طالبان په بلخ ولایت کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت یوه جهادي مدرسه جوړوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د شنبې په ورځ د (تلې په لومړۍ نېټه) بلخ ولایت کې د یوې جهادي مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودنې خبر ورکړ. دغه اژانس لیکلي، د دغې مدرسې جوړول ۱۵۰ زره ډالره لګښت لري چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې جوړېږي.

طالبانو د څه د پاسه دوو کلونو واکمنۍ کې، په بېلابېلو ولایتونو کې د جهادي مدرسو د جوړولو کار پیل کړی.
دغې ډلې په داسې حال کې د جهادي مدرسو د جوړولو کار چټک کړی، چې د شپږمږ ټولګیو پورته ښوونځي د نجونو لپاره تړلي دي.