• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کوسوو د کورنیو چارو وزیر: د سربیا اړوند وسله والو بریدګرو غوښتل چې د کوسوو شمال ونیسي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د کوسوو د کورنیو چارو وزیر جلال اسوکلا ویلي دي، چې شواهد ښيي چې د هېواد په شمال کې یې د پولیسو پر ځواکونو د برید کوونکو برید د سربیا لخوا د کوسوو د شمال د نیولو لپاره پلان شوې هڅه وه. ښاغلي اسوکلا وویل، چې سربیا برید کوونکو ته پوځي، لوژستیکي او مالي تجهیزات ورکړي وو.

ښاغلي اسوکلا د یکشنبې په ورځ د کوسوو په شمالي ښار میترویکا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سربیا ولسمشر، د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په مستقیم ډول له برید څخه خبر وو.

نوموړي د برید کوونکو شمېر هم ۹۰ اعلان کړ او زیاته یې کړه، چې دوی له ډېرې مودې راهیسې د سربیا په پوځي اډو کې روزل شوي وو.

تر دې وړاندې رسنیو د برید کوونکو شمېر ۳۰ تنه ښودلی و.

په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې د سربیا وسله والو یوې ډلې د دغه هېواد په شمال کې په یوه کلي کې د کوسوو پر پولیسو برید وکړ.

د تېرې یکشنبې د ورځې په برید کې یو پولیس او درې بریدګر ووژل شول.

د کوسوو د چارواکو په وینا؛ د برید کوونکو د لټون په ترڅ کې د پام وړ درنې وسلې او په زیاته اندازه چاودیدونکي توکي کشف شوي دي.

اسوکلا ټینګار وکړ، چې د بې پیلوټه الوتکو څخه ترلاسه شوي معلومات په برید کې د بلګراد د ښکیلتیا په اړه د کوسوو چارواکو څرګندونې تاییدوي.

هغه زیاته کړه، چې برید کوونکو پلان درلود چې له شمالي کوسوو څخه سربیا ته د ځمکې لاندې تونل جوړ کړي؛ ترڅو د اړتیا وړ تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي.

د کوسوو د پولیسو مشر هم د اسوکلا خبره تایید کړه او ویې ویل چې ترلاسه شوي اسناد د بلګراد پرېکړه تاییدوي چې د کوسوو شمال اشغال کړي.

خو هغه زياته کړه، چې دا اسناد اوس خبريالانو ته نه شي ورکولاى.

په همدې حال کې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د میزان په اتمه د جمعې په ورځ وویل، چې هېواد یې له کوسوو سره جګړه نه غواړي، ځکه په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدل به له اروپايي ټولنې سره د بلګراد د یوځای کېدو هڅې زیانمنې کړي.

هغه همدارنګه د کوسوو پولې ته نېزدې د نورو عسکرو د لېږلو خبر دروغ بولي او تاکيد يې وکړ، چې بلګراد به له پرستينا سره د تاو تريخوالي له زياتېدو ګټه وانه خلي.

امريکا د می په اوومه نېټه له کوسوو سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه د سربیا د پوځي ځواکونو د استولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه يې وکړه.

د کوسوو په شمال کې کړکېچ د روان کال د جوزا په میاشت کې په تاوتریخوالي بدل شو، چې د البانیایي ښاروالان د اپریل په میاشت کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې وټاکل شول چې د سربیانو لخوا بایکاټ شوي وو.

د کوسوو اکثریت اوسیدونکي البانیایي ژبي دي، مګر د دې هیواد په شمال کې زیاتره نفوس د سربیانو دي.
​

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

لیندزي ګراهام:اوکراین سره د امریکا مرستو بندولو پایلې به له افغانستانه د وتلو پرتله بدې وي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۱
لیندزي ګراهام:اوکراین سره د امریکا مرستو بندولو پایلې به له افغانستانه د وتلو پرتله بدې وي
100%

د جمهوري غوښتونکو مخکښ سناتور لیندزي ګراهام وايي، له اوکراین سره د واشنګټن د مرستو بندولو پایلې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو لس چنده بدې وي. لینډزي ګراهام ویلي: «له اوکراین سره د مالي مرستو بندول د تایوان لپاره د مرګ سزا ده.»

