د اسلام اباد پولیس: ۱۷ تنه افغانان د اسنادو نه لرلو په تور محکمې ته وړاندې شول
د اسلام اباد پوليس وايي، د ناقانونه اوسېدونکو بهرنيانو د ويستلو لپاره يې يو پلان د منظورۍ لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته استولی دی.
د اسلام اباد پولیسو په خپلې اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي په امر د اسلام اباد پولیسو د دغه هېواد د قانون له مخې د ناقانونه بهرنیانو د ویستلو د عملي کولو په موخه یو پلان د منظورۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استولی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ناقانونه بهرنیان به د دوی د سفارتونو په همکارۍ بېرته خپلو هېوادونو ته وستنوي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لړ کې له ۲۱ بېلابېلو عملیاتو وروسته ۳۹ دوسیې ثبتې شوې چې ۲۹۸ ناقانونه اوسېدونکي یې په محکمو کې پراته دي او تېره ورځ یې هم شاوخوا ۱۷ تنه افغانان د اسنادو نه لرلو په تور محکمې ته وړاندې کړې دي.
په رواته میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
تېره ورځ هم عوامي نشنل ګوند په یوې راټولېدنه کې د اسلام اباد له پولیسو وغوښتل، چې د افغان کډوالو نیونه او شړل دې ودروي.
تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستیو کړنو په غبرګون په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته هم شکایت کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او د ډیورنډ پر کرښه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه هم خبرې کړې دي.