د طالبانو وزیر ته د هېدربار ځواب: د ښځو او نجونو پروړاندې ستاسو سیاستونه د جګړې په معنا دي

د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې د بشري حقونو د څار ادارې چارواکې هېدربار د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د بدلون لپاره د فشارونو دفاع وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده.