د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي جمهوریت ځواکونو "د ترهګرو پر څو مرکزونو او ډله ییزو مرکزونو بریدونه کړي او د یادې ترهګرې شبکې ۲۸ غړي یې نیولي دي."
د دغې اعلامیې له مخې نیول شوي کسان له داعش سره تړاو لري او ځینې یې په سوریه کې له تکفیریانو سره او یا په افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان سیمه کې د حضور لرلو تاریخ لري.
د ایران د استخباراتو وزارت زیاته کړې چې د دغو چاودنو هدف د "امنیتي واک ماتول او د اسلامي جمهوریت یو بې ثباته انځور وړاندې کول" او "په ټولنه کې مایوسي او ویره رامنځته کول او په ورته وخت کې د لاریونونو او بلوا هڅول" وو.
تېر کال د ایران د مذهبي ګزمې ځواکونو له خوا د یوې ایرانۍ کردۍ نجلۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاریونونه پیل شول.
د ایران اسلامي جمهوریت د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت د بیا ځلي مظاهرو د اندیښنو له امله په ټول ایران کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
د ملي احصایې د شننې له مخې د روان کال د اګسټ تر پایه چین کې د اوبو د برېښنا تولید ۱۵.۹ سلنه کم شوی او دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې اول ځل دی چې دومره کم تولید لري.
د حکومتي مالوماتو له مخې، د برېښنا تولید کې د دغه هېواد ونډه هم ۹.۲ سلنه کمه شوې ده.
چین د اوبو برېښنا د کمښت پوره کولو لپاره د سږني میلادي کال لومړنیو اتو میاشتو کې له فوسیلي سونتوکو د برېښنا تولید ۶.۱ سلنه او هند هم دا تولید ۱۲.۴ سلنه زیات کړی دی.
مالومات ښيي چې په ورته مهال د نوېدونکې انرژي تولید په چین کې ۲۲ سلنه او په هند کې ۱۸ سلنه ډېر شوی دی.
باد او لمر
د هند په اوترکنډ کې برېښنا بند
د امبر او د انرژۍ نړیوال سازمان مالومات ښيي چې د هند او ویتنام په ګډون په نورو اسیایي اقتصادونو لکه په فلیپین او مالیزیا کې هم د اوبو او وچې هوا له امله د اوبو برېښنا تولید کم شوی دی
په ویتنام کې د بریښنا د تولید تر تېر جولای لهلس سلنې ډیر ټیټ او په دغه موده کېله ډبرو سکرو د برېښنا تولید همدومره ډېر شوی دی.
په ځینې حالتو کې د اوبو د ساتلو او د رسولو د بڼې بدلولو له امله هم د بریښنا تولید کم شوی دی.
د انرژۍ او پاکې هوا څېړنیز مرکز مشر شنونکی لوري میلیاورت وايي، د ګرمې څپې په زیاتېدو او د برېښنا د ډېر کارولو په دلیل چینايي چارواکو د بند پر مسوولانو فشار راوستلی چې د اوبو کچه وساتي.
نوموړی وايي، د باد او لمر خلاف په لنډ وخت کې د اوبو برېښنا د کمې یا زیاتې غوښتنې د پوره کولو لپاره دا برېښنا کمولی یا ډېرولی شو او چینايي چارواکو د برېښنا تولید ډېرولو لپاره دا کار کړی دی.
نوموړی وايي، په چین کې د بادي او لمري برېښنا د تولید چټکې ودې سره د اوبو برېښنا هم د انرژۍ په تنظیم کې مهم رول لوبولی شي.
په اسیا کې د بادي او لمري بریښنا تولید د سږني میلادي کال لومړنیو اوو میاشتو کې ۲۱ سلنهډېر شوی او یو کال مخکې چې ۱۱.۵ سلنه و اوس دا ټولیز تولید ۱۳.۵ سلنې ته لوړ شوی دی.