پر بحریني ځواکونو د یمني اورپکو د برید په غبرګون طالبان وایي، د خبرو له لارې ستونزه حل کړئ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر بحریني ځواکونو د یمني اورپکو د برید په غبرګون له ښکېلو خواوو غوښتي، چې دغه مسلې دې د خبرو له لارې حل کړي.

د بحرین پوځ د دوشنبې په ورځ د (تلې په ۳مه) ویلي و، د عربستان سویلي پولې سره پر بحریني ځواکونو د اورپکو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې یې دوه سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د بحرین پوځ ویلي،« دغه ترهګریز برید د سعودي او بحرین په سویلي پوله د یمني اورپکو له‌خوا شوی دی.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په سیمه کې د سولې او ټیکاو په زیان ګڼلی او له ټولو ښکېلو خواو یې غوښتي، چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
لاتراوسه هیڅ کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو دغه ډله هڅه کوي، چې د سیمې په مسلو کې غبرګون وښیي.