طالبان د وسلو او ډرون الوتکو د تولید فابریکو د جوړېدو ادعا کوي

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د وسلو او مهماتو د تولید او ترمیم څو فابریکې جوړې کړې او د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو وړتیا یې هم پیدا کړې ده. طالبانو په یوه رپوټ کې ویلي، چې د هوايي دفاع ځینې سیستمونه یې بیا فعال کړي او له پاکستان سره په وروستیو نښتو کې ترې کار اخیستل شوی.

