• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې یوازې پرون (وږي ۲۸مه) له پاکستان او ایران نه یو زرو او ۱۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون د ننګرهار تورخم له لارې ۶۳۰، د کندهار سپين بولدک له لارې ۲۰۸، د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۶۷، د هلمند بهرامچې له لارې ۷۸ او هرات اسلام کلا له لارې ۱۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

سرچینو ویلي چې له پاکستان نه ستانه‌شویو افغانانو کې ۲ زره او ۹۳۶ یې (PoR) کارټونه درلودل.

۲۱۷ یې افغان تابعیت کارټ (ACC) لرونکي او ۲۱۷ هغه کډوال وو چې هېڅ ډول اسناد یې نه‌درلودل.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې بنګله‌دېشي دیني عالمان له طالبانو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا» وغږېدل

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱
په خوست کې بنګله‌دېشي دیني عالمان له طالبانو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا» وغږېدل
100%

په خوست کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د بنګله‌دېش دیني عالمانو یوې ۱۴ کسیزې ډلې دغه ولایت ته د سفر پر مهال د یادې ډلې له ځايي چارواکو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د فرهنګي تجربو پر تبادلو بحثونه» کړي دي.

دغه ناسته پرون (جمعه، وږي ۲۸مه) شوې او طالبانو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د اغېزمنو تجربو شریکول یې هم مهم ګڼلي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د بنګله‌دېشي او افغان دیني عالمانو ترمنځ همکارۍ او اړیکې کولای شي چې د اسلامي ټولنو په پرمختګ کې رول ولوبوي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تللي او طالبانو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا خبرې کړې دي. له اسلام‌اباده بیا تللي دیني عالمان کابل ته په جرګه ورغلي وو چې پاکستان کې د زیاتیدونکې ترهګرۍ عاملان دې په افغانستان کې وځپي.

هاخوا بیا د یو سعودي عربستان په ګډون د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان په کابل کې د طالبانو له لوري له د‌ ښخو پر کار او زده‌کړو د طالبانو بندیزونه غندلي دي. پر کابل د واکمنو دا چاره یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللې او ترې یې غوښتې چې د شریعت برعکس دغه ډول سختدریځۍ نه دې لاس واخلي.

کابل کې د طالبانو په سپارښتنه د پرون جمعې ورځې خطبه د ځان‌وژنې مخنیوي ته ځانګړې شوې وه

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۱
کابل کې د طالبانو په سپارښتنه د پرون جمعې ورځې خطبه د ځان‌وژنې مخنیوي ته ځانګړې شوې وه
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په امر دیني عالمانو پرون د جمعې ورځې په خطبو کې د ځان‌وژنې مخنیوي په تړاو خلکو ته سپارښتنې کړې دي. د طالبانو یاد وزارت ویلي چې د ځان‌وژنې پېښې کمېدو لپاره د دیني عالمانو رول مهم دی.

د طالبانو دغه وزارت خپله خبرپاڼه کې لیکي: «قرانکریم کې د دنیاوي ژوند څخه د تنګ راتلو له امله ځان‌وژنه منعه ګڼل شوې او همداراز نبوي احادیثو کې هم دا ناوړه کړنه ناروا بلل شوې ده». دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي چې لوی لامل یې بې روزګاري او فقر ګڼل شوی دی. د دې پېښو لویه کچه د افغانستان په سوېل ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول خوست کې ترسره شوې ده.

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې دیني عالمانو ته سپارښتنې کړي، هغه کسان چې ځان‌وژنې کوي باید د جنازو لمونځونه یې ونه شي او لن د دغه ډول پېښو د خبرونو پر رسنیزو کېدو هم بندیزونه لګېدلي دي. د راپورونو له مخې، طالبانو یو شمېر هغه کورنۍ چې غړو یې ځان‌وژنې کړي منعه کړي چې په خواله رسنیو کې دې دغه پېښې نه تبلیغوي.

د مخکېني جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ځان‌وژنې دې پېښو زور اخیستی چې د ملا هبت‌الله د ناستې ځای کندهار ښار په شاوخوا کې هم دا پېښې شوي او په تېرو میاشتو کې تر نورو وختونو ډېرې هم وې. د طالبانو غړو هم ځانمرګي بریدونه کول او د دوی دا ډول ځان وژنې هم د نړۍ دیني عالمانو له اسلام سره ټکر کې بللې.

د طالبانو ځانمرګو ان ملکي وګړي هم په خپلو بریدونو کې په نښه کړي، خو دې ډلې د نړۍ د مشهورو دیني عالمانو د نظریاتو برعکس خپلو دې ځان‌وژونکو بریدګرو ته د «استهشادي» کلیمې کارولې. د‌ طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني یو له هغو کسانو دی چې په دې ډله کې یې ډېری کسان ځانمرګو بریدونو ته هڅولي او راپورونه شته چې اوس یې هم دغه ډول بریدګر یې ساتلي دي.