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د تلي په نهمه) له سي بي ایس نیوز رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د ترورېزم پر وړاندې له جګړې وروسته تر ټولو ستره تېروتنه مو دا وه چې له افغانستانه مو ځواکونه وایستل.»

لینډزي ګراهام دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړي چې،«ایا له ډونالډ ټرمپ څخه يې د اوکراین سره د مرستې د زیاتوالي غوښتنه کړي.»

د جمهوري غوښتونکو دا سناتور ویلي: «زه به دا هغه ته پریږدم چې څه کوي، خو هغه غوښتل چې له افغانستانه ووځي.»

ډونلډ ټرمپ په وار وار اعلان کړی چې که د امریکا د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین د جګړې مساله حل کړي.

د روسیې ولسمشر پوتین د جنورۍ په ۲۱ مه په یوه وینا کېد اوکراین د کړکېچ په ګډون د فشاري ستونزو د حل لپاره د ټرمپ چمتووالی په مثبت ډول و ارزاوه.

لینډزي ګراهام هغو کسانو ته په اشاره چې وايي اوکران مهم نه دی وايي: «اوس غلط یاست، جګړه لوییږي، کوچنۍکیږي نه،»

دغه امریکايي سناتور ویلي، چې تایوان به له اوکراین سره د امریکا د مرستو له ځنډولو سره له ستونزو سره مخامخ شي.

د هغه په وینا، که اوکراین روسیې ته ماتې ورکړي، د دې احتمال لږ دی چې چین به پر تایوان برید وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی د بشري اړتیاوو د څیړلو لپاره قره باغ ته ورسید

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۲ GMT+۱
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی د بشري اړتیاوو د څیړلو لپاره قره باغ ته ورسید
100%

له قره باغ څخه د زرګونو ارمنیانو له وتلو سره سم، اذربایجاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو یو پلاوی چې په کې د مرستندویه سازمانونو لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي، قره باغ ته رسېدلی دی. دغه پلاوي د اذربایجان په بلنه دغې سیمې ته سفر کړی دی.

رویټرز لیکلي چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړنی نړیوال سازمان دی چې سیمې ته سفر کوي، چې د ارمنستان په ملاتړ د ارمني بېلتون پالو په ولکه کې وه او له څو کلنې جګړې وروسته اوس د باکو بشپړ واک لاندې دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د تلې په اوومه نېټه د دغه پلاوي په اړه وويل چې دوی به «د قره باغ سيمې وضعيت له نږدې وڅېړي او د هغو خلکو بیړنۍ او بشري اړتياوې به په ګوته کړي چې په دغه سيمه کې پاتې دي. او هغه کسان چې اوس له هغه ځایه د وتلو په حال کې دي، وپيژني.»

هغه زیاته کړه، «د پلاوي تمرکز د بشري اړتیاوو او همدارنګه د خوندینې په مساله باندې دی.»

په قره باغ باندې د اذربایجان له وروستيواک سره د دغې سیمې په لسګونو زره ارمنیان د ظلم له ویرې د ارمنستان لاره خپله کړې ده.

طالبانو د ترکیې په پلازمېنه کې ځانمرګی برید غندلی دی

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو د ترکیې په پلازمېنه کې ځانمرګی برید غندلی دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې ځانمرګی برید یوه ترخه او خواشینونکې پېښه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. دا برید د یکشنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه شوی او دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) پر غاړه اخیستی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې دغه ځانمرګی برید پر ځايي وخت سهار شاوخوا نهه نیمې بجې شوی.

د هغه په ​​وينا، يوه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول او بل بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلېنهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه ترخه او بدمرغه پېښه په کلکه غندي چې نن سهار د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او د یو شمېر ترکي پولیسو د ټپي کېدو لامل شوه.»

طالبانو دا برید په داسې حال کې غندلی چې دغې ډلې پخپله په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي څومره چې طالبانو کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ځانمرګو بریدګرو له ژوندي پاتې شویو کسانو سره لیدلي او هغوی يې ستايلي دي.

