخې واک ته رسېدلي او طالبان د حکومت او ملت جوړولو ظرفیت هم نه لري.

دغه ‌‌‌‌‌‌ډله خلک وایي، چې طالبان نه غواړي له روڼ انده افغانانو سره د سولې په چرګۍ کینې او د خبرو له لارې دغه د لسیزو روانه لانجه نوره د تل لپاره ختمه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره: له ښځو پرته نه بریالي کېږو

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د امريکا د سفارت شارژدافيره وايي، په دوحه کې يې د طالبانو له يوه پلاوي سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

کرن ډیکر وویل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښځو د مهم رول په اړه د افغان کارپوهانو وړاندیزونه ورته د ارزښت وړ دي او زیاتوي، چې له ښځو پرته به بریالي نه شو.

مېرمن ډیکر په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د سه شنبې په ورځ د طالبانو له یوې کاري ‌‌‌‌‌‌ډلې سره وشوه او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له نشه‎‌يي توکو سره د مبارزې په اړه په تخنیکي کچه وې، چې د دوی لپاره د ګډې اندېښنې وړ خبره ده.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې زیاته کړه، چې په دغې کتنه کې دواړو لوریو د نشه‌یي توکو د کر، قاچاقو د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې وويل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په ټولو برخو کې د نړۍوالې ټولنې د مرستې او د افغان مېرمنو د رول د څرنګوالي په اړه په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کارپوهانو وړانديزونه د ارزښت وړ دي او له ښځو پرته په دې برخه کې برياليوب نا شونی دی.

د مېرمن ډکر په خبره، نشه‌‎يي توکي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی.

د امریکا شارژدافیرې په اېکس پاڼه د خپلې لیکنې په دوام زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو په همکارۍ هڅه کوي یو ځل او د تل لپاره د افغانانو هغه هیله «ناقانونه ناوړه نشه‌یي توکي» له منځه یوړل شي.

ازادۍ جبهه: په کابل کې مو ۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام یې د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې یې په یوه چریکي برید کې ۷ وسلوال طالبان وژلي دي.

دغې جبهې نن چهارشنبې (د وږي ۲۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن ماښام اوه نیمې بجې یې د کابل په بادام باغ سیمه کې د طالبانو د امنیتي قرارګاه پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغې جبهې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې یو چا ته د ویشتلو امر کیږي او وروسته له بریده له یوې سیمې څخه د اور لمبې پورته کیږي.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا تایید وکړي، خو په وروستیو کې د طالبانو ضد یو شمېر ډلو بریدونه ښيي، چې د دوی فعالیت چټک شوی دی.

د انتقالي عدالت نړۍوال سازمان: په تېرو دوو کلونو کې ۲۹ افغان څارنوالان شکنجه او وژل شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان وایي، چې د افغان څارنوالو د شکنجه کولو، ګواښلو او وژلو په اړه د اسنادو له راغونډولو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د افغان څارنوالو ژوند ته اندېښمن دي.

یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د څارنوالو د ټولنې یو شمېر راپورونه تر لاسه کړي، چې ډېر اندېښمنوونکي دي.

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له پنځلسمې راوروسته نېږدې ۲۹ څارنوالان د طالبانو او یو شمېر جنایتکارو ډلو له خوا شکنجه او وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې یو شمېر جنایتکاران د طالبانو له خوا له زندانونو خوشې شوي او دوی د افغان څارنوالانو پر وړاندې ګڼ ګواښونه رامنځته کړي دي.

تر دا مهاله طالبانو د انتقالي عدالت د نړۍوال سازمان د راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ګڼو نړۍوالو سازمانونو دا ډول راپورنه د طالبانو له خوا رد شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د پخواني حکومت یو شمېر نظامیان ګواښلي، شکنجه کړي او ان وژلي دي.

طالبان په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور «پروپاګنډ» بولي

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي. یوناما د چارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبان بندیان د برېښنا کرنډونو، د ساه په بندولو او وهلو سره ربړوي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي: «د توقیف خونو او زندانو په ګډون د اسلامي امارت په هیڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو، ربړولو او ځورولو اجازه نشته.»

ښاغلی مجاهد د یوناما راپور د ناوړه تبلیغاتو برخه بولي او عقده يي چلند بولي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. د هغه په خبره، د طالبانو مشر حکم کړی چې له محکمې پرته څوک ووهل یا ونه ځورول شي او د دې ډلې ټولې ادارې د دې حکم په پلي کولو مکلفې دي.

یوناما هم وايي، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

یوناما «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» په نوم راپور کې ویلي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقيکرنډونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما وايي، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.