البانیا د م م په غونډه کې: طالبانو د تېر حکومت د کارکونکو په وژلو سره بشري حقونه نقض کړي
په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازی وايي، هېواد یې د طالبانو لهخوا د پخواني افغان حکومت د کارکوونکو او سرتېرو د وژلو، ربړولو، نیونو او له هغوی سره د ناوړه چلند د راپورونو په اړه اندېښمن دی. هغه وايي د طالبانو کړنې او بیان توپیر سره لري.
فرېت خوجه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان نه غواړي چې د عمومي بخښنې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
د سې شنبې په ورځ (د تلې څلورمه) البانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري وکړه.
د دغه هېواد استازي د طالبانو لهخوا د افغانستان د حکومت د پخوانيو کارکوونکو او پوځيانو نا قانونه وژنو، نيولو او ربړولو ته په اشارې سره وويل، دغه ډله د بخښنې او د بشر د حقوقو د نړۍوالو قوانينو په اړه د خپلو ژمنو د تحقق او عمل کولو لېوالتيا نه لري.
فریت خوجه دا هم ویلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو، لیکوالو او منتقدینو پرله پسې نیول کېدو د بیان ازادي نوره هم کمزورې کړې او په افغانستان کې یې د "حقیقت او استدلال" غږونه غلي کړي دي.
د البانیا استازي همدا راز د طالبانو هغه هڅې چې د ده په وینا غواړي ځان د اقتصادي ودې او د امنیت د تضمین کوونکو په توګه وړاندې کړي، یو "دروغجن انځور" بللی دی.
د البانیا دغه چارواکي وویل: «تر اوسه پورې، داسې نښې نه شته چې عام خلک له اقتصادي ګټو څخه ګټه پورته کړي. موږ لا هم خورا بې وزلي او کړاو ځپلي وینو، چې نږدې دوه پر دریمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ژوند ژغورنې مرستو باندې تکیه کوي.»
ښاغلي خوجه همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت د جدي اندېښنې وړ دی. هغه وویل چې افغانستان د ځوانانو د افراطیت لپاره په حاصلخیزه ځمکه بدلیږي.
په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې پر هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي توپير پالیسي "کرکه لرونکې" او د نه منلو وړ "جنسيتي تبعیض" وبولي. هغه وویل: « د هو، کلمه پیاوړې ده، مګر دا حقیقت دی.دا تریخ حقیقت څرګندوي... موږ نه شو کولای دلته خپلې څرګندونې او غندنې تکرار کړو.»
دغه البانیايي چارواکي ویلي، هغه څه چې طالبان پر افغان ښځو او نجونو تپي "یو جرم دی او باید سزا ورکړل شي."
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه، که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.
د امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو استازیو هم د ترهګرو ډلو د شتون، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښني څرګندې کړي.