د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسید

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د جمعې په ورځ کابل ته ورسید. محمد صادق ویلي، چې د دې سفر په ترڅ کې به له طالبانو سره مهمې لیدنې ولري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د جمعې په ورځ کابل ته ورسید. محمد صادق ویلي، چې د دې سفر په ترڅ کې به له طالبانو سره مهمې لیدنې ولري.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام (یوانډيپي) له رییس سټېفن سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او د چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د جمعې به ورځ راپور ورکړی چې په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل: "د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «یوانډيپي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي." هغه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (انډيسي -۲) چمتو شوي سند د سپارلو او د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د «یوانډيپي» د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایې پروګرام رییس سټېفن هم د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: "زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي؛ خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو."
هغه زیاته کړه: "موږ په ټولو نړيوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي."
تر دې مخکې، خالص د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړۍوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر د زمینې برابرولو او په نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

چین او روسیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د سولې، امنیت او اوږدمهاله ثبات لپاره د دوه اړخیزې او سیمهییزې همکارۍ پر پراخېدو ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه له فعال نقش څخه کار واخلي.
یاده اعلامیه د چین د ولسمشر شي جین پینګ د مسکو تر سفر وروسته خپره شوې، چې پکې دواړو هېوادونو هیله څرګنده کړې چې افغانستان باید یو خپلواک، بېطرف، له نشهيي موادو پاک، متحد او سولهییز هېواد شي.
چین او روسیه وايي، سیمهییز میکانیزمونه لکه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې، د مسکو فارمټ، د چین-روسیې-ایران-پاکستان څلور اړخیزه ډله او د شانګهای د همکارۍ سازمان کولی شي د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.
دواړو هېوادونو دا هم ویلي چې د دې سیمهییزو چوکاټونو همغږۍ هڅې باید دوام ومومي او نړۍواله ټولنه دې هم پکې پراخه فعاله ونډه واخلي.
چین او روسیه، چې د افراطیت پراخېدو، د سرحدونو بېثباتۍ او د نشهيي موادو د قاچاق په اړه اندېښمن دي، هڅه کوي له څو اړخیزو همکاریزو فورمونو کار واخلي څو د افغانستان راتلونکی باثباته کړي.
چین غواړي د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ له لارې افغانستان ته د سیمهییز اتصال یوه کړکۍ پرانیزي، په داسې حال کې چې روسیه افغانستان ته د مرکزي اسیا د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت ورکوي.
څو ورځې وړاندې، د پارلېمینټ ټاېمز ورځپاڼې یوې مقاله کې لیکل شوي و، ویل شوي و د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د بې ساري زیاتوالي په لړ کې نړۍوال څارونکي او امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان بیا د سختدریځو او ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدلېدونکی دی.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه، چین او روسیه باید سملاسي او مسوولانه اقدام وکړي؛ تر څو د سوېلي او مرکزي اسیا د بې ثباتۍ او ناامنۍ مخه ونیول شي.
امنیتي شنونکي باور لري، که له ترهګرو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ همداسې دوام ولري؛ نو د سیمه په کچه به یو ژور امنیتي ناورین رامنځته شي، چې د منځنۍ اسیا تر څنګ به پر چین او روسیې هم بدې اغېزې ولري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وايي، دا مهال په افغانستان کې له دوی سره «۵۳۷۲ د تلېسمیا ناروغ ماشومان» ثبت دي.
نوموړي دغه څرګندونې د تلسېمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په غونډه کې کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغو ناروغانو ته یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي دي. حقاني وویل: «د دغو ناروغانو لپاره دقیقې معاینې ترسره کېږي او وړیا دوام هم ورته برابره شوې ده.»
یوه روغتیاپال ډاکټر عامر خان پامیر چې د تلسېمیا د ناروغۍ په برخه کې یې څېړنې کړې د طالبانو تر واک لاندې شته امکاناتو د دغه ناروغۍ د درملنې لپاره کافي نه ګڼي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د حاکمو دودونو له کبله په خپلوانو کې ودونه کول هم د دغه ناروغۍ د رامنځته کیدو لامل کیږي.
د نوموړي په خبره، د دوی څېړنو ثابته کړې چې په افغانستان کې ۶۶سلنه افغانانو له خپلو خپلوانو سره ودونه کړي دي.
ډاکټر عامر وویل: «اوس په پرمختللې نړۍ کې تلسېمیا کومه وبایي یا وژونکي ناروغي نه ده، لکه څنګه چې مونږ ورته خپل هېواد کې لاس په نامه باندې ولاړ یو.»
د تلسېمیا یوه ناروغ ماشوم محمد قاضي زاده په ژړغوني غږ د تلسېمیا ناروغۍ په برخه کې د نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه.
هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې زیاته کړه: «معلومه نه ده چې زره به راتلونکی کال ژوند یم او که مړ، خو ټولو هېوادوالو څخه هیله کوم چې د خپلې وینې په ورکولو سره زمونږ ژوند وژغوري.»
روغتیاپالان تلسېمیا یوه حرثي ناروغي ګڼي. باور دا دی چې د میندو او پلرونو د نیمګړو جنونو په وسیله ماشومانو ته لېږدول کېږي.
د معلوماتو له مخې په نړۍ کې لس میلیونه میندې هر کال داسې حمل اخلي چې په جسم کې یې پټ په پټه د تلسېمیا جنونه ځای پر ځای کېږي.
د څېړنو له مخې په نړۍ کې هر کال ۱.۳۳ میلونه ماشومان په تلسېمیا ناروغۍ اخته زېږېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري سره په ناسته کې د یوه ترکي شرکت مشر د افغانستان د سره زرو، مسو، تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د طالبانو وزیر دغه ترکي شرکت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ د (غوایي ۱۸مه) د تورخم له لارې «۹۴۹ افغان کډوال» اېستلي دي.
د هغه په خبره، دغو کسانو کې «۵۳۲ افغان کډوالو» د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې «۴۱۷» بې اسناده کډوال وو.
دغه کسان د پنجاب په ګډون په پښتونخوا ایالت کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.
هم مهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستل کیدو بهیر له یوې اوونۍ راهیسې پڅ شوی دی.
سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په اوج کې دي، دوه ورځې دمخه پولیسو د اسلام اباد په «بي ۱۷ ښارګوټي» کې نږدې پنځوس تنه ونیول.
په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستل کیدو دویمه لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه یې «۱۴۶زره افغانان» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو، کډوالو ملاتړ سازمانو او ان طالبانو له لوري له پاکستان نه غوښتنې وشوې چې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر دې ودروي او په باعزته توګه دې یې د ستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.
خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان پام ونکړ او دا لړۍ یې ګړندۍ وساتله.
په پاکستان تر دوه میلونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه ثبت شوي کارتونه لري، خو هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی، څو د جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.
بلخوا ایران هم د افغان کډوالو د ځورولو او اېستلو لړۍ روانه ساتلې ده.
ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر پیل کړي او وېره شته چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ډېر شي.
دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه ستنېږي چې په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.
د یونسیار چارواکو اندېښنه ښودلې، چې تازه ستانه شوي کډوال به هم له دغه ناورین څخه خوندي پاتې نه شي او د نجونو په ګډون به ښځې هم د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخې شي.