جو بایډن: جمهوريت پال دې د فډرالي حکومت په بودیجه کې اوکراین ته مرستې شاملې کړي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۲ GMT+۱
جو بایډن: جمهوريت پال دې د فډرالي حکومت په بودیجه کې اوکراین ته مرستې شاملې کړي
100%

د متحده ایالاتو ولسمشر د یکشنبې په ورځ په کانګرس کې له جمهوريت پالو وغوښتل چې اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د لایحې ملاتړ وکړي "ملنډې دې پریږدي." بایډن وویل، له اوکراین سره د مرستو دوام لپاره وخت کم دی، ځکه له روسیې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی.

د امریکا ولسي جرګې او سنا د شنبې په ورځ (د تلې اتمه) د امریکا د فدرالي حکومت د لنډمهالې بودیجې د برابرولو پلان تصویب کړ، چې دولت رخصت نه شي، خو دغه لایحه چې د لړم تر ۲۶مې پورې د اعتبار وړ ده، له اوکراین سره مرستې نه دي پکې شاملې.

له دې سره، بایډن وویل چې جمهوريت غوښتونکو ژمنه کړې چې په جلا توګه به د اوکراین د مرستې لایحې ته رایه ورکړي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ په هیڅ حالت کې اجازه نه ورکوو چې له اوکراین سره د امریکا ملاتړ ودرول شي. زه تمه لرم چې د جرګې مشر به له اوکراین سره د مرستې لپاره له خپلو ژمنو سره سم اړین ملاتړ چمتو کړي ځکه چې دوی د (روسيې) تیري په وړاندې د ځان دفاع کوي.»

د جمهوريت غوښتونکو استازو ترمنځ، اوکراین ته د اوږدې مودې د نا مشروطو مرستو ملاتړ د جوبایډن د تمې خلاف کم شوی دی.

دوی وايي، اوکراین د روسیې پروړاندې د جګړېګټلو پلان نه لري او دغه هېواد ته د امریکا د مرستو د لګولو څارنه هم نشته.

بایډن په دې وروستیو کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به د ځینو جمهوريت غوښتونکو قانون جوړونکو له مخالفت سره سره د روسیې د تیريو په شا تمبولو کې د هغه د مبارزې په کلکه ملاتړ ته دوام ورکړي.

جوبایډن له جمهوریت غوښتنوکو وغوښتل چې د امتیاز ترلاسه کولو سیاست پریږدي، هغه وویل: «زه په ځانګړي ډول په کانګرس کې له خپلو جمهوري غوښتونکو ملګرو څخه غوښتنه کوم چې انتظار پریږدي. خپل وخت مه ضایع کوئ لکه څنګه چې تاسو ټول اوړی تیر کړل. کلنۍ بودیجه مو تصویب کړه.هغه تړون ته درناوی وکړئ چې موږ څو میاشتې مخکې کړی و.»

ترکي پوځ په انقره کې د برید په ځواب کې د کردي وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱
ترکي پوځ په انقره کې د برید په ځواب کې د کردي وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي
100%

د ترکیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې یې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د کردي وسلوالو شل پټنځایونه له منځه وړي. دا عملیات په انقره کې د پروني ځانمرګي برید په غبرګون کې شوي، چې کرد کاګر ګوند یې مسولیت په غاړه اخیستی.

د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې د حکومت پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې موخه یې د کردستان د یوه خپلواک حکومت جوړول دي.

دغه وسله واله ډله د ترکیې، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د یوې «ترهګرې» ډلې په توګه پیژندل شوې.

د ترکیې پوځ وايي، د عراق په شمال کې یې د هاکورک، قندیل او ګارا په سیمو کې د «ترهګرو» پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، «د عراق په شمال کې د خلکو پرخلاف د ترهګریزو بریدونو د له منځه وړلو او د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه په هاکورک، قندیل او ګارا سیمو کې د هدفونو پر خلاف هوايي عملیات ترسره شوي دي.»

د ترکیې د دفاع وزارت زیاته کړه چې دا جګړه به تر هغه پای ته ونه رسیږي چې یو «ترهګر» هم پاتې وي.

دغه وزارت د خپلو هوايي عملیاتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړي.

د ترکیې دغه هوايي عملیات په داسې حال کې شوي چې پرون سهار د ترکیې پلازمېنه انقره د یوه ځانمرګي برید هدف وګرځید.

ددغه برید مسولیت چې دوه بریدګر پکې ووژل شول د کردستان د کارګر ګوند و مانه، دغه ګوند د ترکيې د حکومت پر ضد جنګېږي.