د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۱

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او جلیل عباس جېلاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې.

د دغو خبرو ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي؛ خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په ګډون د روسیې او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پر اوسنیو مسایلو خبرې شوې.

روسیه د تلې په اوومه د افغانستان په اړه د مسکو د کوربه‌توب خبر هم ورکړی دی.

په دې غونډه کې به د پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

دغې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی هم بلل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