• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دایران مذهبي مشر: له اسراییلو سره د اړیکو نورمالول په بایلونکي اس شرط وهل دي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر ویلي، هغه اسلامي هېوادونه چې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دي په بایلونکي اس باندې شرط لګوي. علي خامنه يي خبرداری ورکړ، چې د سیمې هغه هېوادونه چې«له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو قمار وهي»،زیان به وکړي.

خامنه يي له ایراني چارواکو او د اسلامي وحدت د کنفرانس له مېلمنو سره په کتنه کې امریکا د جګړې په دوام او د هېوادونو په چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه او ویې ویل، چې په سیمه کې ټولې جګړې بهرني لاملونه لري.

همداراز د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وویل، «موږ په کراتو ویلي چې موږ څوک جګړې او پوځي اقدام ته نه هڅوو او ور څخه ډډه هم کوو».

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ علي خامنه یي په دې غونډه کې وویل، چې امریکا د سیمې هېوادونه ته له سیاسي او اقتصادي پلوه ضربه رسوي او د سوریې تېل «غلا» کوي.

دایران د اسلامی جمهوریت مشر همداشان وویل: «امریکا په خپلو پوځي اډو کې له داعش څخه ساتنه او پالنه کوي ترڅو د اړتیا په وخت کې یې یو ځل بیا میدان ته راوباسي او د هېوادونو په چاروکې لاسوهنه وکړي».

هغه ټینګار وکړ؛ که ايران، عراق، سوريه، لبنان، سعودي عربستان، مصر، اردن او د فارس خليج هېوادونه متحد شي او په اساسي او عمومي مسايلو کې يو واحد سياست غوره کړي، زورور قوتونه د هغوي په کورنيو چارو او بهرني سياست کې لاسوهنه نه شي کولی.

علي خامنه يي له اسراییلو سره د اسلامي هېوادونو د اړیکو عادي کول «قمار» بللی او ویلي یې دي، چې د «ایران اسلامي جمهوریت قطعي نظر» دا دی؛ هغه دولتونه چې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو قمار وهي، زیان به وویني.

هغه ټینګار وکړ، چې اسرایل «تلونکی دی» او هغه حکومتونه چې له دې هېواد سره د اړیکو د عادي کولو په لټه کې دي «په بایلونکي اس باندې شرط تړي.»

په داسې حال کې چې ښاغلي خامنه يي د اسلامي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړی، چې امریکا د اسراییلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره منځګړیتوب کوي.

همداشان اسراییلو په دې وروستیو کې په رسمي توګه د بحرین په پلازمینه منامه کې خپل سفارت پرانیست. همدا راز مراکش، متحده عربي اماراتو او سوډان هم له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت په عراق، سوریې، لبنان او یمن کې د خپل ملاتړ لاندې شبکې او ځواکونو په استعمالولو تورن دی او په منځني ختیځ کې د ناکراریو یو له عاملونو څخه ګڼل کیږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل ​​د سرطان په میاشت کې وویل؛ واشنګټن به د ډېپلوماټیک فشار، له متحدینو او شریکانو سره د نېږدې همغږۍ او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو له لارې د ایران د «بې ثباته کوونکي چلند» په محدودولو تمرکز وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

وارسا او کییف د اوکراین د غلو-دانو د لېږد په اړه موافقې ته ورسېدل

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۱ GMT+۱
وارسا او کییف د اوکراین د غلو-دانو د لېږد په اړه موافقې ته ورسېدل
100%

پولنډ او اوکراین اعلان وکړ، چې دوی نورو هېوادونو ته د اوکراین د غلو-دانو د لېږد د چټکتیا په اړه موافقې ته رسېدلي دي. د سپټمبر په نیمایي کې د اوکراین د غلو-دانو په واردولو باندې د پولنډ له بندیز وروسته دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه د اوکراین د غلو د لېږد په اړه موافقه کوي.

پولنډ د غلو، بورې، غوښې، میوو او سبزیجاتو، شیدو، چرګانو هګیو او نورو اوکرایني خوراکي توکو پر وارداتو بندیز لګولی و.

د فرانسې ۲۴ خبري ټلویزیون د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د پولنډ د کرنې وزیر رابرټ تلوس د انلاین درې اړخیزې غونډې وروسته رسنیو ته وویل: "موږ پر یوې مهمې مسالې موافقې ته رسیدلي یو".

