د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په کاناډا کې د سېک سیاستوال د وژنې یادونه ونه کړه

که څه هم چې د کاناډا لومړي وزیر ویلي و، ډاډه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له خپل هندي سیال سره د کتنې پر مهال په کاناډا کې د سېکانو د مشر د وژنې مسله راپورته کړي؛ خو د دې لیدنې په خبرپاڼه کې د دغې مسلې یادونه نه‌ده شوې.