ازادۍ جبهه: په کابل کې مو ۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام یې د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې یې په یوه چریکي برید کې ۷ وسلوال طالبان وژلي دي.

د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام یې د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې یې په یوه چریکي برید کې ۷ وسلوال طالبان وژلي دي.
دغې جبهې نن چهارشنبې (د وږي ۲۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن ماښام اوه نیمې بجې یې د کابل په بادام باغ سیمه کې د طالبانو د امنیتي قرارګاه پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دغې جبهې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې یو چا ته د ویشتلو امر کیږي او وروسته له بریده له یوې سیمې څخه د اور لمبې پورته کیږي.
تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل نه شي کولی، چې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا تایید وکړي، خو په وروستیو کې د طالبانو ضد یو شمېر ډلو بریدونه ښيي، چې د دوی فعالیت چټک شوی دی.


د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان وایي، چې د افغان څارنوالو د شکنجه کولو، ګواښلو او وژلو په اړه د اسنادو له راغونډولو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د افغان څارنوالو ژوند ته اندېښمن دي.
یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د څارنوالو د ټولنې یو شمېر راپورونه تر لاسه کړي، چې ډېر اندېښمنوونکي دي.
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له پنځلسمې راوروسته نېږدې ۲۹ څارنوالان د طالبانو او یو شمېر جنایتکارو ډلو له خوا شکنجه او وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې یو شمېر جنایتکاران د طالبانو له خوا له زندانونو خوشې شوي او دوی د افغان څارنوالانو پر وړاندې ګڼ ګواښونه رامنځته کړي دي.
تر دا مهاله طالبانو د انتقالي عدالت د نړۍوال سازمان د راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ګڼو نړۍوالو سازمانونو دا ډول راپورنه د طالبانو له خوا رد شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د پخواني حکومت یو شمېر نظامیان ګواښلي، شکنجه کړي او ان وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي. یوناما د چارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبان بندیان د برېښنا کرنډونو، د ساه په بندولو او وهلو سره ربړوي.
خو ذبیح الله مجاهد وايي: «د توقیف خونو او زندانو په ګډون د اسلامي امارت په هیڅ یوه نظامي یا ملکي اداره کې هم د چا د وهلو، ربړولو او ځورولو اجازه نشته.»
ښاغلی مجاهد د یوناما راپور د ناوړه تبلیغاتو برخه بولي او عقده يي چلند بولي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. د هغه په خبره، د طالبانو مشر حکم کړی چې له محکمې پرته څوک ووهل یا ونه ځورول شي او د دې ډلې ټولې ادارې د دې حکم په پلي کولو مکلفې دي.
یوناما هم وايي، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.
یوناما «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» په نوم راپور کې ویلي، طالبانو په تېرو ۱۹ میاشتو کې تر ۱۶۰۰ ډیرې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.
یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقيکرنډونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.
یوناما وايي، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د دې ډلې یوه پلاوي دازبکستان په بلنه پرون د امنیت په تړاو د «ګډې همغږۍ» په غونډه کې ګډون وکړ. دې وزارت خپل اېکس کې لیکلي، دواړو خواوو «د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د ګډو پولو ساتلو، د امنیت د ټینګښت او ستونزو په موخه دوه اړخیزې خبرې وکړې.»
طالبان وايي، دې غونډې ته د دې ډلې د الفتح قول اردو پر چارواکو سربېره د بهرنیو چارووزارت د اړیکو رییس او د حیرتان بندر د کمیسارۍ مشر هم ګډون درلود.
طالبانو دا نه دي ویلي چې دا غونډه د ازبکستان په کوم ښار کې جوړه شوې وه او د ازبکستان کومو چارواکو پکې ګډون درلود.
ازبکستان د افغانستان د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادونو له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دې ډلې په واکمنېدو سره یې له افغانستان سره خپله راکړه ورکړه ساتلې ده.
ازبکستان هم د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څېر له ګډې پولې د وسلوالو له نفوذ وېرېږي.
د دغه هېواد ولسمشر پرون د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان حالات پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز لري.
د شوکت میرضیایف په خبره، خپلو ستونزو ته افغانستان یوازې پرېښودل به لویه تېروتنه وي.
ښاغلي میرضیایف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کشالې د حل لپاره سره یو موټی شي.

د ناورې د کډوالو شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې د افغانستان د بشري ناورین په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې اوسنی بشري ناورین د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ له امله رامنځته شوی دی.
این بي سي خبري شبکه په خپل یوه خبر کې وايي، چې د ناروې د کډوالو د شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې بکي روبي دغه څرګندونې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې کړې دي.
نوموړې زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو د تېرې دوه کلنې دورې پر مهال په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی او هم د دغې ډلې له خوا پر ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلي دي.
روبي وايي، چې افغانستان یوې هر اړخیزې او اوږدمهالې حل لارې ته اړتیا لري او د دغه هېواد ستونزې یوازې د بشري مرستو په زیاتېدو د حل وړ نه دي.
هغې وویل: “ په افغانستان کې پراخ اقتصادي ثبات او پراختیايي مرستو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي”.
د روبي په خبره، په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو کمزوري کېدل، د بانکي سکتور خرابېدل، د نړۍوالو مرستو کمېدل او پر دغه هېواد د لا زیاتو بندیزونو لګېدل د دې سبب شوي، چې د افغانانو ستونزې څو چنده زیاتې شي.
نوموړې زیاته کړه:” که څه هم نړۍواله ټولنه د بشري مرستو په برخه کې خپلې هڅې کوي، خو طالبان خپله سخت دریځې پالیسي لا هم عملي کوي”.
د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري ناورین خبره په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو طالبانو بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا مساله یوازې د نړۍوالو سازمانونو تبلیغات ګڼلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له بل هر وخت څخه روڼ اقتصادي پرمخګ کړی دی.
له دې وړاندې په افغانستان کې ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه، که چېرې له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې یو ګواښوونکی بشري ناورین رامنځته شي.

د افغانستان د شیعه علماوو د شورا یوه غړي د شیعه سیمو لپاره د علماوو د شوراګانو د جوړولو لپاره د طالبانو د مشر اقدام «ناعادلانه او له انصافه لرې» بللی دی. سید حسین عالمي بلخي په یوه یادښت کې لیکلي، دا ډول کړنې واټن زیاتوي او باید په اړه یې له سره غور وشي.
ښاغلي عالمي بلخي د دغو شوراګانو د جوړېدو د «ناعدالتۍ» په اړه څه ونه ویل، خو ښکاري موخه یې په دغو شوراګانو کې د شیعه علماو په پام کې نه نیول وو.
په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اوو ولایتونو د شورا ګانو د جوړولو لپاره جلا - جلا فرمانونه صادر کړل.
دا ولایتونه: بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، نورستان او سرپل دي.
ځینو شیعه عالمانو ویلي، چې د طالبانو د علماوو شورا ټول غړي سني دي.
دغه راز د ځایي رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغو شوراګانو یو غړی هم شيعه نه دی.
ښاغلي بلخي په خپل فیسبوک کې لیکلي: «په دې وروستیو کې د شیخ هبت الله اخوندزاده له خوا اعلان شوې ولایتي شوراګانې غیر عادلانه او له انصافه لرې دي. دا ډول اقدامات واټن زیاتوي او باید له سره پرې غور وشي.»
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د علماو شوراګانې جوړې کړې دي.
د طالبانو د مشر په فرمان کې راغلي: «د اسلامي نظام د پياوړتيا او پرمختګ لپاره له ديني عالمانو سره مشوره کول شرعي خبره ده».