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د اوکراین کرنیز محصولات د پخوا په څېر د تور سمندرګي له لارې نه صادرېږي.

پرځای یې د اوکراین غله د ځمکې له لارې اروپایی هېوادونو لکه؛ پولنډ او هنګري ته لېږدول کیږي، له هغه ځایه نورو هېوادونو ته صادریږي.

د دغو دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، چې دغه مساله د وارداتي محصولاتو د لوړوالي او د بیو د ټیټوالي له امله کورنیو تولیدونکو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.

د ختیځې اروپا یو شمیر هېوادونو د مارچ په میاشت کې د اروپایي اتحادیې کمېسیون ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې د غلو، غوړیو، هګیو، چرګانو او بورې په څېر د محصولاتو واردات لوړې کچې ته رسېدلي دي.

دوی له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو تعرفې له سره غور وکړي.

په همدې حال کې اروپایي اتحادیې د اوکراین د غلو پر وارداتو د ګمرکي محصول لغوه کول د 2024 جون پورې تمدید کړل.
​

ترکیې په خپلو ۱۸ ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۸ GMT+۱
ترکیې په خپلو ۱۸ ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ
100%

په انقره کې له ځانمرګي برید وروسته ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد یوځل بیا عملیات پیل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه عملیات د ترکیې د استخباراتو د ادارې، پولیسو او قضايي چارواکو په همغږۍ ترسره شوي او تر دې دمه ۹۰ تنه نیول شوي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۱مه) خبر ورکړ، چې د کردستان د کارګر ګوند (پ ک ک) پر ضد عملیات پیل شوي دي.

دغې ډلې مخکې په انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.

دا برید د یکشنبې په ورځ (د میزان ۹مه) د دوبي د رخصتیو په پای کې د ترکیې د پارلمان د بیا پرانیستلو نه څو ساعته مخکې وشو او دوه تنه افسران پکې ټپیان شول.

په همدې ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا څرګنده کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخې ته وچول او بل بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ترکیه به "تر هغه چې وروستی ترهګر له منځه نه وي تللي، خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي".

د ترکیې اناتولي خبري اژانس لیکلي دي، چې د دغه هېواد د ترهگرۍ ضد وروستي عملیات د «پ ک ک» ترهگرې ډلې د غړو د پېژندلو په موخه تر سره شول.

د دغه خبری اژانس د خبر له مخې؛ ۱۸ عملیات په یو وخت د شانلې اورفا، استانبول، انتالیا، ادانا، بورسا، دیاربکر، غازی انتپ، ماردین، مرسین، دنیزلې، قونیه، کایسري، باتمان، اسپارتا، بالیکسیر، شرناق، کوجایلي او اماسیای د ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شوی دی.

د ترکیې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (میزان ۹مه ) اعلان وکړ، چې د عراق په شمال کې یې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د کرد یاغیانو ۲۰ پټنځایونه له منځه وړي دي.

هند کاناډا ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې له دغه هېواده خپل ۴۱ ډېپلوماټان وباسي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۲ GMT+۱
هند کاناډا ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې له دغه هېواده خپل ۴۱ ډېپلوماټان وباسي
100%

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې؛ هند کاناډا ته تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ورکړی چې له دغه هېواده خپل ۴۱ ډېپلوماټان وباسي. د هند او کاناډا اړیکې دا وخت سختې ترینګلې شوي، چې کاناډا د هند حکومت د سیک بېلتون غوښتونکي مشر او یو کاناډایی تبعه په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.

ډیلي، چې مخکې یې هردیپ سینګ نیجار یو "ترهګر" بللی و؛ دا تورونه یې بې اساسه وبلل.

فایننشل ټایمز د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي؛ هند ګواښ کړی چې له ۱۷ میزان وروسته به د کاناډایي ډېپلوماټانو معافیت لغوه کړي.

د دې ورځپاڼې په وینا؛ کاناډا په هند کې ۶۲ ډیپلوماټان لري او هند له دغو ډیپلوماټانو څخه د ۴۱ د وتلو غوښتنه کړې ده.

د هند او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر مخکې ویلي وو، چې په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو پر وړاندې د "د ډار او تاوتریخوالي فضاء" شتون لري.

