• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د جګړې په تړاو د ټرمپ خبره د سوشل میډیا کاروونکو د هند پاکستان جنګ سره تړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۳ GMT+۱

په ټولنيزو رسنیو او ټلویزیونو کې د ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډيو په پراخه کچه خپره شوې او «پرېږدئ چې جګړه وکړي» دا جمله یې څو ځله تکرار کړې. ګڼو کاروونکو دا خبري د هند او پاکستان د روانې ترينګلتيا سره تړلې دي؛ خو هغه دغه خبرې په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د وضعت په اړه کړي وې.

په ټولنيزو رسنيو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډو د هند او پاکستان تر جګړې وروسته ډېره خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «پرېږدئ، چې جګړه وکړي»

ترمپ دغه خبره ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې ته په اشارې کړې او د هند او پاکستان مداخلې په اړه يې خبرې کړې وې.

نوموړي دغه خبرې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲مه د کابينې په لومړۍ غونډه کې د یوې خبريالې د پوښتنې په ځواب کې کړې وې.

هغه مهال خبريالې له ټرمپ څخه په افغانستان کې د هند د رول په اړه پوښتنه کړې وه او ټرمپ د دې پوښتنې سره مخالفت هم ښودلی و.

هغه ویلي و: « نه هند او نه امریکا باید د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې ښکېل شي.»

ټرمپ هغه مهال زياته کړې وه: «زه فکر نه کوم هند دي په افغانستان کې ښکېل وي، زموږ جنرالانو ته مې هر څه ورکړل؛ خو هغوی هم هلته ښه نتیجه ور نه کړه، هغوی ۱۹ کاله هلته وجنګېدل.»

د ټرمپ د خبرو دغه برخه د ۲۰۲۵ کال په مۍ مياشت کې بیا خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «ولې يې نه پرېږدو چې جګړه وکړي؟ ولي ځان ورګډو؟ ما وویل پرېږدئ چې جګړه وکړي.»

د هغه دا خبرې د افغانستان وضعت ته اشاره وه نه د هند او پاکستان ترینګلتیا ته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د غزې عیسویان له نوي پاپ نه په دې سیمه کې د سولې ټینګښت هیله‌ لري

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د غزې په تړانګه کې د عیسويانو یوې ټولنې د نوي کاتولیک پاپ د ټاکنې هرکلی کړی او هیله‌من دي چې هغه به په دې جګړه‌ځپلې سیمه کې د سولې ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په غزه کې د کلیسا د بېړني کمېټې مشر جورج انتون د پنجشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ د نوي پاپ ټاکنې ته خوښ یو. هیله‌من یو چې هغه لکه د پاپ فرانسس په څېر د غزې له خلکو سره خواخوږی اوسي.»

پاپ فرانسس په ۲۰۲۳ کال کې د غزې په تړانګه کې د جګړې پرمهال په مکرر ډول د سولې هڅو لپاره خپل ملاتړ ښودلی و. د واتیکان رسنیو په وینا، هغه تر جګړې څو ساعته وروسته د غزې له کلیسا سره اړیکه نیولې وه او دغې اړیکې د جګړې تر پایه پورې دوام درلود.

د غزې د عیسویانو ټولنې غوښتنه تر هغه وروسته کېږي چې امریکایی رابرټ فرانسس پرووسټ د کاتولیکانو د نوي پاپ په توګه ټاکل شوی دی.

دی تر هغه وروسته د کاتولیکانو د مشر په توګه ټاکل کېږي چې له دې وړاندې پاپ فرانسس په روم کې تر یوې مودې ناروغۍ وروسته مړ شو.

پاپ فرانسیس د روم کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکایی مشر و. هغه په اصل کې «جورج ماریو برګوګلیو» نومېده او په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ په توګه ټاکل شوی و.

زيلينسکي ټرمپ ته: که روسيه بې له شرطه اوربند مني دوی هر ډول خبرو ته چمتو دي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې ویلي که روسيه بې له قید او شرطه اوربند عملي کوي، دوی چمتو دي، چې په هره بڼه د سولې خبرې پيل کړي. نوموړی زياتوي، چې له ټرمپ سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو ترڅنګ روسيې ته د ۳۰ ورځو اوربند وړانديز کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمر زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له ولسمشر سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو په اړه خبري کړي او دامهال د ۳۰ ورځني اوربند د منلو په اړه د مسکو ځواب ته په تمه دي.

نوموړي لیکلي، که روسیه رښتیا جګړه ختمول غواړي باید خبرې له اوربند څخه پیل کړي.

زيلينسکي ټينګار کړی، چې اوکراین ډيپلوماسۍ ته ژمن دی.

