ډونالډ ټرمپ د خپلې شتمنۍ په اړه د دروغ ویلو له امله محکمې ته احضار شوی

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.
ښاغلی ټرمپ د خپل مالي وضعیت په اړه د دروغ ویلو له امله له یو ملیارد ډالرو څخه په ډېرې ګټې اخیستو تورن شوی.
د امریکا پخوانی ولسمشر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د نیویارک په منهاټن ولسوالۍ کې یوې ملکي محکمې ته حاضر شو.
د ښاغلي ټرمپ څارنوال کیون والاس وویل، چې هغه د پورونو او بیمې لپاره خپل مالي وضعیت له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نادرست بیان کړی و.
د نوموړي په وینا؛ دې کار د ښاغلي ټرمپ مالي ګټه شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته لوړه شوې او د املاکو بازار ته یې لوی ګوزار ورکړ.
هغه ټینګار وکړ چې دا یو "جرم" دی چې "بې قربانۍ" نه دی. خو د ښاغلي ټرمپ وکیل کریسټوفر کیس په خپله دفاع کې ویلي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر او د ټرمپ ادارې مالي چارې په بشپړه توګه قانوني دي.
نوموړي ټینګار وکړ: "د درغلۍ هېڅ اراده نه وه، هېڅ غلط کار قصدي نه دی شوی، هېڅ غیرقانوني کار نه دی شوی، نه هم په سود اتکا شوې او نه هم ناعادلانه عمل شوی دی."
که پر ډونالډ ټرمپ لګېدلي تورونه ثابت شي؛ ښايي تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو جریمې او په نیویارک کې د هغه پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز ولګول شي.
د ښاغلي ټرمپ محاکمه کولی شي، د هغه راتلونکې ټاکنیزې هلې ځلې اغېزمنې کړي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د اسټرالیا هېواد له افغانستان سره پنځه میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته کړې ده.
اوچا پر خپلې اېکس پاڼې د اسټرالیا هېواد د مرستو خبر ورکړی او له هغوی یې د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې د افغانستان خلک له بل هر وخته بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.
دغه دفتر زیاتوي، چې یادې مرستې به په بشري فعالیتونو ولګول شي او له نورو مرسته کوونکو څخه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان څه موده وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په شدید ډول له بشري کړکېچ سره مخ دی او که چېرې بشري مرستې ورسره ونه شي، ښايي بشري ناورین رامنځته شي.
په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال سازمان هم وايي، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي.
دغه سازمان پر خپلې اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي؛ له یو میلیون څخه ډېرې مېندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د کییف په یوې "تاریخي" غونډې کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ اعلان وکړ. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزب بورل ویلي، دا له اروپايي ټولنې بهر د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ده.
د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې ښاغلي بورل دا غونډه "تاریخي" وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اروپايي اتحادیې چارواکو د اوکراین له خلکو سره د پیوستون څرګندولو لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
هغه د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه د اروپا د وجود لپاره یو ګواښ وباله او خبرداری یې ورکړ، چې دغه جګړه د ټولې نړۍ لپاره جدي پایلې لري.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له جمهوري غوښتونکو غوښتي چې اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د ورکولو د پلان د تصویب ملاتړ وکړي.
د میزان په اتمه؛ د استازو جرګې او د امریکا سنا د فیډرالي ادارو لپاره ۴۷ ورځیني د تمویل پلان تصویب کړ، چې د متحده ایالاتو د حکومت د بندیدو مخه ونیسي.
لنډمهاله پلان په دې موده کې اوکراین ته نوې مرستې نه لري. په داسې حال کې چې ډېموکراټانو غوښتل د اوکراین د مرستو بهیر ته دوام ورکړي، د جمهوري غوښتونکو یوې برخې د دغو مرستو د محدودولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن هم له کانګرس څخه وغوښتل چې له اوکراین سره د مرستې لپاره نورې پیسې ځانګړې کړي. هغه ویلي دي چې امریکا باید د اوکراین د خلکو سره د خپل هېواد د دفاع په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولبا له کییف سره د مرستو د لغوه کولو لپاره د کانګرس موقتي پلان یوه "حادثه" وبلله او زیاته یې کړه، چې دا پرېکړه د اوکراین په اړه د واشنګټن په چلند کې د بدلون څرګندونه نه کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د امریکا د کانګرس د موقتي پلان په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او اروپايي ټولنه د اوکراین له جګړې ستړي شوي دي. د هغه په وینا؛ مسکو دا وړاندوینه کړې وه.
پیسکوف دا اعلان هم وکړ چې دا فتوا به د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف ته وده ورکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا هم له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه د اروپايي ټولنې پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په کییف کې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو حضور دا پیغام ورکوي، چې مسکو باید وپوهېږي چې موږ له مرستو ستړي شوي نه یو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سناک پرون اعلان وکړ، چې لندن اوکراین ته د برېتانوي پوځي روزونکو د لېږلو نیت نه لري.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوه کمپاین په پیلولو سره د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل، چې افغان ښځو او نجونو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. تر اوسه څه باندې ۴۵۰۰ کسانو دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی او له فرانسې یې غوښتي، چې افغان ښځو او نجونو ته دې دغه هېواد ته د تګ چانس ورکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د سنبلې له ۲۱ مې څخه د میزان ۱۰ پورې د دې غوښتنې په ملاتړ د لاسلیکونو راټولولو لپاره آنلاین غوښتنلیک پیل کړ او ۴۶۵۶ کسانو لاسلیک کړ.
د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ په پاریس کې د دې کمپاین د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه کړه.
د دې غوښتنو په متن کې راغلي، چې طالبان په پراخ او منظم ډول نجونې او ښځې ځوروي.
د بښنې نړۍوال سازمان د حقوقي تحلیل له مخې؛ د دې ډلې چلند کېدای شي "د بشریت ضد جرم" وي.
د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان وايي، هغه ښځې چې د طالبانو له ظلمونو څخه ګاونډيو هېوادونو لکه؛ ايران او پاکستان ته تښتېدلي، په دغو هېوادونو کې هم له نورو ځورونو سره مخ دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د ایران او پاکستان د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دغو مېرمنو په خپلسري توګه نیول او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو خطر یاد کړی دی.
دغه سازمان لیکلي، چې د فرانسې ویزې د ګوتو په شمېر افغانو ښځو او نجونو ته ورکول کېږي، چې له خطر سره مخامخ دي او د دغه هېواد قونسلګرۍ له ډېر ځنډ سره د ویزې غوښتنې ته ځواب وايي.

