د هانګژو اسیایي سیالۍ: د وزن پورته کولو افغان لوبغاړی د خپلو سیالانو پروړاندې ولوبېده

افغان وزن پورته کوونکي زبیر نظري د ۸۱ کیلو ګرامه ډله کې په دویمه پاڼۍ کې سیالي وکړه؛ خو په دې و نه توانیده، چې بل پړاو ته لاره بیامومي هغه په لومړي حرکت کې ۱۰۳ او په دویم هغه کې یې ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن له خپل سره پورته کړ؛ خو و نه توانید چې دغه ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن کابو کړي.