بهاولپور، چې د هند د راجستان ترڅنګ تهر دښتې ته څېرمه پروت دی، د جېش محمد ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي. مریدکې، چې د لاهور ترڅنګ پرته ده، د حافظ سعید په مشرۍ لشکر طیبه ډلې مرکز دی. دا ډله د ممبيي ترهګریزو بریدونو مسووله ګڼل کېږي.کوټلي، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشميرکې واقع ده، د هند له پونج او راجوري سره ګډې پولې لري.
د غرونو په منځ کې پروت مظفراباد د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پلازمېنه ده چې ختیز پلو ته یې د هند د کشمیر سیمې بارامولا او کپواړه سیمې پرتې. دا سیمه د جماعت اسلامي د البدر مجاهدین، حزب المجاهدین، جیش محمد او لشکر طیبه ډلو مرکز ګڼل کیږي.
هند د دوشنبې پر ماښام له برید وړاندې د الوتنو یوه خبرتیاخپره کړې وه، چې له پاکستان سره پولې ته څېرمه ستر پوځي تمرینونه کوي.
هند رښتیا هم ترهګریز مراکز په نښه کړي؟
د غالب روایت له مخې په پاکستان کې د مذهبي سختدریځۍ او افراطیت ګوته ډېری خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ته نیول کیږي، خو دا د اصلي ملاتړو او تغذیه کوونکو شبکو له تحلیل پرته نیمګړې او سطحي ارزونه ده.
د افراطیت د ودې اصلي محرکات ډېری حکومتي ـ امنیتي پالیسۍ، ستراتیژیکې محاسبې او ایډیولوژیک بنسټونه دي، چې ډېری د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او پنجاب نه سرچینه اخلي. شنونکي دا سیمه د افراطي ډلو او د هغوی د جګړه ییز تفکر د تولید او روزنې مرکز بولي، چې تخریبي فعالیتونه او ورانکارۍ یې د هندي کشمیر، پښتونخوا او افغانستان پر جغرافیاوو متمرکز دي.
د پنجاب ایالت مرکز لاهور، چې د دغه ایالت مهم سیاسي-اقتصادي ښار ګڼل کیږي، د لشکر طیبه د مرکزي قوماندانۍ په نامه مشهور دی ، ځکه د مالي او افرادي قوت له اړخه یې ډېره تکیه پر دغه ښار ده. له دغه ښار نه شاوخوا ۲۹ کیلومټره لرې د شیخ پورې ولسوالۍ مُریدکی سیمه ددغې ډلې مرکز ګڼل کیږي چې د تېرې شپې په برید کې هندي توغندیو په نښه کړی. په مریدکي کې د مکه او مدینه په نومونو د لشکر طیبه دوه کالونۍ او د دې ډلې تعلیمي روزنځای (مرکز طیبه) د لشکر طیبه د نظامي مرکزونو حیثیت لري. هندي الوتکو دغلته ددې ډلې جومات (ام القری) هم په نښه کړی.
پخوا سپاه صحابه ترهګرې ډلې دلته فاروقیه جامعه او په فیروزپور کې مولانا اشرف علي تهانوي اشرفیه جامعه چلوله، چې د افغان جنګیالیو د استوګنې، ارام او روزنې مهم مراکز وو. په دغو مدرسو کې له فکري روزنې وروسته اکثریت طالبان د روزنې او جګړه ییزو دورو لپاره وزیرستان او افغانستان ته لیږل کیدل.
هند د پنجاب په بهاولپور کې د جیش محمد «سبحان الله» مرکزي دفتر هم په نښه کړی. د بهاولپور دوه ولسوالۍ رحیم یارخان او بهاول نګر د جیش محمد او نورو پاکستانیو مذهبي ډلو د افرادي قوت مهم مراکز ګڼل کیږي. د څیړونکو په باور، د رحیم یارخان مخزن العلوم، د خان پور عبدالله ابن مسعود مدرسه او د بهاولپور په چولستان کې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر «علي عثمان» پخوانۍ مدرسه او لویې ودانۍ ټولې د افغانستان او کشمیر د جنګیالیو په خدمت کې پاتې شوې دي.