تر دې وړاندې د کریملین یوه ویاند ادعا کړې وه، چې کییف د خبرو اترو لپاره جدي نه دی، خو اوکراین وایي چې لا هم د مسکو عملي اقداماتو ته په تمه دی.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکي: د پاکستان پر پوځ په شپږو بریدونو کې ۴ پوځيان وژل شوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱

بلوڅ ازادۍ غوښتکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په کيچ، مستونګ، کچهي او نورو سیمو کې يې د پاکستان پر پوځیانو ۶ بریدونه کړي، چې پر مهال یې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳ نور ټپيان شوي دي. بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ځايي خلکو ته خبردارۍ ورکړی، چې د پوځ سره له همکارۍ لاس واخلي.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پر پوځ او امنيتي پوستو یې شپږ بريدونه کړي او پاکستاني پوځيانو ته یې تلفات اړولي.

په اعلاميه کې ویل شوي، چې تېره ورځ يې پر پاکستاني پوځيانو د دشتک په سيمه کې د ماین چاودنه کړې، چې پر مهال یې يو پاکستانی پوځي وژل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخي، چې د پوځ پر بېلابېلو پوستو یې په جلا بریدونو کې ۲ پوځیان وژلي او ۳ نور يې زخميان کړي دي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتنکو په خبره، چې په دې بریدونو کې يې د پاکستاني پوځ ګادي هم سوځولي او یو شمېر پوځي تجهیزاتو ته يې اور هم اچولی دی.

دوی له خلکو په جدي ډول غوښتي، چې د پوځ سره د همکارۍ لاس واخلي کنه ګيله يې له ځانه ده.

د بلوچ ازادۍ غوښتونکو ددغه ادعا په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت رسنیو ته څه ندي ویلي.

زلمی خلیلزاد: هند د جیش محمد ډلې مشر عبدالرووف اظهر وژلی دی

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ادعا کړې چې هند په خپلو بریدونو کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر ورور عبدالرووف اظهر وژلی، نوموړي د اظهر په وژلو له هند مننه کړې.

هند د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له تېرو دوه ورځو راپدېخوا هوایي او ځمکني بریدونه پېل کړي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اخوښتې ده.

زلمي خلیلزاد په ایکس ادعا کړې چې هند په دغه بریدونو کې د جیش محمد ډلې د مشر ورور عبدالرووف اظهر وژلی دی.

نوموړي لیکلي: «د پاکستان پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې، هند بریالی شوی چې ظالم ترهګر عبدالروف اظهر ووژني، هغه څوک چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د "وال سټریټ ژورنال" خبریال ډینیل پرل سر یې په بې‌رحمانه توګه پرې کړی و. دا یوه هغه پېښه وه چې د نړۍ خلک یې لا هم یاد لري. عدالت تأمین شو. له هند څخه مننه.»

د جیش محمد مشر، مسعود اظهر، ورور عبدالرووف اظهر په ۱۹۷۴ ز کال کې په پاکستان کې زېږېدلی دی. هند پر هغه تور لګوي چې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. په دغو پېښو کې د ۱۹۹۹ ز کال د هندي الوتکې (IC 814) تښتونه، د ۲۰۰۱ ز کال د هند پارلمان برید، او د ۲۰۱۶ ز کال په پټانکوټ کې د هندي هوایي ځواکونو پر اډې برید شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت په دسمبر ۲۰۱۰ کې پر عبدالرووف بندیز ولګاوه او په یوه بیان کې یې وویل: "عبدالرووف د جیش محمد یو لوړپوړی مشر دی چې د یادې ډلې لپاره فعالیت کوي."

د امریکا متحده ایالات وايي چې عبدالرووف اظهر، د جیش محمد د مشرانو په توګه، له پاکستانیانو غوښتنه کړې وه چې د سختدریځو فعالیتونو برخه وګرځي. نوموړی په ۲۰۰۷ ز کال کې د جیش محمد سرپرست مشر او د دې ډلې د استخباراتي چارو همغږی کوونکی پاتې شوی دی. پر هغه دا تور هم لګېدلی چې په هند کې یې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم مسؤولیت درلود. نوموړی د جیش محمد له سیاسي څانګې او د روزنې له څانګې سره هم تړاو درلود.

د طالبانو د سوداګرۍ وزير د ایران له سفير سره د سوداګریزو اړیکو د زياتوالي په موخه کتلي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او د صادراتو د زياتوالي په موخه کتلي دي. طالبانو زياته کړې، چې په ناسته کې د اومې ګډې اقتصادي کمېسيون د غونډې او ګډو صنعتي شرکتونو پر جوړولو هم خبري شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نورالدین عزيزي په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بيکدلي سره په لیدنه کې د چابهار بندر په اړه د درې اړخیزې ناستې پر جوړولو هم بحث کړی.

د طالبانو د اعلامیې له مخي، چې په ناسته کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د هوکړه لیک، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر او سوداګرو پر سفر او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر زياتولي هم خبري کړي دي.

په ناسته کې افغاني او ایراني سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرېدو ټينګار شوی دی.

د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ورته تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي.

ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.

د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.