په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر: له طالبانو سره پراخ بنسټه حکومت نه‌شي جوړېدای

په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهره‌وند د روسیې په کازان ښار کې د مسکو غونډې ته په اشارې سره وویل:« له طالبانو سره ټول ګډونه حکومت نه شي جوړېدلای.»

په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو موضوع د مسکو د نننۍ غونډې د اجنډا په سر کې ده.

په دغې غونډه کې به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

دغې غونډې ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د مسکو په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کوي.

ابوالفضل ظهره‌وند له اېلنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندېږي، د افغانستان د ټولو سیاسي او قومي جریانونو شتون ته اړتیا لري نه یوازې دا چې امیرخان متقي دې غونډې ته وبلل شي.»

هغه په ​​ورته وخت کې مسکو ته د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود وروستي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د روسیې په پارلمان کې د عادلانه روسیې د ګوند له مشر سرګي میرونوف سره د هغه کتنه باید په پام کې ونیول شي.

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت پخوانی سفیر وايي:« د مقاومت جبهې مشر روسیې ته په سفر سره هڅه وکړه، چې کابل ته ووایي لا هم په مسکو او د روسیې د حکومت په څانګو کې د منلو وړ نفوذ لري.»

تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول د نړۍوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې ویلي چې دغه ډله د لویې جرګې پر پلان سلا او خبرې کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۶ مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني له یو شمېر رسنیو او سیاسي فعالانو سره د ستونزو او د هغو د حل په اړه خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید مهمند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سراج الدین حقاني ته یې ویلي، چې د طالبانو حکومت باید مشروع حکومت ته لاره هواره کړي او د دې لپاره اساسي قانون ته اړتیا ده.

سراج الدین حقاني د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تېره ورځ د لومړي ځل لپاره پنجشیر ته هم تللی و.