پاکستان وايي، په بریدونو کې ۲۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي
په سیالکوټ کې د حزب المجاهدین روزنیز کمپ، او د «سرجال» په نامه بل د جنګیالیو روزنځای په نښه شوي دي. سیالکوټ او د پنجاب نور مهم ښارونه لکه فیصل اباد، ګوجرانواله او ملتان چې د پاکستان د سترو صنعتکارانو ښارونه دي، د لشکر طیبه، جیش محمد او حرکت المجاهدین مهم مراکز ګڼل کیږي او د افغانستان په شل کلنه جګړه کې باروت، د ځانمرګو واسکټونو توکي او نور چاودېدونکي وسایل د همدغو ښارونو له فابریکو قبایلي سیمو ته تلل چې په افغانستان کې د افغان حکومت او ناټو ځواکونو خلاف بریدونو کې وکاریږي. له دغو ښارونو نه جنګیالیو ډلو ته هرکال د زکات او مرستې په نامه لسګونه میلیونه روپۍ ټولیږي. سوداګر او صنعتکاران له جنګیالیو او مذهبي ډلو سره زیاتره مرستې د امنیتي ادارو د ځانګړو کړیو په غوښتنه کوي.
د هند د تېرې شپې د برید له اهدافو ښکاري، چې په غوڅ ډول یې د جیش محمد، لشکر طیبه او حزب المجاهدین پاکستانیو ډلو مرکزونه په نښه کړي.
هند له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې اوړي، په ۲۰۱۹ کال کې د بالاکوټ هوايي بریدونه هم کړي، خو تازه بریدونه یې د شمېر او اهدافو په لحاظ له لومړنیو هغو سره متفاوت او ستر دي. دغه راز د تېرو بریدونو تجربو هم ښايي ددغه برید د اهدافو په دقت کې له نوي ډیلي سره مرسته کړې وي. تر اوسه په برید کې د کارول شویو توغندیو ډول نه دی په ډاګه شوی او نه هم د جنګیالیو د مجموعي تلفاتو په اړه څه ویل شوي، خو د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بهاولپور ښار کې پر سبحانالله مرکز برید کې دده د کورنۍ لس تنه غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي. اظهر وايي، دده مشره خور او د هغې مېړه، دوه ورېرونه، ورېندار او د کورنۍ پنځه ماشومان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي. سره له دې، چې د پهلګام له برید وروسته په دوه اونۍ ځنډ کې اکثریت ادارې او مدرسې بندې شوې، خو د تلفاتو له څرنګتیا ښکاري، چې د جنګیالیو ډلو مشران او جګپوړي غړي خوندي ځایونو ته تللي.
پر جابه کلي د ۲۰۱۹ کال له برید سره هممهاله هم د جیش محمد ګڼ جنګیالي د شمالي وزیرستان خیسور سیمې ته ولیږدول شول. خیسور د شمالي وزیرستان له څو هغو محدودو سیمو شمېرل کیږي، چې د ضرب عضب له پوځي عملیاتو خوندي پاتې شوې. له دې وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې، چې د کشمیر، بالاکوټ او اوایبټ اباد ګڼې سیمې یوې ځواکمنې زلزلې ورانې کړې، پوځ او استخباراتو د جیش محمد په ګډون ټولې جنګیالۍ ډلې وزیرستان ته ولیږدولې، ځکه په سیمه کې د بشري عملیاتو پرمهال د هغوی د افشا کېدو یا په نښه کېدو وېره انګیرل کېده.
سندور سمبولیک نوم هم جنګیالیو او هغو مېرمنو ته یو پیغام ور کول دي، چې میړونه یې د پهلګام په برید کې له لاسه ور کړي.
پاکستان به کوم اهداف په نښه کوي؟
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو رییس برید جنرال احمد شریف چودري د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د هند د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې د پاکستان پر بېلابېلو «ملکي سیمو» ترسره شول، ۲۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. نوموړي وویل، چې هند د شپې مهال پر شپږ بېلابېلو ځایونو ۲۴ هوایي بریدونه کړي.
