په لومړي ځل اسرائیلي وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړ

د اسراییلو د ګرځندوی وزیر حیم کاتز د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ګرځندوی په کنفرانس کې د ګډون لپاره په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ورسید. هغه ویلي په دغه سفر کې به له سعودي سره په بېلابېلو برخو د اړیکو په ښه کولو خبرې هم وکړي.