د کندهار اوسېدونکي: پېژندپاڼې په کابل کې اخلو

د سویل لویدیځ کندهار ولایت اوسېدونکي د پېژندپاڼو د مرکزونو د کمښت په اړه شکایت کوي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره له کندهاره تر کابله ۱۰ساعته سفر کوي ځکه په دغه ولایت کې په میاشتو، میاشتو یوه پېژندپاڼه نه‌شي اخیستی.

د کندهار اوسېدونکی شبیر احمد افغانستان انټرنشنل ته وویل: «دا ۷مه میاشت ده، چې سرګردانه یم ترڅو خپلو اولادونو ته پېژندپاڼې جوړې کړم؛ خو کله چې د پېژندپاڼو مرکز ته ورشم د زښت بېروبار له امله نوبت نه راته رسېږي.»

په کندهار کې د برېښنایي پېژندپاڼو د مرکزونو د کمښت له کبله ډېری کسان د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره کابل ته ځي.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی محمد رفیق وايي،« په کندهار کې د برېښنایي پېژندپاڼو د مرکزونو د کمښت او بېریار له امله مې د کابل کندهار پر ویجاړ سړک ۱۰ ساعته سفر وکړ او پیژندپاڼه مې په کابل کې جوړه کړه.

هغه زیاتوي:« کندهار کې چې د پېژندپاڼو کوم دفتر دی هلته دومره بېروبار دی، چې پېژندپاڼې د جوړېدو چانس نه رسېږي، زه له خپلو ماشومانو سره کابل ته ولاړم او هلته مې برېښنایي پېژندپاڼي جوړې کړې.»

د کندهار اوسېدونکي د دغه ولایت له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د جوړولو مرکزونه زیات کړي او د خلګو دغه ستونزي هوارې کړي.

په دغه ولایت کې د پاسپورټ جوړول یو خیال دی.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د پاسپورټ جوړولو څخه يې تمه پرې شوې ده ځکه د دوی په خبره په دغه ولایت کې یوازې د هغو کسانو لپاره پاسپورټونه ورکول کېږي، چې یا طالب چارواکي او یاهم د طالب چارواکو له لوري د پاسپورټ ادارې ته پېژندل شوی کس وي.

زموږ د ډېرو هڅو سره، سره هم د کندهار سیمه‌ییز طالب چارواکي د کندهار د خلکو د ستونزو په اړه خبرو کولو ته چمتو نه شول.