هغه ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د هند پنځه جنګي جېټ الوتکې او یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې، خو هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي چې د هند د یوې پلې لوا قرارګاه یې هم له منځه وړې، چې د هندي پوځ د ۱۵مې قول اردو تر نهمې فرقې لاندې یې کار کاوه. پاکستان دغه راز اعلان وکړ، چې هند عام ځایونه او جوماتونه په نښه کړي او وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی، چې ددفاع حق له ځان سره ساتي او د خپلې خاورې ددفاع توان لري. خو تراوسه پورې دا روښانه نه ده، چې د پاکستان دفاعي اقدام څه دی.
ظاهرا هند په پاکستان کې ډیری هغه مرکزونه په نښه کړي، چې د دغه هېواد د جنګیالیو ډلو روزنځایونه شمېرل کیږي. په ځانګړي ډول په مریدکي، بهاولپور او کشمیر کې چې کوم مرکزونه په نښه شوي، له دې وړاندې هم د پاکستان او نړیوالو رسنیو په رپوټونو کې د پاکستاني ترهګرو ډلو د مرکزونو په توګه معرفي شوي. د نوي ډیلي دریځ دادی، چې دوی اقتصادي، ملکي او نظامي اهداف نه دي په نښه کړي او یوازې یې د جنګیالیو ډلو مرکزونه هدف ګرځولي.
خو پاکستان که په متقابل اقدام لاس پورې کوي، د هند پر کومو اهدافو برید کولای شي؟
ظاهرا په هند کې داسې ډلې نه تر سترګو کیږي، چې د پاکستان پر وړاندې په جګړه کې ښکیلې وي، یا هغلته مرکزونه ولري، نو د اسلام اباد اهداف به ډېری واړه او نامشخص وي. پر پوځي او اقتصادي مرکزونو برید حساسیت پاروونکی دی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي.
سره له دې چې اسلام اباد وايي، هندي توغندیو ددوی د برېښنا یوه پروژه هم په نښه کړې، خو دا احتمال کم دی، چې پاکستان دې د هند پوځي یا د اوبو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.په دې توګه، ډېر احتمال دی، چې د ۲۰۱۹ کال متقابلو بریدونو په څېر د هند کم پامه او کم خطره اهداف په نښه کړي.
د جمعې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر په "پهلګام" نومې سیمه کې د ترهګریز برید نهمه ورځ شوه. په تېرو نهو ورځو کې د هند او د پاکستان تر منځ پوځي ناندرۍ او تبلیغاتي جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، او د شپې او د ورځې یوه او بل ته دړکې ورکوي.
د دواړو هېوادونو پوځونه د تیارسۍ په حالت کې دي او جنګي تمریناتو ته یې ادامه ورکړې ده، خو توده جګړه یوازې هغه تیت و پرک ډزې دي چې دواړې خواوې یې په کشمیر کې، په اصطلاح له کنټرول کرښې پر یوه او بل کوي.
درې ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ د شپې یوه نيمه بجه یو مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ او اعلان یې وکړ چې د پاکستان استخباراتو داسې معلومات لاس ته راوړي دي چې د راتلونکو ۳۶ تر څلوېښتو ساعتونو منځ کې د هند وسله وال پوځ په پاکستان باندې د برید کولو پلان لري. هغه هند ته خبرداری ورکړ، چې اسلام اباد به د نوي ډیلي برید ته کلک ځواب ورکړي. خو په ذکر شوي وخت کې هند د پوځي برید په ضمن کې کوم ګام اوچت نه کړ.
پاکستان د ډیپلوماسۍ په میدان کې په تکرار سره وايي چې هغه له ملګرو ملتونو یا بل درېیمګړي کمېسیون سره همکارۍ کولو ته چمتو دی، چې په کشمیر کې د شوي ترهګریز برید د عاملانو د معلومولو لپاره جوړ شي. پاکستان ادعا کوي چې هند تر اوسه په پېښه کې د پاکستان د لاس لرنې په تړاو کوم کوټلي شواهد نه دي وړاندې کړي، خو هند دا یوازې د پاکستان له خوا له پېښې نه د پام اړولو او په ځان د پردې اچولو هڅه بولي او وايي چې نوي ډيلی ځینې استخباراتي معلومات لري چې تل غوندې په دې تازه پېښه کې پاکستان ککړ دی او د څېړنې د کمېسیون جوړولو په باب د پاکستان وړاندیز ردوي.
