په کابل هوايي ډګر کې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د طالبانو ناسته

باختر خبري اژانس وايي، طالب چارواکو د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له پلاوو سره په کابل هوايي ډګر کې درې اړخیزه ناسته وکړه. ځینې رسنۍ وايي، په دې غونډه کې د ازبکستان د کانونو او ټرانسپورټ وزیرانو بابر اسلاموف او الهام محکموف هم ګډون درلود.

باختر خبري اژانس وايي، په دې غونډه کې د کانونو، د ځمکني ټرانسپورټ پر پراختیا، پټلۍ او د منځنۍ او سوېلي اسیا پر نښلولو خبرې وشوې.

د دې ناستې په هکله نور مالومات نشته.