• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ دفاعي تړون؛ د پاکستان د اټومي وسلو په اړه ضد او نقیض ګنګوسې

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱

ډان ورځپاڼې لیکلي چې د ریاض او اسلام‌اباد ترمنځ د نوي دفاعي تړون په اړه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو ضد او نقیض څرګندونو د پاکستان د اټومي وسلو په اړه ډول ډول ګنګوسې خپرې کړې دي.

نوموړې ورځپاڼې زیاته کړې: «ښاغلي اصف په یوه ټلوېزیوني مرکه کې اشاره وکړه چې کېدای شي د پاکستان ځواک عربستان ته ورکړل شي، خو وروسته یې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اټومي وسلې د دې تړون برخه نه ده.»

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه سپينه خبره نه‌ده کړې، یوازې د هغه ویاند شفقت علي خان ویلي چې د پاکستان دفاعي تګلاره د ودې په حال کې ده.

په ریاض کې د لاسلیک شوي تړون نوم «دوه‌اړخیز ستراتیژیک دفاعي تړون» دی چې موخه یې د څو لسیزو پوځي همکارۍ پیاوړتیا او ګډه دفاعي همکاري ده. چارواکي ټینګار کوي چې دا تړون یوازې دفاعي بڼه لري او کوم درېیم هېواد ته ګواښ نه دی.

دا اوازې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې یوه سعودي چارواکي ویلي چې ریاض به د دې تړون له مخې اټومي وسلې ترلاسه کړي، حال دا چې پاکستان تل ویلي چې د دوی د اټومي پروګرام موخه یوازې هند ته ځواب ورکول دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱
تېره ورځ تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې یوازې پرون (وږي ۲۸مه) له پاکستان او ایران نه یو زرو او ۱۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون د ننګرهار تورخم له لارې ۶۳۰، د کندهار سپين بولدک له لارې ۲۰۸، د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۶۷، د هلمند بهرامچې له لارې ۷۸ او هرات اسلام کلا له لارې ۱۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

سرچینو ویلي چې له پاکستان نه ستانه‌شویو افغانانو کې ۲ زره او ۹۳۶ یې (PoR) کارټونه درلودل.

۲۱۷ یې افغان تابعیت کارټ (ACC) لرونکي او ۲۱۷ هغه کډوال وو چې هېڅ ډول اسناد یې نه‌درلودل.

د امریکا څارګرو ادارې د القاعده ترهګرې شبکې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱
د امریکا څارګرو ادارې د القاعده ترهګرې شبکې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
100%

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر جو کېنټ شنبه (وږي ۲۸مه) په یوه بیان کې ویلي چې القاعده ترهګره شبکه اوس هم ګواښ دی. هغه له خلکو غوښتي چې د دې شبکې د نړۍوالو ګواښونو پر وړاندې هوښیار و اوسي.

جو کېنټ وویل: «د امریکا ترهګرۍ ضد اداره د بېلابېلو ادارو په مرسته هڅه کوي چې د القاعده شبکې د احتمالي بریدونو او ګواښونو مخه ونیسي.»

د نوموړي په وینا، د امریکایانو د خونديتوب لپاره یې تازه د امریکا امنيتي ادارو ته یو استخباراتي راپور وړاندې کړی دی. 

کېنټ زیاته کړې چې سږکال د القاعده شبکې یو غړی چې د پناه‌غوښتنې په پلمه امریکا ته راغلی و، نیول شوی او له دغه هېواده شړل شوی دی.

پرتګال هم د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱
پرتګال هم د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ
100%

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې اعلان وکړ چې سبا (یک‌شنبه) به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

پرتګال تر دې دمه محتاط دریځ غوره کړی و او غوښتل یې چې د اروپایي ټولنې له نورو غړو سره ګډ دریځ ولري.

اوس مهال یوازې څو اروپایي هېوادونه لکه سویډن، قبرس او ځينو پخوانيو کمونیستي هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې اسراییل د نړۍوالو له مخالفت سره مخ دی، ځکه د غزې په جګړه کې یې ډېر ملکيان ووژل.

