د رسول پارسي له نیول کېدو دوه سوه ورځې تېرېږي، خو نړۍواله ټولنه لاهم چوپه خوله ده

د رسول پارسي له نیول کېدو څه باندې دوه سوه ورځې تېرېږي؛ خو د دغه د پوهنتون استاد برخلیک ناروښانه دی. طالبانو ښاغلی پارسي د روان کال د وري په میاشت کې نیولی و.

د رسول پارسي له نیول کېدو څه باندې دوه سوه ورځې تېرېږي؛ خو د دغه د پوهنتون استاد برخلیک ناروښانه دی. طالبانو ښاغلی پارسي د روان کال د وري په میاشت کې نیولی و.
ملګرو ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه د ښاغلي پارسي د نیولو په تړاو چوپه خوله دي.
رسول پارسي د بنسټ پالنې او زور زیاتي پر وړاندې د توندې ژبې په کارولو سره یو وتلی نېوکه کونکی دی.
طالبانو تراوسه د ښاغلي پارسي د نیولو او پر هغه د لګېدلیو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ښاغلي پارسي خپلوانو ویلي، چې د پوهنتون د دغه استاد کورنۍ د طالبانو په ادارو کې د هغه د خلاصون لپاره لالهانده ګرځي؛ خو د هغه د خلاصلو لپاره یې هڅې بې پایلې پاتې شوې.
د سرچینو په وینا، طالبانو ښاغلي پارسي ته اجازه نهده ورکړې، چې ځانته وکیل ونیسي.
تر دې وړاندې ځینو افغان فعالانو د یوه کمپاین پر ترسراوي د هغه د بېړنۍ خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
هغوی د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د رسول پارسي د نیونې موضوع وڅېړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر فایق د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د سفیر وینا ته غبرګون وښود او ویې ویل، پاکستان که څه هم ځان د ترهګرۍ قرباني ګڼي؛ خو د طالبانو ملاتړ کوي.
د نوموړي څرګندونې د پاکستان د استازي له توند غبرګون سره مخ شوې.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم وویل، فایق د افغان حکومت استازی نهدی او د افغانستان د استازي په توګه د هغه اعتبار تر پوښتنې لاندې دی.
ښاغلي اکرم د امنیت شورا لهخوا ښاغلي فایق ته د وینا کولو بلنه نا عادلانه وبلله.
د طالبانو له هڅو او د پاکستان له اعتراضونو سربېره ملګرو ملتونو په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان د پخواني حکومت استازي په واک کې ورکړې ده.
ښاغلی فایق د امنیت شورا د سه شنبې ورځې په غونډه کې د افغانستان د استازي په توګه یاد شوی و.
فایق د دغې ناستې پر مهال د پاکستان د استازي د وینا په ورستیو کې د نوموړي وینا ته غبرګون وښود او د نوموړي وینا يې تر پوښتنې لاندې راوسته.
فایق پاکستان ته په اشاره وویل:« د هغه هېوادونو له مداخلې زیانمن شوي یو، چې له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قربانیان ښیي؛ خو له بلې خوا يې په افغانستان کې د یوې ترهګرې ډلې د ملاتړ لپاره لابي کوي.»
پاکستان د طالبانو د ملاتړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي؛ خو وروسته له هغه چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته ورسېده اسلام اباد وايي، چې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني وسلهوالو لهخوا بریدونه په پاکستان کې زیات شوي دي.
ښاغلي فایق په امنیت شورا کې د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او سیاسي جبر په اړه مفصلې خبرې وکړې او د طالبانو کړنې یې د بشریت ضد جنایت وباله.
نوموړي د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې طالبانو افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل کړی دی.
فايق د نشهيي توکو د کنټرول او منعې په اړه د طالبانو ادعا بې بنسټه وبلله او د دغې ډلې لوړ پوړي چارواکي يې د نشهيي توکو په توليد او قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړل.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له امنیت شورا څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او پر هغو طالب چارواکو بندیزونه ولګوي، چې د ښځو د حقونو په سرغړونو کې لاس لري.
ښاغلي فایق د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړ.

د ملګرو ملتونو پخوانۍ راپور ورکوونکې کریمه بنون د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبانو د جنسیتي توپیر په پلي کولو سره په دغه سازمان کې د خپل حضور امکان له منځه وړی دی. دغې حقوق پوهې په دې ناسته کې وویل، چې طالبان به په دې شان سیاست سره په رسمیت ونه پیژندل شي.
مېرمن بنون د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې طالبان دې د «جنسیتي توپیر» له امله له ځواب ویلو سره مخ کړي.
د ښځو په برخه کې د نړیوالو حقوقو دغې کارپوهې چې د افغانستان په مسایلو کې ۳۰ کلنه تجربه لري، زیاته کړه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه د ښځو د حقونو د محدودولو ۶۵ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو له حقونو د سرغړونو لامل شوي دي.
کریمې بنون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو سیاست د نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.
د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو حقوقو دې کارپوهې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د هزاره ښځو له قوله وویل، چې دوی د طالبانو د حکومت تر دوامداره ګواښ لاندې ژوند کوي.
هغې په کابل کې د یوې ښځینه مظاهره کوونکي له قوله وویل: «کوم ورځینی ژوند چې موږ کوو، تدریجي مرګ دی.»
مېرمن بنون د افغان مېرمنو د ژوند د وضعیت د انځور په وړاندې کولو سره ټینګار وکړ، چې نړیوال بنسټونه باید د افغان مېرمنو د حقونو د تامین لپاره لا زیات کار وکړي او طالبان دې هم ځواب ته اړ کړي.
هغې روښانه کړه، چې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو کړنې «جنسیتي توپیر» دی، هغه څه چې د دې په وینا په افغانستان کې پیښیږي او باید وپیژندل شي.
مېرمن بنون له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې نه یوازې د طالبانو دغه تګلاره وغندي، بلکې په افغانستان کې د روان وضعیت د پای ته رسولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.
طالبانو تر دې دمه د ښځو د حقونو د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې ټولې غوښتنې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او په وار وار یې ویلي، چې د ښځو په اړه د دوی پالیسي له اسلامي شریعت سره برابره ده.