هند د لشکر طیبه مرکز په نښه کوي؟
څلور ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار او د وسله والو ځواکونو د لویو جنرالانو په یوه غونډه کې د وسلهوالو ځواکونو مشرتابه ته واک او اختیار ورکړ چې په کشمیر کې د ترهګریز برید د غچ اخیستلو لپاره د پاکستان پر ضد د پوځي ګام اوچتولو پلان جوړ کړي او د دې کار لپاره دې نېټه هم وټاکي.
د هند له دغه تصمیم څخه دا خبره څرګندیږي چې نوی ډیلی له پاکستان سره د یوې پراخې، سترې یا د یوې عامې جګړې نیت نه لري. داسې ښکاري چې هند په پاکستان کې د یو محدود او مشخص پوځي ګام اوچتولو پلان لري، چې سبا ووایي چې دا د کشمیر ترهګریز برید د عمل غچ اخېستل شول او پاکستان ته سزا ورکړل شوه. خو ورسره دې ته هم پام کوي چې دغه ګام باید د دواړو هېوادونو تر منځ په یوه ستره جګړه بدل نه شي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. مارکو روبیو له هند سره د ترهګرو په برید کې شویو تلفاتو باندې خواخوږي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې نوی ډیلی به د غچ اخیستلو لپاره اوچتېدونکي ګام کې داسې حد ته نه درومي چې له هغه نه د هند او پاکستان ترمنځ ستره جګړه جوړه شي او باید دواړه هېوادونه د کشالو د حل لپاره له یو بل سره خبرې وکړي.
هغه پاکستان ته وویل چې د پېښې د څېړلو لپاره وړاندیز ښه دی، خو که د پېښې مسوولین په پاکستان کې وي، نو باید اسلام اباد د هغوی د له منځه وړلو په کار کې همکاري وکړي. د امریکا د دفاع وزیر د هند د دفاع وزیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له خوا نه د کشالې د حل په برخه کې له دواړو هېوادونو سره د رسمي تماس نه وروسته، د سترې جګړې امکانات کم شوي دي.
خو دا خبره حتمي ښکاري چې هند به هرومرو د پاکستان پر ضد کوم ګام پورته کوي.
د هند حکومت په ترهګریز برید کې درې کسان نېغ په نېغه ککړ ګڼي، او وايي چې په دوی کې یو تن یې د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر برید وروسته پټ دی، او دوه تنه یې په پاکستان کې دي. که د هند استخبارات په پاکستان کې د هغو کسانو موقعیت په اړه معلومات په لاس کې لري، نو دا امکان شته چې هلته د توغندي یا د ډرون له لارې برید وکړي. خو دا خبره هم یقيني ده چې د پاکستان پوځ به هم د هند برید ته ځواب ورکوي.
دیالوګ؛ د ای ایس ای رییس د ملي امنیت سلاکار په رول کې
نو مشکل دا دی چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو دومره لافې کړې دي چې دواړه به په یو بل ګوزار هرومرو کوي، خو دا ګوزارونه به داسې حدود ولري چې ستر جنګ ترې جوړ نه شي. له ګوزارونو وروسته به بیا د خبرو اترو نوبت وي.
ویل کېږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې د ایاېسای رییس پر خپلې دندې سربېره د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار هم وټاکه، ځکه د پاکستان او هند ترمنځ خبرې تل د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه کېږي. پاکستان کې دمګړۍ دغه څوکۍ خالي وه، نو پوځ غواړي چې له هند سره د خبرو اترو معامله هم په خپل لاس کې وساتي.
یوه بله عجیبه خبره دا ده چې پاکستان هر ځل په پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ تور پر افغانستان لګوي او هېڅ کوم ثبوت یا سند نه افغانستان ته او نه نړۍ ته وړاندې کوي، خو پر افغانستان د توغندیو، ډرونونو او الوتکو له لارې بریدونه کوي خو چې کله پرې خپله د هند له خوا ورته تور ولګي، نو بیا د ثبوتونو او اسنادو د وړاندې کېدلو غوښتنه کوي. دا دوه مخیتوب دی.
