عباس ستانکزی: ګاونډي هېوادونه بايد د ګاونډيتوب اصول او قوانین تر پښو لاندې نهکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي:« اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره ښې دوه اړخيزې اړيکې غواړي او ګاونډي هېوادونه هم بايد د ګاونډيتوب اصول او قوانین تر پښو لاندې نهکړي.»
ښاغلي ستانکزي یوې غونډې ته د وینا پرمهال که څه هم د کوم هېواد نوم وانهخیست؛ خو ښایي اشاره یې پاکستان ته وه، هغه وویل:«هر هېواد کې ستونزې شته؛ خو ښه خبره دا ده، چې هر څوک دې خپلې ستونزې خپله حل کړي او بل چا ته دې د ملامتيا ګوته نه نيسي.»
هغه زیاته کړه:« د نړۍوالو قوتونو د خوشحالولو لپاره پر افغانستان تور لګول د حل لار نهده او ګاونډي هېوادونه بايد له دې کاره لاس واخلي، ځکه په دې سره د سم دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې کېږي.»
ښاغلي ستانکزي د کډوالو په اړه ویلي:« له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له ايران او پاکستانه مننه کوو، چې زموږ کډوالو ته يې ځای ورکړی؛ خو له دوی غواړو، چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي او د نړۍوالو اصولو او قوانینو سره دې چلند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه شوې، او تېره ورځ هم په خواله رسنۍ کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېدې، چې له ګڼو افغانانو سره د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې بد چلند کیږي بندیانیږي، ربړول کېږي او په زوره بېرته خپل هېواد ته شړل کېږي.