د امریکا څارګرو ادارې د القاعده ترهګرې شبکې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱
د امریکا څارګرو ادارې د القاعده ترهګرې شبکې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
100%

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر جو کېنټ شنبه (وږي ۲۸مه) په یوه بیان کې ویلي چې القاعده ترهګره شبکه اوس هم ګواښ دی. هغه له خلکو غوښتي چې د دې شبکې د نړۍوالو ګواښونو پر وړاندې هوښیار و اوسي.

جو کېنټ وویل: «د امریکا ترهګرۍ ضد اداره د بېلابېلو ادارو په مرسته هڅه کوي چې د القاعده شبکې د احتمالي بریدونو او ګواښونو مخه ونیسي.»

د نوموړي په وینا، د امریکایانو د خونديتوب لپاره یې تازه د امریکا امنيتي ادارو ته یو استخباراتي راپور وړاندې کړی دی. 

کېنټ زیاته کړې چې سږکال د القاعده شبکې یو غړی چې د پناه‌غوښتنې په پلمه امریکا ته راغلی و، نیول شوی او له دغه هېواده شړل شوی دی.

تر خونړۍ چاودنې وروسته؛ له بلوچستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ بېرته پیل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۱
تر خونړۍ چاودنې وروسته؛ له بلوچستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ بېرته پیل شوه
100%

د بلوچستان په چمن ښار کې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ پر افغان کډوالو تر خونړۍ چاودنې وروسته، پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د هغوی د اېستل کېدو لړۍ پیل کړې او همدا تېره ورځ یې هم یو شمېر کورنۍ افغانستان ته ستنې کړې دي.

د یاد ایالت د امنیتي چارواکو په وینا، یاده پېښه کې د افغان کډوالو په ګډون پنځه کسان مړه شوي‌ او چاودنه دومره زوروره وه چې د ټولو وژل شویو کسانو مړي ټوټې ټوټې شوي وو. تر دې چاودنې وروسته د افغانانو د اېستل کېدو بهیر په ټپه ولاړ و، خو د یوې ورځې په تېرېدو سره ژر بېرته پیل شو.

همدا نن هم د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول کویټه کې د افغانانو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي. هم‌مهاله د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د افغان کډوالو دا بهیر روان دی او راپورونه دي چې په راتلونکو ورځو کې به دا عملیات لا پراخ شي.

د پاکستان حکومت تېر کال پرېکړه وکړه هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري له دغه هېواده وباسي. اسلام‌اباد د دې پرېکړې لامل امنیتي پېښې بللي او ویلي یې دي چې ان افغان کډوال هم د دوی د هېواد په ناامنۍ کې لاس لري، خو بل لوري شواهدو څرګنده کړې چې کډوال په ترهګرۍ کې نه دي ښکېل.

د اسلام‌اباد د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي. له دې پرېکړې وروسته، لسګونه زره افغانان د چمن او تورخم له لارو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. که څه هم پاکستان ټینګار کوي چې یوازې د قانوني اسنادو یا ویزه‌لرونکي افغانان کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي، خو د کورنیو چارو وزارت یې بیا له تېرو درې میاشتو راهیسې د ویزو د تمدید بهیر بند کړی دی.

یاد هېواد کې مېشت افغانان نیوکه کوي چې یو له لوري ترې پاکستاني پولیس قانوني ویزې غواړي او له بل لوري یې پرې د تمدید بهیر بند کړی چې دوی یې له امله له لوی کړاو سره مخ دي. که څه هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او هېوادونو له اسلام اباده غوښتي، څو له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي؛‌ خو اسلام اباد برعکس خپل چلند لا توند کړی دی.

د دې ترڅنګ له ایران نه هم د افغانانو د اېستل کېدو بهیر روان دی او یوازې په تېرو درې میاشتو کې تر یو میلیون ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. افغانستان چې وار دمخه طالبانو له فقر، بشري ناورین او لوږې سره مخ کړی د دغه بېرته ستنیدونکو سره دا وضعیت له سخت شوی دی. ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې دغه تازه ستنېدونکي نه یوازې له ناورین سره مخ دي، بلکې د طالبانو بندیزونو او محدودیتونو یې د مېرمنو او نجونو ژوند هم له سختو ننګوونو سره مخ کړی دی.

پرتګال هم د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۱
پرتګال هم د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ
100%

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې اعلان وکړ چې سبا (یک‌شنبه) به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

پرتګال تر دې دمه محتاط دریځ غوره کړی و او غوښتل یې چې د اروپایي ټولنې له نورو غړو سره ګډ دریځ ولري.

اوس مهال یوازې څو اروپایي هېوادونه لکه سویډن، قبرس او ځينو پخوانيو کمونیستي هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې اسراییل د نړۍوالو له مخالفت سره مخ دی، ځکه د غزې په جګړه کې یې ډېر ملکيان ووژل.