د فزیولوژي او طب په برخه کې د نوبل جایزه دوه پوهانو ته ورکړل شوه، چې د کوویډ - ۱۹ لپاره د mRNA واکسینونو جوړولو ټیکنالوژي یې رامنځته کړې ده. کاتالین کاریکو د هنګري بایو کیمیا پوه او ډرو ویسمن یو امریکایی ډاکټر دی، چې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول.
په ټوله نړۍ کې میلیونونو خلکو د دې دوه ساینس پوهانو لخوا رامنځته شوي ټېکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې، ترڅو د کوویډ - ۱۹ وبا څخه ځان وژغوري.
هغه ټېکنالوژي، چې دغو دوو امریکايي او هنګري پوهانو اختراع کړې وه، اوس د سرطان د واکسین د تولید په برخه کې د څېړنې لپاره کارول کیږي.
آغلې کیریکو په RNARx شرکت کې د مدیرې په توګه کار کړی او اوس مهال د بیوانتک درمل جوړونې مديره ده. هغه د پنسلوانیا په پوهنتون کې پروفیسوره هم ده.
د ډرو ویسمن څېړنیز فعالیت بیا د آر ان اې واکسینونو د جوړولو بنسټ اېښودل وو.

د کوسوو د کورنیو چارو وزیر جلال اسوکلا ویلي دي، چې شواهد ښيي چې د هېواد په شمال کې یې د پولیسو پر ځواکونو د برید کوونکو برید د سربیا لخوا د کوسوو د شمال د نیولو لپاره پلان شوې هڅه وه. ښاغلي اسوکلا وویل، چې سربیا برید کوونکو ته پوځي، لوژستیکي او مالي تجهیزات ورکړي وو.
ښاغلي اسوکلا د یکشنبې په ورځ د کوسوو په شمالي ښار میترویکا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سربیا ولسمشر، د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په مستقیم ډول له برید څخه خبر وو.
نوموړي د برید کوونکو شمېر هم ۹۰ اعلان کړ او زیاته یې کړه، چې دوی له ډېرې مودې راهیسې د سربیا په پوځي اډو کې روزل شوي وو.
تر دې وړاندې رسنیو د برید کوونکو شمېر ۳۰ تنه ښودلی و.
په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې د سربیا وسله والو یوې ډلې د دغه هېواد په شمال کې په یوه کلي کې د کوسوو پر پولیسو برید وکړ.
د تېرې یکشنبې د ورځې په برید کې یو پولیس او درې بریدګر ووژل شول.
د کوسوو د چارواکو په وینا؛ د برید کوونکو د لټون په ترڅ کې د پام وړ درنې وسلې او په زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف شوي دي.
اسوکلا ټینګار وکړ، چې د بې پیلوټه الوتکو څخه ترلاسه شوي معلومات په برید کې د بلګراد د ښکیلتیا په اړه د کوسوو چارواکو څرګندونې تاییدوي.
هغه زیاته کړه، چې برید کوونکو پلان درلود چې له شمالي کوسوو څخه سربیا ته د ځمکې لاندې تونل جوړ کړي؛ ترڅو د اړتیا وړ تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي.
د کوسوو د پولیسو مشر هم د اسوکلا خبره تایید کړه او ویې ویل چې ترلاسه شوي اسناد د بلګراد پرېکړه تاییدوي چې د کوسوو شمال اشغال کړي.
خو هغه زياته کړه، چې دا اسناد اوس خبريالانو ته نه شي ورکولاى.
په همدې حال کې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د میزان په اتمه د جمعې په ورځ وویل، چې هېواد یې له کوسوو سره جګړه نه غواړي، ځکه په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدل به له اروپايي ټولنې سره د بلګراد د یوځای کېدو هڅې زیانمنې کړي.
هغه همدارنګه د کوسوو پولې ته نېزدې د نورو عسکرو د لېږلو خبر دروغ بولي او تاکيد يې وکړ، چې بلګراد به له پرستينا سره د تاو تريخوالي له زياتېدو ګټه وانه خلي.
امريکا د می په اوومه نېټه له کوسوو سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه د سربیا د پوځي ځواکونو د استولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه يې وکړه.
د کوسوو په شمال کې کړکېچ د روان کال د جوزا په میاشت کې په تاوتریخوالي بدل شو، چې د البانیایي ښاروالان د اپریل په میاشت کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې وټاکل شول چې د سربیانو لخوا بایکاټ شوي وو.
د کوسوو اکثریت اوسیدونکي البانیایي ژبي دي، مګر د دې هیواد په شمال کې زیاتره نفوس د سربیانو دي.