• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هانګژو سیالۍ؛ افغانستان د لومړنۍ لوبډلې په توګه د رژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د افغانستان ورزشي کاروان په پنځلسو ورزشي رشتو کې د ۱۲۸ کسانو په ګډون لومړنۍ لوبډله وه چې د هانګژو اسیايي لوبو د پرانیستې مراسمو په پرېډ یا رژه کې څرګند شو. دې سیالیو ته د افغانستان له خوا په تللي کاروان کې ۸۲ لوبغاړي او ۴۶ نور هم روزونکي او ور سره پلاوی دی.

د رژې مراسمو کې کیمیا یوسفي او محمد خالد هوتک د افغانستان ملي بیرغ نیولی و.

په دغو لوبو کې د افغانستان ۱۷ ښځینه لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

که څه هم له افغانستان کومه لوبغاړې دې لوبو ته نه ده پرېښودل شوې، خو ګډونوالې افغان لوبغاړې له بهر دغو لوبو ته تللې دي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د هانګژو اسیايي لوبې؛ افغان ابدالیان کرېکټ لوبډله هم چین ته روانه شوه

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د افغان ابدالیان په نوم د افغانستان د کرېکټ دویمه لوبډله په اسیايي هانګژو سیالیو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ چین ته روانه شوه. افغان کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبډله کې داسې کسان دي چې د کرېکټ ملی لوبډله کې غړیتوب لري.

د دې لوبډلې مشر ګلبدین نایب ټاکل شوی چې په کرېکټ ملي لوبډله کې احتیاطی لوبغاړی دی.

په هانګژو سیالیو کې د نارینه وو کرېکټ لوبې د سپټمبر پر ۲۷ پیلېږي او ۱۵ ورځې به روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د دغه هېواد کرېکټ لوبډله به په کوارټر پایلوبه کې دې سیالیو ته ووځي.

افغان تکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي په مکسیکو کې د جي ۵ نړیوالو سیالیو کې دریم مقام خپل کړ

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د پاراتکواندو او د اروپا اتله ذکیه خدادادي د مکسیکو په جي ۵ نړیوالو سیالیو کې د دریم مقام خپلولو سره د برنزو مډال وګاټه. په مکسیکو کې د جي ۵ پاراتکواندو سیالۍ د څه باندې ۵۰ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

د دې سیالیو په لومړي پړاو کې مېرمن خدادادي له استراحت سره مخامخ شوه. په بل پړاو کې هغه د سویلي کوریا له سیالې سره مخ شوه چې ۵-۱۷ امتیاز سره یې وګټله.

خدادادي په نیمه پایلوبه کې د پیرو له یوه سیال سره شیاپ چانګ ته لار پیدا کړه.

هغې باید په پای لوبه کې د توکیو المپیک له قهرمانې سره سیالي کړې وای، خو په دې لوبه کې یې ماتې وخوړه او د برنزو مډال یې ترلاسه کړ.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې طالب ورزشي چارواکو ته په هانګژو سیالیو کې د ګډون اجازه ور نه کړه

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱

چین ته د افغانستان انټرنشنل لېږل شوی خبریال د اسیایي لوبو د تنظیموونکو، د اسیا اږلمپیک شورا او د ااولمپیک نړیوالې کمېټې په حواله وايي، دې لوبو ته د ښځینه ورزشکارانو د نه لېږلو له امله د طالبانو ورزشي چارواکو ته هم چین ته د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه.

د افغانستان سپورتي کاروان د پنځلسو ورزشي رشتو په چوکاټ کې ټولټال ۱۲۸ ورزشکاران او د پلاوي غړي لري چې له دې جملې ۸۲ لوبغاړي او ۴۶ روزونکي او تخنیکي کارکوونکي دې چې تمه ده د هانګزو په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي.

د معمول په څیر باید د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان ورزشي چارواکي هم په دغه کاروان کې موجود وای. خو چین ته د دوی سفر د اولمپیک د نړیوالې کمېټې له خوا په افغانستان کې د ښځو د ورزش د نه فعالیت او د دې کمېټې له حکم نه د سرغړونې له امله لغوه شوی دی.

د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټې مشر حفيظ الله ولي رحيمي چې د اولمپیک نړیوالې کمېټې سره رسمیت لري، په هانګژو کې به حضور ولري او د افغانستان د تکواندو فدراسیون منشي حشمت الله رسا به د افغانستان د سپورتي کاروان مسوولیت ولري.

د يادونې ده، چې د يادو کسانو د سفر پر لغوه کېدو سربېره هانګژو ته د فوټبال او نښه ويشتنې لوبډلو سفر هم د سپورت ادارې له خوا لغوه شوی دی.

تمه کیده چې په دې لوبو کې له افغانستان څخه ۱۷ سپورټي رشتې ګډون وکړې خو اوس ۱۵ رشتې په هانګژو سیالیو کې ګډون کوي.

د هانګژو اسیایي سیالۍ؛د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په خپلې دویمې لوبه کې هم ماتې وخوړه

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د هانګژو اسیايي سیالیو پر دوام، د فلېپین پر وړاندې د ۳-۰ ماتې وخوړه. افغانستان په لومړي سېټ کې د ٢٣-٢٥، دویم سېټ کې د ١٦-٢٥ او درېیم سېټ کې یې د ١٢-٢٥ په توپیر ماتې وخوړه.

دغې لوبډلې په تېره سیالۍ کې هم د جاپان پر وړاندې درې پر صفره ماتې خوړلې وه.


د هانګژو په اسیایي سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په اېف ګروپ کې د جاپان، فلیپین او اندونیزیا سره همډله ده.

دغه لوبډله د ډله‌ییزې لړۍ په وروستۍ لوبه کې نن د اندونیزیا پر وړاندې لوبېږي.

میوند چمپینز د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو ټيسټ کرېکټ سیالیو اتل شو

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ ټیسټ کرکټ سیالیو پای لوبه نن په درېیمه ورځ د میوند اتلانو په بریا سره پای ته ورسېده. میوند اتلانو په ډېرې اسانې سره وشو کولې په نهم اور کې د درېیو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او د اتلولۍ جام خپل کړي.

دا لوبه دوه ورځې وړاندې د هندوکش سټرایکرز او میوند چمپینز ترمنځ پیل شوه.

د هندوکش لوبغاړو په دوو اورونو کې ۳۳۴ او ۸۷ منډې جوړې کړې وې. د میوند کرکټ لوبډلې لوبغاړو د درېیمې ورځې له پای ته رسېدو مخکې دواړه هدفونه پوره او اتلولي یې خپله کړه.

په دې سیالیو کې د ماهیپر سټارز او پامیر لیجنډز لوبډلې درېیم او څلورم مقام خپل کړ.

د هېواد د زونونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ د لومړۍ درجې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالیو شپږم پړاو په ننګرهار او خوست ولایتونو کې جوړه شوی و.