په خوست کې بنګلهدېشي دیني عالمان له طالبانو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا» وغږېدل

په خوست کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د بنګلهدېش دیني عالمانو یوې ۱۴ کسیزې ډلې دغه ولایت ته د سفر پر مهال د یادې ډلې له ځايي چارواکو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د فرهنګي تجربو پر تبادلو بحثونه» کړي دي.