وروستۍ خبره دا ده چې نن په "نیو یارک ټایمز" کې د یوه پاکستانی ژورنالېست سلمان مسعود راپور چاپ شوی دی. په راپور کې راغلي چې که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې میډیا د جنګ نغارې ډنګوي او د جنګ لپاره د خلکو د لیوالتیا ادعاوې کوي، خو دغه ژورنالېست په اسلاماباد کې له ځینو پاکستاني اتباعو سره مرکې کړې دي، چې مرکه کوونکي جنګ بې ګټې او تاواني شی بولي او نظر ورکوي چې باید د خلکو ټولنیزو او اقتصادي مسایلو ته پام وشي او د هېواد وسایل د جنګ پرځای د دغو مسایلو د حل لپاره مصرف شي.
اسامه بن لادن د ۲۰مې پېړۍ یوه مهمه او بحثپارونکې څېره بلل کېږي. هغه د القاعده ترهګرې شبکې بنسټګر، په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح او هغه شخص و، چې د نړۍوال امنیت هنېداره یې بدله کړه.
د نوموړي د ژوند داستان د شتمنۍ له ماڼیو، د جهاد له مورچلونو، د غرونو له غارونو، تر ایبټاباد د خوندي کور تر دېوالونو پورې اوږد رسېږي. دا مقاله د تاریخ له واقعیتونو سره د هغه د ژوند مهم پړاوونه څرګندوي.
لومړی. له سعودي شتمنۍ تر اسلامي مفکورې
اسامه بن محمد بن عواد بن لادن د ۱۹۵۷م کال د مارچ په ۱۰مه د سعودي عربستان په جده ښار کې زېږدلی دی. پلار یې محمد بن لادن د یمنالاصله یو ودانیز شرکت خاوند و چې د سعودي سلطنت لهخوا یې سترې پروژې پلې کولې. اسامه د خپلې مور لهخوا له نورو وروڼو جدا او یو څه یوازینی و چې وروسته یې پر شخصیت ډېر اغېز وکړ.
بن لادن لومړنۍ اسلامي زدهکړې د سعودي په مدرسو کې ترلاسه کړې، خو وروسته یې د مدینې په پوهنتون کې د اقتصاد او مدیریت په برخه کې زدهکړې وکړې. همدلته یې د اخوانالمسلمین له افکارو او بیا د فلسطین، افغانستان او اسلامي نړۍ د حالاتو له کبله یوه راډیکاله اسلامي مفکوره خپله کړه.
دویم. د افغانستان جهاد، د جهاد خوند او بیا تر نړۍوال شهرته رسېدل
په ۱۹۷۹م کال کې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، اسامه بن لادن د جهاد له نارې سره د خېبرپښتونخوا پېښور ته راغی. نوموړي د «مکتبالخدمات» (Maktab al-Khidamat) په نوم بنسټ جوړ کړ چې له خلیجي هېوادونو څخه یې د پیسو، وسلو او رضاکارو عربو راجلب ته لاره هواره کړه. دا بنسټ د عبدالله عزام تر سلامشورې لاندې کار کاوه، چې د اسلامي نړۍ یو بل مشهور مفکر و.
په افغانستان کې اسامه نه یوازې مالي ملاتړ ورکاوه، بلکې له مجاهدینو سره یې جګړه هم وکړه. ده ته د تورا بورا غرونو او جلالاباد غرنیز چاپېریال د یو معنوي تحول پلازمېنه وه. دلته یې د عربو مجاهدینو شبکې، روزنیز کمپونه، او استخباراتي اړیکې ډېرې پراخې کړې.
اوس پوښتنه دا ده چې القاعده څنګه جوړه شوه؟
په ۱۹۸۸م کې، کله چې شوروي ځواکونو له افغانستانه د وتلو نیت وکړ، اسامه بن لادن احساس وکړ چې باید دا جهادي شبکه نړيواله کړي.د همدې فکر په پر بنسټ، القاعده يعنېبنسټ یا اساسیې د یوې نړۍوالې اسلامي جهادي ډلې په توګه جوړه کړه او موخه یې دا وه چې د غرب، په ځانګړي ډول د امریکا، نفوذ له اسلامي نړۍ څخه لرې کړي.
په ۱۹۹۲م کې بن لادن له سعودي فشارونو وروسته سوډان ته کډه وکړه. هلته یې خپلې شبکې ته بنسټیز مالي، ساختماني او استخباراتي بڼې ورکړې، خو د ۱۹۹۶م کال په اپرېل کېله نړۍوال فشار وروسته، سوډان هغه له دغه هېواده و ایسته.