امریکا، بریتانیا، فرانسې، جاپان او ځینې نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان مېرمنو سره د طالبانو چلند «جنسیتي ځورونه» بللې ده. دغو هېوادونو «په افغانستان کې سیستماتیک تبعیض، د جنسیت تفکیک او پر ښځو او نجونو بندیز» غندلی دی.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې «د بشري حقونو محدودیتونه او د ښځو پر ژوند یې اغېزې په ټوله نړۍ کې بې ساري او دجنسیتي ځورونې تر حده دي.»
امريکا، بريتانيا، فرانسې، جاپان، برازيل، سويس، متحده عربي اماراتو، البانيا، اکوادور، ګابن او مالټا دغه اعلاميه په داسې حال کې لاسليک کړې، چې د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه روانه وه.
په نننۍ غونډه کې د دغې شورا دایمي او نا دایمي غړو د افغان ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې.
د ۱۱ هېوادونو په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې ټولې هغه تګلارې او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو زدکړه، کار او د بیان ازادي محدودوي.
څرنګه چې افغانستان د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون غړی دی، نو دغو هېوادونو د دغه کنوانسیون د احکامو او د هغې د تطبیق په برخه کې د افغانستان د ژمنتیا غوښتنه کړې ده.

د امریکا استازي رابرټ ووډ د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د دې شورا غړي باید پر طالبانو د سیاسي خبرو اترو د پیل او د بشري حقونود سرغړونو له امله فشار واچوي. هغه وویل چې ان اسلامي هېوادونه هم د طالبانو د سیاست خلاف دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه. د ګډونوالو هېوادونو استازو د ښځو په اړه د طالبانو پر تګلارو او د دغې ډلې پر حکومتوالۍ نیوکې وکړې.
د امریکا استازي وویل، طالبان د خپل سیاست د دوام لپاره هېڅ توجیه نه لري او ان اسلامي هېوادونه هم په افغانستان کې د دغې ډلې له سیاست سره مخالفت کوي. نوموړي د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي.
رابرټ ووډ وویل: «د امنیت شورا باید پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له خلکو سره جدي خبرې پیل کړي او د خلکو د غوښتنو ملاتړ دې وشي.»
د امنیت شورا غړو په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې، خو پر طالبانو د فشار اچولو په برخه کې د نظر اختلاف لري.
چین د دې شورا یوازینی دایمي غړی دی چې کابل ته یې د سفیر په لېږلو سره له دغې ډلې سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.
د فرانسې استازي د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ کړکیچن کیږي. هغه د طالبانو لخوا «پر خلکو سیسټماټیک فشار» او د ښځو د حقونو پر محرومیت نیوکه وکړه.
د فرانسې استازي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
هغه وويل: «امنيتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې ده. موږ وضعیت له نږدې څارو.»
امریکا او فرانسې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه. خو د امریکا استازي اعتراف وکړ، چې طالبانو په افغانستان کې د مرستو رسولو شرایط ستونزمن کړي دي.
هغه پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د مرستو په چارو کې لاسوهنه یا د نورو موخو لپاره یې کارول» د منلو وړ نه دي.

د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید کمولو لپاره کوم ځانګړی ګام نه دی پورته شوی.
سکندر مومني زیاته کړه، په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره سمبولیک کارونه شوي دي، لکه د یوې کوچنۍ کروندې له منځه وړل یا د څو کسانو نیول.
د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو شمېرې او زموږ موندنې ښيي چې په افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو، شیشې او متامفتامین تولید زیات شوی دی.
نوموړي د ایران دولتي رادیو تلویزیون ته وویل، د ایران اصول دا دي چې له نشه يي توکو سره په کور او بهر مقابله وشي.
طالبانو تېر کال د نشه يي توکو پېر او پلور بند کړ.
خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو ضد دفتر دوه میاشتې مخکې یوه راپور کې وویل، چې افغانستان تېر کال د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولید کړي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغانستان په سیمه کې د شیشې یا کریسټال یو مهم تولیدوونکی دی.
دې دفتر ویلي په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو ځمکه ۲۸ سلنه ډېره شوې او د تریاکو تولید ۷ زره اته سوه ټنو ته رسېدلی دی.