د ټرمپ اداره غواړي پر اسراییل د ۶.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې او نور جنګي وسايل وپلوري

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱
د ټرمپ اداره غواړي پر اسراییل د ۶.۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې او نور جنګي وسايل وپلوري
100%

د ټرمپ ادارې له کانګرس نه د ۶.۴ میلیارډ ډالرو تصویب غوښتی دی چې پر اسراييل وسلې او نور جنګي تجهیزات وپلوري. په دې تجهیزاتو کې جنګي هیلیکوپټرونه او موټرونه شامل دي.

په دې تړون کې ۳.۸ میلیارډ ډالر اپاچي هیلیکوپټرونه، ۱.۹ میلیارډ ډالر د پلي سرتېرو لپاره جنګي موټرونه او ۷۵۰ میلیونه ډالر د زغره‌والو موټرو پرزې او برېښنايي وسایل شامل دي.

ډیموکراټان د دې وسلو د پلور مخالفت کوي، ځینو سناتورانو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې او پر اسراييل د وسلو پلور نه مني، خو سپني ماڼۍ په دې اړه له نورو جزیاتو ډډه کړې ده.

دا پلان داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې اسراییل په غزه کې عملیات پراخ کړي او راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه جوړېږي.

پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د یوه افغان په ګډون د داعش درې غړي وژل شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱
پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د یوه افغان په ګډون د داعش درې غړي وژل شوي
100%

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ځانګړې اداره (CTD) وایي، د جمعې په شپه یې خېبر ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې درې وسله‌وال وژلي چې یو هم په‌کې افغان وګړی دی.

د چارواکو په وینا، له دې درې وژل شویو کسانو دوو یې په پېښور کې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې لاس درلود؛ هغه برید چې په کې د پولیسو یو افسر هم وژل شوی و. د یاد ایالت د ترهګرۍ ضد اداره په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې دا عملیات یې د علي جومات په سیمه کې د داعش ډلې د یو قوماندان فضل نور او د هغه د ملګرو پر ضد ترسره شوي دي.

وایي، سیمې ته د رسېدو پرمهال دغه وسله‌والو پر پاکستاني عسکرو سملاسي ډزې وشوې او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه چې شاوخوا ۳۰ دقیقې یې دوام وکړ. خبرپاڼه کاږي چې تر نښتې وروسته په سیمه کې د درې وسله‌والو جسدونه وموندل شول چې یو محمد نعیم، بل محمد کریم او درېیم په کې د نور نبي په نوم د یو افغان و چې د ننګرهار ولایت سره یې تړاو درلود.

خبرپاڼه وايي چې د جګړې پر مهال د داعش قوماندان فضل نور له سیمې نه تښتېدلی دی.

اعلامیه کې راغلي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ترهګرې ډلې څارنه روانه وه او د دوی څارګرو یې ټولو خوځښتونه تعقیب کړي چې د تخنیکي شواهدو پر بنسټ یې بالاخره د دوی هویتونه هم ثابت کړل». همدا رنګه ویل شوي چې دې ډلې پلان درلود د خېبر ولسوالۍ په لاله چینه سیمه کې یو برید هم وکړي.

ډان ورځپاڼه د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله لیکي: «د جګړې له سیمې د داعش تښتیدلي غړي یفضل نور او حکیم انصار نومېدل. دوی د بهرنیو تر ملاتړ او لارښونو لاندې فعالیت کوي او پلان یې درلود چې د خېبر په ګډون پېښور کې هم لوی لوی بریدونه وکړي».

پاکستانۍ امنیتي ادارې داسې مهال دا بریدنه کوي چې ورځ تر بلې په خېبر پښتونخوا کې ‌وسله‌والې ډلې خپل بریدونه پراخوي او د ناامنۍ څپې هم مخ ډېرېدو دي. که څه هم په یاد ایالت کې تر ټولو لویه اندېښنه د پاکستاني طالبان دي، خو په دې وروستیو کې د داعش ډلې بریدونو هم ننګونې ډېرې کړي دي.

اسلام‌اباد پر افغان طالبان پړه اچوي چې تر خپل سیورې لاندې یې د دوی ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي، خو برعکس پر افغانستان واکمن بیا پاکستاني چارواکي تورنوي چې د ناامنۍ مخنېوي کې ناکام شوي او پر دوی بې بنسټه تورونه لګوي.