بن لادن بېرته افغانستان ته راغی. دا ځل د طالبانو تر واک لاندې ملا عمر ورته د امن او خوندي پناه ورکړه. دی په ننګرهار، جلالاباد او بیا کندهار کې مېشت شو، د «دارالضیافه» کورونه یې جوړ کړلاو له طالبانو سره یو نظامي-ایډیالوژیک تړون رامنځته کړ. په همدې موده کې د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۷مه، القاعده د کینیا او تانزانیا په امریکايي سفارتونو خونړي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول.
پنځم.د سپټمبر ۱۱مه، د تاریخ خونړی برید او نړۍوال غبرګون
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه، القاعده د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو بریدونه تنظیم کړل. څلور الوتکې وتښتول شوې چې دوه د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز پر برجو ولګېدې، درېیمه د پینټاګون پر ودانۍ او څلورمه له خپل موخې نه مخکې راولوېده.په دې بریدونو کې تر درېیو زرو ډېر کسان ووژل شول. اسامه بن لادن په ویډیویي پیغامونو کې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست. دا پېښه د امریکا د بهرني سیاست مخ بدل کړ او د افغانستان پر ضد یې د پوځي یرغل پیل ته لار هواره کړه.
شپږم. تېښته، تورا بوړه او پاکستان ته پناه
امریکا د ۲۰۰۱م کال په اکټوبر کې پر افغانستان یرغل وکړ. د القاعده مشران، بن لادن او نور له کندهاره د ننګرهار بوړې غرونو ته وتښتېدل. هلته شدیدې بمبارۍ وشوې، خو اسامه وتوانېد د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتي. له ۲۰۰۲م تر ۲۰۱۱م پورې، اسامه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پټ ژوند درلود، چې وروستی او تر ټولو خوندي ځای یې د ایبټاباد ښار "بلټاون" سیمه وه. هلته یوه لویه ودانۍ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي، او اړیکې یې یوازې له محدودو کسانو سره وې.
اووم.د وژنې عملیات، د شپې یرغل او پای
د ۲۰۱۱م کال د مې په ۲مه د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما د ځانګړو ځواکونو عملیات تایید کړل. د د امریکايي پوځیوه ځانګړې او سمندري ځواک ډله د شپې پرمهال د هیليکوپټرو له لارې د بن لادن پر کور چاپه وکړه. دغو عملیاتو تر ۴۰ دقیقو پورې دوام وکړ او په پایله کې یې اسامه بن لادن د کور په دویم پوړ کې ووژل شو.د امریکا ځواکونو د هغه مړی له ځان سره بوت، ډياېناې (DNA) ټېسټ یې وکړ او بیا یې د عرب سمندر پر غاړه وغورځاوه. دا پرېکړه د نړۍوالو د شکونو لامل هم شوه، خو امریکا ټینګار وکړ چې د هغه قبر د زیارت په توګه نهشي کارېدلای.
اتم.القاعده تر بن لادن وروسته
تر اسامه وروسته، ایمنالظواهري د القاعده شبکې مشري واخیسته. القاعده کمزورې شوه، او د داعش په راڅرګندېدو یې سیالي له لاسه ورکړه. اوس القاعده یو پارچه او واحد ځواک نهلري، بلکې د ځايي څانګو په بڼه لکه: AQAP، AQIM، او al-Shabaab کې فعالیت لري، خو د اسامه بن لادن نوم لا هم د نړۍوالې ترهګرۍ له تر ټولو پېژندل شویو نومونو څخه دی.
اسامه بن لادن د شتمنۍ له ماڼیو تر جهادي غارونو پورې یو داسې داستان لري چې د شلمې پېړۍ سیاست، دین، جګړه او نړۍوال امنیت یې اغېزمن کړل. که څه هم وژل شوی، خو د ده مفکوره لا هم د ځینو ترهګرو لپاره ډلو الهام ګرځېدلی دی. نوموړی یو د تاریخ مهم څېره پاتې شوې چې د یو لپاره «اتل او د بل لپاره ترهګر» یادېږي.
