اوچا: اسټرالیا له افغانستان سره پنځه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د اسټرالیا هېواد له افغانستان سره پنځه میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د اسټرالیا هېواد له افغانستان سره پنځه میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته کړې ده.
اوچا پر خپلې اېکس پاڼې د اسټرالیا هېواد د مرستو خبر ورکړی او له هغوی یې د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې د افغانستان خلک له بل هر وخته بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.
دغه دفتر زیاتوي، چې یادې مرستې به په بشري فعالیتونو ولګول شي او له نورو مرسته کوونکو څخه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان څه موده وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په شدید ډول له بشري کړکېچ سره مخ دی او که چېرې بشري مرستې ورسره ونه شي، ښايي بشري ناورین رامنځته شي.
په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال سازمان هم وايي، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي.
دغه سازمان پر خپلې اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي؛ له یو میلیون څخه ډېرې مېندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته ځي، دوی کوم سیاسي مشکل نه لري؛ بلکې د درېیمې نړۍ ټول هېوادونه له دغې ستونزې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت د سازمان د راپور له مخې؛ پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې نېږدې ۳،۶ میلیونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
دا مهال په پاکستان او ایران کې نېږدې اوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او له سختو کړاوونو سره مخ دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون پر خپلې اېکس پاڼې د نوموړي یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې پکې نوموړی وايي؛ له افغانستان څخه د د افغانانو وتل د دوی په راتګ پورې کوم ځانګړی تړاو نه لري.
هغه زیاته کړې: “ هغه خلک چې له تېر رژیم سره خاص تړلي وو او یا له خارجي کړیو سره بسته وو، هغوی به خامخا له هغوی سره تللي وي او یا به ځي”.
نوموړی وايي، چې د ګاونډیو هېوادونو اتباعو ته که چېرې پرمختللو هېوادونو ته د تګ زمینه برابره شي، هغوی هم خپل هېواد پرېږدي.
متقي زیاتوي، چې د دوی تر واکمنۍ وړاندې د افغانستان په ۳۵ سلنه سیمو کې د زده کړو زمینه برابره وه؛ مګر اوس په ټول افغانستان کې دوی د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
دا مهال په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده کړو د بندیز تر څنګ د کار بندیز هم موجود دی، دغو بندیزونو په کورني او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو طالبان بیا د نجونو د زده کړو مساله خپله داخلي مساله بولي.
امیر خان متقي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو په اړه ویلي، چې دوی نه غواړي د نجونو د ښوونځیو په پرانیستو له داخلي ستونزو سره مخ شي او هڅه کوي چې یوه معقوله لار پېدا کړي.
د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي یو ځل بیا د طالبانو حکومت ټولګډونه ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی د پخواني حکومت په څېر ټولګډونه حکومت نه غواړي.
د یادونې وړ ده، د طالبانو د حکومت له پیله نړۍواله ټولنه او د سیمې هېوادونه له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو اساسي غوښتنې لري، خو طالبانو تر اوسه د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره به ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د «واحد سند سیستم» پلي کړي. د پاکستان د خراسان ډېري د راپور له مخې؛ له دې وروسته افغان مسافر کولی شي یوازې په پاسپورټ او ویزو سره پاکستان ته داخل شي.
د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرینو کولی شول د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.
له دې وړاندې د سپین بودلک پر لار یو شمېر افغانانو ته په تذکرو پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېده.
تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
خو پاکستانۍ ورځپاڼې خراسان د یوه چارواکي په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ د دې نوې پرېکړې خبر ورکړی دی.
د دې پرېکړې پایله د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو ترمنځ سوداګري او اړیکې محدودولی شي او د دوی پر اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز ښیندلی شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د کییف په یوې "تاریخي" غونډې کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ اعلان وکړ. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزب بورل ویلي، دا له اروپايي ټولنې بهر د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ده.
د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې ښاغلي بورل دا غونډه "تاریخي" وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اروپايي اتحادیې چارواکو د اوکراین له خلکو سره د پیوستون څرګندولو لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
هغه د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه د اروپا د وجود لپاره یو ګواښ وباله او خبرداری یې ورکړ، چې دغه جګړه د ټولې نړۍ لپاره جدي پایلې لري.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له جمهوري غوښتونکو غوښتي چې اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د ورکولو د پلان د تصویب ملاتړ وکړي.