منظور پښتین: د پښتنو د مظلومیت غږ د بندېدو هڅې کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۶ GMT+۱
منظور پښتین: د پښتنو د مظلومیت غږ د بندېدو هڅې کېږي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په تازه وینا کې چې د دوشنبې په ماښام د (تلې په ۱۰مه) پر خپله فیسوک پاڼه خپره کړې ویلي، هڅه کېږي چې د پروپاګند له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ بدنامه شي.

ښاغلي پښتین ویلي، د مودو راهیسي پښتانه پر خپله خاوره هیڅ ډول امن نه لري او د پښتنو د حقونو څخه د دفاع په موخه يې دغه غورځنګ رامنځته کړی، چې د پښتنو د ځورونو او پر هغوی د ظلمونو په غبرګون کې غږ پورته شي.

منظور پښتین وايي، ‌د هرې غونډې او لاریون وروسته د دغه غورځنګ مهم غړي نیول کېږي« اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد پروپاګند پیل شوی، زموږ د غورځنګ غړي نیول کېږي او په زندانونو کې د غورځنګ د غړو سره په دې موخه ناانساني چلند کېږي، چې له غورځنګ څخه بېل شي.»

نوموړی وايي، د پاکستاني ادارو د مخنیوي له کوښښونو سربېره‌ يې د روان کار په اګسټ میاشت کې په اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو د دفاع په موخه غونډه وکړه؛ خو د پاکستاني ادارو له لوري د جلسې د مخنیوي په موخه د دغه غورځنګ شاوخوا ۱۳۰۰ تنه غړي تر نیول کېدو وروسته بندیان شول.

منظور احمد پښتین په خپلې دغه تازه وینا کې د نوې تګ‌لارې او پلاونو په اړه هم غږېدلی دی.

نوموړي یوځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ‌ پر پلویانو غږ وکړ، چې د سویلي پښتونخوا او خېبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د پښتنو له حقونو څخه د دفاع په موخه جلسو ته چمتوالی ونیسي.

نوموړی وايي: .«دا خاوره د نیابتي جکړو لپاره په هیڅ ډول هم چاته نه پرېږدو.»

د پښتون ژغورني غورځنګ د فعالیتونو د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت له هرې ممکنې لارې کار اخیستی دی.

تېره میاشت د پاکستان د حکومت له لوري په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر کور چاپه ووهل شوه، د دې تر څنګ د دغه غورځنګ مهم غړي علي وزیر، ګېله‌من وزیر او نورو کسانو ترڅنګ د غورځنګ ملاتړي او د بشري حقونو فعاله ایمان مزاري هم ونیول شوه.

ډونالډ ټرمپ د خپلې شتمنۍ په اړه د دروغ ویلو له امله محکمې ته احضار شوی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ د خپلې شتمنۍ په اړه د دروغ ویلو له امله محکمې ته احضار شوی
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.

ښاغلی ټرمپ د خپل مالي وضعیت په اړه د دروغ ویلو له امله له یو ملیارد ډالرو څخه په ډېرې ګټې اخیستو تورن شوی.

د امریکا پخوانی ولسمشر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د نیویارک په منهاټن ولسوالۍ کې یوې ملکي محکمې ته حاضر شو.

د ښاغلي ټرمپ څارنوال کیون والاس وویل، چې هغه د پورونو او بیمې لپاره خپل مالي وضعیت له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نادرست بیان کړی و.

د نوموړي په وینا؛ دې کار د ښاغلي ټرمپ مالي ګټه شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته لوړه شوې او د املاکو بازار ته یې لوی ګوزار ورکړ.

هغه ټینګار وکړ چې دا یو "جرم" دی چې "بې قربانۍ" نه دی. خو د ښاغلي ټرمپ وکیل کریسټوفر کیس په خپله دفاع کې ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر او د ټرمپ ادارې مالي چارې په بشپړه توګه قانوني دي.

نوموړي ټینګار وکړ: "د درغلۍ هېڅ اراده نه وه، هېڅ غلط کار قصدي نه دی شوی، هېڅ غیرقانوني کار نه دی شوی، نه هم په سود اتکا شوې او نه هم ناعادلانه عمل شوی دی."

که پر ډونالډ ټرمپ لګېدلي تورونه ثابت شي؛ ښايي تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو جریمې او په نیویارک کې د هغه پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز ولګول شي.

د ښاغلي ټرمپ محاکمه کولی شي، د هغه راتلونکې ټاکنیزې هلې ځلې اغېزمنې کړي.