له هغې ورځې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی، د حکومت جوړښت، تشکیلاتواو صلاحیتونو په برخه کې دوامدار بدلونونه رامنځته شوي دي. که څه هم دا بدلونونه ظاهراً د بودجې د کموالي او ادارې اصلاحاتو تر نامه لاندې توجیه کوي.
خو د وروستیو تحولاتو له ارزونې داسې ښکاري چې دا پرېکړې یوازې اقتصادي دلایل نه لري، بلکې د واک پر سر ژور اختلافونه، شخصي رقابتونه او د قدرت د تمرکز هڅې هم تر شا پټې دي.
د خلیل الرحمن حقانې په اړه ویل کېدل چې نوموړي له امارت د باندې د ولسونو، قومونو، سیاسي څېرو او همدارنګه د مخالفینو سره هم د ښو اړېکو د جوړولو په برخه کې ډېر ګټور وو. داچې دداسې شخص وژل د سیاسي اختلافاتو نتیجه ده او که د نظامي مخالفينو، هغه څه دي چې تر اوسه یې د حقاني شبکه هم په تردد کې اچولې ده. دغې موضوع نه یوازې د عامو خلکو ذهن ته پوښتنې راولاړې کړې دي، بلکې د حقاني شبکې دننه یې هم شکونه او ترددونه پیدا کړي دي. البته یو څه چې تر ډېره حتمي ښکاري، هغه دا ده چې تر وزارت پورې د یوه انتحاري رسېدل، د داخلي همکارۍ پرته ناشوني دي.
له بل پلوه، د کورنیو چارو وزارت هم د اختلاف یوه مهمه ساحه ده. سرچینې وایي چې د ملا هبتالله له خوا د دې وزارت وزیر له واکه لوېدلی، صلاحیتونه یې معین ته ورکړل شوي، وفاداران یې نورو ولایتونو ته بدل یا منفک شوي دي. د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله له لورې د خوست ولایت له لومړۍ درجې درېیمې ته د تنزیل حکم رد کړی او د امیر حکم یې غیرقانوني بللی. دا ډول مخالفتونه د طالبانو په جوړښت کې د مرکزي واک پر وړاندې د ځینو حلقو مقاومت څرګندوي.
تر ټولو جالبه موضوع دا ده چې امریکا د کورنیو چارو د وزیر خلیفه حقاني پر سر اعلان شوې لس میلیونه ډالري جایزه لغوه کړې، چې دا کار نه یوازې د طالبانو دداخلي رقیبانو د شکونو لامل شوی، بلکې د طالبانو مشر یې اندېښمن کړی هم دی. ځینو کسانو د حقاني شبکې د نفوذ کمولو لپاره داسې خبرې هم کوي چې که کورنیو چارو وزیر د امریکا ضد وي، نو دده پر سر دا جایزه ولې لغوه شوه؟ دا شکونه ښيي چې طالبانو ته بهرنۍ اړیکي هم د داخلي وفادارۍ پر کچه اهمیت لري.
د طالبانو له وروستیو اقدامونو داسې ښکاري چې د تشکیلاتو کمښت یوازې یو ظاهري اقدام دی؛ تر شا یې د ملا هبتالله له خوا د قدرت پراخولو، د رقابتونو لمن تنګولواو خپلو باوري کسانو ته د واک ورکولو ستره هڅه روانه ده. د واک پر سر داخلي اختلافونه، د صلاحیتونو محدودول، د سیاسي شخصیتونو منزوي کول او د مالي منابعو تمرکز، ټول د دې نښه ده چې د طالبانو دننه د یو قوي، خو انحصاري مرکز جوړېدو هڅې روانې دي.
که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، ښایي د طالبانو داخلي صفونه لا ډېر وپاشل شي.یوه خبره د مطلق اکثریت طالب چارواکو، خواخوږو او ملاتړو ترمنځ متفق علیه ده او هغه د ملاهبت الله د سیاست او تګلارې زیانونه امارت او افغانستان ته دي چې ټول ورسره مصلحتاً سرښووري، اما دا سرښورونه شاید نور دوام ونکړئ.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکه د اوږدې شخړې، درېیو لویو جګړو او پرلهپسې سرحدي نښتو شاهده پاتې شوې دي. که څه هم د رسنیو راپورونه او سیاسي څرګندونې تل دا وضعیت داسې انځوروي چې ګواکې جګړه نږدې ده، خو واقعي وضعیت دا نه دی.