د میزان په اتمه؛ د استازو جرګې او د امریکا سنا د فیډرالي ادارو لپاره ۴۷ ورځیني د تمویل پلان تصویب کړ، چې د متحده ایالاتو د حکومت د بندیدو مخه ونیسي.
لنډمهاله پلان په دې موده کې اوکراین ته نوې مرستې نه لري. په داسې حال کې چې ډېموکراټانو غوښتل د اوکراین د مرستو بهیر ته دوام ورکړي، د جمهوري غوښتونکو یوې برخې د دغو مرستو د محدودولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن هم له کانګرس څخه وغوښتل چې له اوکراین سره د مرستې لپاره نورې پیسې ځانګړې کړي. هغه ویلي دي چې امریکا باید د اوکراین د خلکو سره د خپل هېواد د دفاع په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولبا له کییف سره د مرستو د لغوه کولو لپاره د کانګرس موقتي پلان یوه "حادثه" وبلله او زیاته یې کړه، چې دا پرېکړه د اوکراین په اړه د واشنګټن په چلند کې د بدلون څرګندونه نه کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د امریکا د کانګرس د موقتي پلان په غبرګون کې ویلي، چې امریکا او اروپايي ټولنه د اوکراین له جګړې ستړي شوي دي. د هغه په وینا؛ مسکو دا وړاندوینه کړې وه.
پیسکوف دا اعلان هم وکړ چې دا فتوا به د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف ته وده ورکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا هم له اوکراین سره د مرستو د دوام په اړه د اروپايي ټولنې پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په کییف کې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو حضور دا پیغام ورکوي، چې مسکو باید وپوهېږي چې موږ له مرستو ستړي شوي نه یو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سناک پرون اعلان وکړ، چې لندن اوکراین ته د برېتانوي پوځي روزونکو د لېږلو نیت نه لري.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوه کمپاین په پیلولو سره د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل، چې افغان ښځو او نجونو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. تر اوسه څه باندې ۴۵۰۰ کسانو دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی او له فرانسې یې غوښتي، چې افغان ښځو او نجونو ته دې دغه هېواد ته د تګ چانس ورکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د سنبلې له ۲۱ مې څخه د میزان ۱۰ پورې د دې غوښتنې په ملاتړ د لاسلیکونو راټولولو لپاره آنلاین غوښتنلیک پیل کړ او ۴۶۵۶ کسانو لاسلیک کړ.
د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ په پاریس کې د دې کمپاین د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه کړه.
د دې غوښتنو په متن کې راغلي، چې طالبان په پراخ او منظم ډول نجونې او ښځې ځوروي.
د بښنې نړۍوال سازمان د حقوقي تحلیل له مخې؛ د دې ډلې چلند کېدای شي "د بشریت ضد جرم" وي.
د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان وايي، هغه ښځې چې د طالبانو له ظلمونو څخه ګاونډيو هېوادونو لکه؛ ايران او پاکستان ته تښتېدلي، په دغو هېوادونو کې هم له نورو ځورونو سره مخ دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د ایران او پاکستان د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دغو مېرمنو په خپلسري توګه نیول او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو خطر یاد کړی دی.
دغه سازمان لیکلي، چې د فرانسې ویزې د ګوتو په شمېر افغانو ښځو او نجونو ته ورکول کېږي، چې له خطر سره مخامخ دي او د دغه هېواد قونسلګرۍ له ډېر ځنډ سره د ویزې غوښتنې ته ځواب وايي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب حکم له مخې؛ دغه ډله پلان لري چې کابل ته په غځېدلو لویو لارو کې جومات جوړ کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې دا پرېکړه د طالبانو د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوه.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې؛ په کابل کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد د دغه فرمان د عملي کېدو په موخه د دغه ډلې د کرنې، فواید عامې، حج او اوقافو او ښار جوړونې ریاستونو له رییسانو سره وکتل.
په کابل کې د طالبانو والي ویلي دي، چې دا جوماتونه به په "ضروري" سیمو کې جوړ شي، چې په لویو لارو کې د لمونځ کوونکو لپاره د ځای د نشتوالي ستونزه هواره کړي.
طالبانو د دغو جوماتونو کره شمېر او ځای نه دی روښانه کړی او نه یې هم د جوړولو لګښت په ډاګه کړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې دغې ډلې د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولې دي.
