د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره: له ښځو پرته نه بریالي کېږو

د امريکا د سفارت شارژدافيره وايي، په دوحه کې يې د طالبانو له يوه پلاوي سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د امريکا د سفارت شارژدافيره وايي، په دوحه کې يې د طالبانو له يوه پلاوي سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.
کرن ډیکر وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښځو د مهم رول په اړه د افغان کارپوهانو وړاندیزونه ورته د ارزښت وړ دي او زیاتوي، چې له ښځو پرته به بریالي نه شو.مېرمن ډیکر په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا لیدنه د سه شنبې په ورځ د طالبانو له یوې کاري ډلې سره وشوه او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه په تخنیکي کچه وې، چې د دوی لپاره د ګډې اندېښنې وړ خبره ده.د امریکا د سفارت شارژدافیرې زیاته کړه، چې په دغې کتنه کې دواړو لوریو د نشهیي توکو د کر، قاچاقو د مخنیوي، د روږدو کسانو د درملنې او د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.نوموړې وويل، له نشهيي توکو سره د مبارزې په ټولو برخو کې د نړۍوالې ټولنې د مرستې او د افغان مېرمنو د رول د څرنګوالي په اړه په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کارپوهانو وړانديزونه د ارزښت وړ دي او له ښځو پرته په دې برخه کې برياليوب نا شونی دی.د مېرمن ډکر په خبره، نشهيي توکي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی.د امریکا شارژدافیرې په اېکس پاڼه د خپلې لیکنې په دوام زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو په همکارۍ هڅه کوي یو ځل او د تل لپاره د افغانانو هغه هیله «ناقانونه ناوړه نشهیي توکي» له منځه یوړل شي.