ذبیحالله مجاهد: امریکا د پلمو په لټه کې ده

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د امریکا هغه پرېکړه چې افغانستان یې د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړی، د دې لپاره ده، چې د طالبانو پر ضد د راتلونکو سناریوګانو لپاره پلمه برابره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د امریکا هغه پرېکړه چې افغانستان یې د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړی، د دې لپاره ده، چې د طالبانو پر ضد د راتلونکو سناریوګانو لپاره پلمه برابره کړي.
مجاهد په یوې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکايي بندیانو موضوع «نه پېچلې ده او نه هم ډېره جدي ده». د هغه په وینا، دغه بندیان به یا د قضايي بهیر له لارې او یا هم د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ازاد شي. د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې یوازې دوه امریکايي وګړي د دې ډلې په بند کې دي او د محمودشاه حبیبي د نیول کېدو خبره یې رد کړه.
خو امریکاوایي، چې د دې هېواد درې وګړي د طالبانو په بند کې دي، چې په هغوی کې افغان توکمه امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي هم شامل دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د «برمته نیولو» تور پرې لګېدلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، طالبان د امریکايي وګړو له بندي کېدو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.
د طالبانو ویاند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې طالبانو هېڅکله د امریکايي وګړو له بندي کولو څخه سیاسي استفاده نهده کړې. هغه زیاته کړه: «موږ هېڅ ډول ناقانونه نیونې نهدي کړي. امریکايي وګړي د افغانستان د قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوي دي».
مجاهد همدارنګه وویل، چې فشار او ګواښ د دې ستونزې حل لاره نهده.
د طالبانو ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دا موضوع نه ډېره جدي ده او نه هم داسې ده چې حل یې ناشونی وي، خو زیاته یې کړه، چې د امریکا لهخوا افغانستان د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شاملول او د بندیانو د موضوع لویه ښودنه، «د راتلونکو ځینو سناریوګانو لپاره پلمه جوړول» دي.
مجاهد روښانه نه کړه،چې د دغو سناریوګانو مطلب څه دی. خو ځینې شنونکي باور لري چې کېدای شي امریکا د طالبانو پر ضد کوم اقدام ترسره کړي.
د برمته نیونکو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي اډم بولر ګواښ کړی، که طالبان بندي امریکايي وګړي خوشې نهکړي، نو له هغه برخلیک سره به مخ شي چې ایران ورسره مخ دی او دا مهال د امریکا له سختو هوايي بریدونو سره مخامخ دی.
مجاهد همدارنګه وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا تګلاره لا هم د جګړې د دورې په شان ده. د هغه په خبره، دا چلند نه یوازې د بندیانو په موضوع کې، بلکې د بندیزونو، تور نوملړ او د ده په وینا «د سیمې د ناامنه کولو لپاره د پاکستاني جنرالانو د کارولو» په برخه کې هم لیدل کېږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت نه سقوط
د طالبانو ویاند د مرکې په بله برخه کې د سیمې وروستیو بدلونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې «د ایران رژیم به سقوط ونه کړي». د هغه په وینا، ایران مخکې هم ورته ډېرې تجربې لرلې او یو پیاوړی پوځ لري.
مجاهد ټینګار وکړ، چې طالبان د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل په جګړه کې لاسوهنه نهکوي، خو د جګړو له دوام څخه اندېښنه لري. هغه وویل: «موږ له دې جګړې اغېزمن کېږو. جګړه د حل لاره نه ده او هېڅ ګټونکی نهلري».
په داسې حال کې چې له ایران سره د شخړې کچه لوړه شوې، امریکا پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي دي. د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، د جګړې وزیر، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي او امریکايي سناتورانو پرلهپسې له افغانستان څخه د وتلو او «له بګرام اډې څخه د تېښتې» په اړه څرګندونې کړې دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پرون وویل، که د بګرام پوځي اډه د امریکا په واک کې وای، نو واشنګټن به له هغې څخه پر ایران د برید لپاره کار اخیستی وای.