• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په روغتیايي مرستو کې د طالبانو ونډې؛ د «خیرالبشر» په نوم موسسه له پروژو ونډه اخلي

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د یوې باوري سرچینې د رالېږل شویو اسنادو پر بنسټ، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي چارواکي له یوه بل طالب سره په ګډه د تمویلېدونکو روغتیايي قراردادونو د ترلاسه‌کېدو په موخه د «خیرالبشر» په نوم یوه شخصي موسسه جوړه کړې ده.

سرچینې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) زیاته کړه، چې د محمد داوود منصوري په نوم د طالب چارواکي اړوند دغه موسسه د باختر انکشافي شبکې (BDN) له لارې تمویلېږي او له قراردادونو څخه خپله ونډه اخلي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، نوموړی طالب چارواکی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو اړیکو رییس دی. د مفتي مطیع‌الله په نوم یو بل طالب چارواکی هم په دې موسسه کې شریک دی.

سرچینه وایي، چې د باختر انکشافي شبکې یا BDN له یونېسف ادارې څخه په یو شمېر روغتیايي برخو کې قراردادونه ترلاسه کړي، خو ۲۵ سلنه برخه یې د طالبانو «خیرالبشر» موسسې ته ورکړې ده.

یاده موسسه دا مهال د میدان‌وردګ ولایت په جغتو او سېداباد ولسوالیو کې فعالیت کوي.

د سرچینې په وینا، تر هغې وروسته چې په افغانستان کې د سویډن هېواد اړوند موسسې (SCA) فعالیتونه بند شول او باختر انکشافي شبکې (BDN) یې ځای ونیوه، د کاري پرسونل تنخاوې ۲۰ سلنه کمې شوي دي.

همداراز، هغو کارکوونکو ته چې پخوا به یې ۱۰۰ سلنه «حق‌الخطر» اخیسته، اوس د باختر انکشافي شبکه (BDN) یوازې ۷۰ سلنه «حق‌الخطر» ورکوي او «خیرالبشر» موسسې بیا دغه امتیاز ان ۴۰ سلنې ته ټيټ کړی دی.

سرچینې همداراز ویلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د طالب چارواکي محمد داوود منصوري اړوند «خیرالبشر» موسسه د خپلو کارکوونکو تنخاوې پر وخت نه‌ورکوي او په میاشتو-میاشتو یې ځنډوي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، یاد طالب چارواکی په پنجشېر ولایت کې هم د Move موسسې د روغتیا بېړني غبرګون (Health Emergency Response) له پروژه څخه ۲۵ سلنه ونډه اخلي او په وینا یې دا پروژه د یونېسف له خوا تمویلېږي.

د بهرنیو له‌خوا په تمویلېدونکو پروژو کې د طالبانو د لاس‌وهنو، باج‌اخیستنو او ونډو د نړۍوالو بنسټونو د مرستو په تړاو د شفافیت، حساب‌ورکونې او د کارکوونکو د حقونو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې د لاسوهنې او باج‌اخیستنې له امله په هېواد کې ګڼو بهرنیو بنسټونو خپلې پروژې او فعالیتونه په ټپه درولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د روسیې یوه فابریکه له افغانستان نه د کرومایټ ډبرې واردوي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د روسیې د اورینبورګ ولایت د نووترویتسک کروم ترکیبي موادو فابریکه،چې د اومو توکو د نشتوالي له امله یې فعالیت درېدلی و، د تولید د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د اورینبورګ سیمې د صنعت او انرژۍ وزارت په وینا، له افغانستان او ایران سره د کرومایټ ډبرو د واردولو هوکړه شوې ده، او اوس مهال د ترانسپورت لارو چارو ارزونه روانه ده.

دغه فابریکه د مارچ پر۱۳مه د قزاقستاني شرکتونو «کازکروم» او «وُسخود ټرېډینګ» له‌خوا د ډبرو د بندېدو له امله وتړل شوه.

د روسیې صنعت وزارت بیا د بدیلو عرضه کوونکو د موندلو لپاره بېړنۍ ناسته کړې ده.

اوس تمه کېږي چې له افغانستان او ایران نه نوي مواد یا کرومایټ ډبرې فابریکې ته ورسېږي، نو به وکولای شي چې تولید بیا پیل کړي.

د روسي سرچینو د رپوټ له مخې، یاده فابریکه په ۱۹۶۳ کال کې تاسیس شوې او د کرومایټ د پروسس په برخه کې تخصص لري.

د دې فابریکې محصولات په داخلي او نړیوالو بازارونو کې د بېلابېلو صنعتونو لپاره کارېږي.

طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې شپږ کرنیز کمپلېکسونه جوړوي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د کرنې د‌ پراختیا او کروندګرو د ملاتړ په موخه په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید شوې چې په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړیږي او کروندګرو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د دغې ډلې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي، لبنیاتو او نباتي غوړیو تولید او د ځان بسیاینې پالیسي تر ارزونې وروسته تایید کړې دي.

په خبرپاڼې کې ویل شوي، چې افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او د یادې طرحې په عملي کولو سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پرځان بسیا شي.

طالبان وايي، په هېواد کې د چرګانو ۱۴زره فعال فارمونه شته، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکې ۳۰۰زره کسان په کار بوخت دي.

طالبانو ویلي، د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحې له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم او لمر ګل نباتات کرل کیږي.

طالبان په دې باور دې چې د یادې طرحې د لومړۍ برخې په عملي کولو سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره شي.

سرچینې وایي طالبانو په تخار ولایت کې درې خبریالان نیولي

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

ځايي سرچینو په تخار ولایت کې خبر ورکړی چې طالبانو سید منیر هدف، د تصویر اونیزې مسوول او د تخار د ملي ژورنالیستانو اتحادیې رییس، اسدالله تیمور سیمه‌ییز خبریال او نصرت‌الله ابراهیمي د اریانا نیوز خبریال نیولي دي. د سرچینو په وینا، یاد خبریالان د طالبانو له خوا شکنجه شوي دي.

ځايي سرچینو د چارشنبې په ورځ، د غويي۱۷مه، خبر ورکړی چې د طالبانو ځواکونو دغه خبریالان دوه ورځې وړاندې نیولي او زندان ته یې انتقال کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، اسدالله تیمور له یوه خیاط سره تر لفظي شخړې وروسته، د وسلې په زور ګواښل شوی و. هغه دا موضوع د ټولنیزو رسنیو له لارې رسنیزه کړه. د سرچینو په وینا، یاد خیاط د طالبانو د استخباراتو د رییس خیاط بلل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د استخباراتو د رییس په امر د طالبانو جنایي مدیریت دغه خبریال ونیوه او تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې یې راوستی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر دې پېښې وروسته، لومړی سید منیر هدف او بیا نصرت‌الله ابراهیمي د اسدالله تیمور د خلاصون لپاره د طالبانو ادارو ته ورغلل، خو هغوی هم ونیول شول.

سرچینې وایي چې درې واړه کسان د طالبانو په جنایي مدیریت کې تر شکنجې لاندې راغلي او ښایي چې دوسیې یې د استخباراتو ادارې ته ولیږل شي.

طالبانو څو ځله ادعا کړې چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو د بښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان د خبریالانو او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ډلبندۍ له مخې، افغانستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او په ۱۷۵مه درجه کې ځای لري.

د حکمتیار زوی د مقاومت جبهې د سیاسي رییس خبرې ماشومانه وبللې

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رییس وروستۍ څرګندونې ماشومانه وبللې. عبدالله خنجاني ویلي، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او ټرمپ باید له طالبانو سره پرې ونه غږیږي.

حبیب الرحمان حکمتیار د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې « ملي، د مولۍ ارزښت نه لري، خو بګرام په ګرام پلوري».

حکمتیار وايي، چې « جهل او جهاد یې سره ګډ کړی او نه استقلال ارزښت لري او نه د ملت اراده».

د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او امریکا باید ددې اډې ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره ونه غږیږي.

د حکمتیار زوی وايي، « فکر کوي، چې امریکا د پېرنې میز ته ناسته ده او ګوري چې څوک کم قیمت وايي».

د حکمتیار د زوی په وینا، دا ښيي چې له خپل هېوادوال سره په مخالفت کې د ارزښتونو پلورل او پر حاکمیت معامله ددوی له نظره څومره اسانه ده.

د حبیب الرحمان حکمتیار څرګندونې ظاهرا د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر د رییس په غبرګون کې دي. خنجاني ویلي، چې د ترهګرو موجودیت، بګرام اډې ته د امریکا بېرته ستنېدل ناشوني کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د هند او پاکستان ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د سیمې په ګټه نه دی

۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتیدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی او د وضعیت لا ترینګلتیا د سیمې په ګټه نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هند له خوا پر پاکستان تر بریدونو وروسته د چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« د افغانستان اسلامي امارت امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.»

دا‌په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هند د پاکستان پر ۹ ځایونو بریدونه وکړل. پاکستان وايي، په یادو بریدونو کې ۲۶ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي، خو هند وايي، چې د بریدونو تلفات لس تنه دي.