ایران انټرنشنل په لندن کې بیا خپلې خپرونې پیل کړې

د ایران انټرنشنل شبکې له څو میاشتو ځنډ وروسته په لندن کې له نوې سټوډیو څخه خپلې خپرونې بیا پیل کړې. د دغې شبکې مشر محمود عنايت وويل، له لندنه د کار بيا پيلول «د دې نښه ده چې موږ به د ايران خلکو ته خپلواک او پرته له سانسوره خبرونه وړاندې کوو.»