د یوې میاشتې په لړ کې له کابو شلو زرو کورنیو سره بشري مرستې شوې
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد په نولسو ولایتونو کې یوازې تېره میاشت څه باندې شلو زرو بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستندویه ادارو لهخوا مرستې شوې دي.
د دغه وزارت د راپور له مخې، د تېرو جګړو او طبیعي پېښو د اغېزو له امله ۲۲ زره ۶۰۲ کورنیو سره په هرات، غزني، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، ننګرهار، میدان وردګ، جوزجان، بامیان، کندهار، بادغیس ، پروان، بدخشان، خوست، غور، بغلان، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ مرستې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې له دغه بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، روغتیایي کڅوړو او په ځینو نورو برخو کې د مرستندویه ادارو مرستې ویشل شوې دي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې نړۍوال مرستندویه بنسټونه د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي او په دې وروستیو کې د خوړو د نړۍوال پروګرام اجرایوي مشر خبرداری ورکړی، چې دغه اداره د اکټوبر میاشتې د تېرولو لپاره کافي بودجه نهلري او که مرستې ورنه کړل شي، د افغانستان پرېښودو ته به اړ شي.
د دغو مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې د بشري ناورین احتمال هم اندېښنې راپارولې دي.