یوه پاکستانۍ مېرمن یوشمېر افغان کډوالو مېرمنو سره د کار د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي

د پاکستان د پېښور ښار په یوه کوچني روزنیز مرکز کې ۱۲ افغان مېرمنې خیاطي زده کوي. ماهرې بشیر د حرفوي زده‌کړو دغه مرکز هغه وخت جوړ کړ، چې پاکستان ته د افغانانو د پراخې کډوالۍ او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره د هغوی د مخامخ کېدو شاهده وه.