دواړه هېوادونه د کورنیو ستونزو لکه اقتصادي ستونزو، ولسي مخالفت او کمزورې حکومتوالۍ سره مخ دي او شخړه یې یوازې یوه سیاسي وسیله ده.
د شخړې تکرارېدونکی دور
د ۱۹۴۷، ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جګړو دا ثابته کړه چې هند او پاکستان دواړه په جګړه کې پایله نه شي ترلاسه کولی. د هرې جګړې وروسته یو ډول سولې ته تمایل راغلی؛ خو بیا هم د ترهګریزو بریدونو، سیاسي ناندریو، یا سرحدي بریدونو له کبله د اړیکو فضا خرابېږي.
د هند لومړی نریندرا مودي د اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او مذهبي تفرقو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی. د ده حکومت د انتخاباتو د ګټلو لپاره تل د پاکستان ضد تګلاره غوره کړې. د ولسي پاملرنه د خپل حکومت له ناکامیو څخه اړولو لپاره، د پاکستان پر ضد دریځ یو مؤثره حربه ګرځېدلې.
دا چاره یو ژور تاریخي شالید لري چې همېشه هند د پاکستان پر ضد دریځ د حکومتونو د تداوم لپاره د یو روایت لپاره کارولی دی.
پاکستان: کمزوری اقتصاد او پیاوړی داخلي کړکېچ
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. افراطیت، د بهرنیو پورونو زیاتوالی او د حکومتي ادارو کمزوري د دې سبب ده چې دا هېواد د جګړې توان نه لري؛ خو د پوځ او سیاسي مشرانو لپاره د هند سره لفظي جګړه یوه داسې وسیله ده چې ورسره کولی شي خپل سیاسي مشروعیت خوندي کړي.
د شهباز شریف په مشرۍ جوړ شوی مشترک حکومت د عمران خان له ګوند سره په کړکېچ اوښتی، عمران خان زنداني دی او ګوند یې د پاکستان په پارلمان کې په دویمه درجه ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
دا داخلي سیاسي اختلاف د دې سبب شوی چې په حکومتي چوکاټونو اعتبار کم شي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا زیاته شي، چې په داسې مهال له هند سره ټکر د حکومت لپاره د ملاتړ روایت ایجادولی شي؛ خو د جګړې امکان نه شي زیاتولی.
ولې جګړه نه کېږي؟
۱. اقتصادي محدودیتونه
هند او پاکستان دواړه د جګړې اقتصادي توان نه لري. جګړه به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نړۍوالو اړیکو لپاره به هم خطرناکه وي.
هند که څه هم له پاکستانه په ښه اقتصادي وضعیت کې دی؛ خو که د جګړې ډګر ته ښکته کیږي دا په دې معنا چې د پرمختګ له کرښې اوړي او په یو وخت کې چین او پاکستان سره په مخامخ اختلاف اخته کیږي.
۲. ولسي مخالفت
دواړو هېوادونو کې خلک جګړه نه غواړي. که څه هم د جګړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې احساسات پارېدونکي دي؛ خو ولسونه د سولې، کار، زدهکړې او روغتیا غوښتونکي دي، نه د جنګ او وینې تویېدو. دا ښکاره ده چې جګړه د ولس غوښتنه نه ده، بلکې د سیاستوالو اراده ده.
۳. اټومي وسلې او متقابل بازدارنده ځواک
هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري. دا وسلې یو بل ته د برید مخه نیسي، ځکه د جګړې هره تېروتنه کولی شي د سیمهییز ناورین لامل شي. همدې دلیل جګړه ناممکنه کړې ده.
د سپای کرونیکل کتاب: د استخباراتي همکارۍ شواهد
The Spy Chronicles چې د هند د RAW او د پاکستان د ISI پخواني مشران یې لیکوالان دي، ښيي چې دواړه استخباراتي ادارې پخوا پټې اړیکې او همکارۍ لرلې. په دې کتاب کې راغلي چې:
دواړو ادارو د سولې لپاره پټې هلېځلې کړې.
دواړو هېوادونو له جګړې نه، بلکې له خبرو اترو ډېر څه ترلاسه کولی شول.