• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره به ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د «واحد سند سیستم» پلي کړي. د پاکستان د خراسان ډېري د راپور له مخې؛ له دې وروسته افغان مسافر کولی شي یوازې په پاسپورټ او ویزو سره پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرینو کولی شول د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.

له دې وړاندې د سپین بودلک پر لار یو شمېر افغانانو ته په تذکرو پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېده.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې خراسان د یوه چارواکي په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ د دې نوې پرېکړې خبر ورکړی دی.

د دې پرېکړې پایله د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو ترمنځ سوداګري او اړیکې محدودولی شي او د دوی پر اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز ښیندلی شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۹ GMT+۱
پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي
100%

پاکستاني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې لسګونو وسله والو په "میانوالې" کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس او دوه بریدګر وژل شوي دي.

پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي، چې برید کوونکي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو، د شنبې په شپه یې برید پیل کړی و او د یکشنبې په سهار پای ته ورسېد.

تر دا مهاله د یادې پېښې په تړاو د پاکستاني طالبانو ډلې څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په دغو کې ۱۳۷ تنه د اردو سرتیري دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: فرانسه دې افغان مېرمنو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: فرانسه دې افغان مېرمنو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د یوه کمپاین په پیلولو سره د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل، چې افغان ښځو او نجونو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. تر اوسه څه باندې ۴۵۰۰ کسانو دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی او له فرانسې یې غوښتي، چې افغان ښځو او نجونو ته دې دغه هېواد ته د تګ چانس ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سنبلې له ۲۱ مې څخه د میزان ۱۰ پورې د دې غوښتنې په ملاتړ د لاسلیکونو راټولولو لپاره آنلاین غوښتنلیک پیل کړ او ۴۶۵۶ کسانو لاسلیک کړ.

د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ په پاریس کې د دې کمپاین د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه کړه.

د دې غوښتنو په متن کې راغلي، چې طالبان په پراخ او منظم ډول نجونې او ښځې ځوروي.

د بښنې نړۍوال سازمان د حقوقي تحلیل له مخې؛ د دې ډلې چلند کېدای شي "د بشریت ضد جرم" وي.

د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان وايي، هغه ښځې چې د طالبانو له ظلمونو څخه ګاونډيو هېوادونو لکه؛ ايران او پاکستان ته تښتېدلي، په دغو هېوادونو کې هم له نورو ځورونو سره مخ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د ایران او پاکستان د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دغو مېرمنو په خپلسري توګه نیول او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو خطر یاد کړی دی.

دغه سازمان لیکلي، چې د فرانسې ویزې د ګوتو په شمېر افغانو ښځو او نجونو ته ورکول کېږي، چې له خطر سره مخامخ دي او د دغه هېواد قونسلګرۍ له ډېر ځنډ سره د ویزې غوښتنې ته ځواب وايي.

طالبان پلازمینې کابل ته پر غځېدلو لویو لارو جوماتونه جوړوي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱
طالبان پلازمینې کابل ته پر غځېدلو لویو لارو جوماتونه جوړوي
100%

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب حکم له مخې؛ دغه ډله پلان لري چې کابل ته په غځېدلو لویو لارو کې جومات جوړ کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې دا پرېکړه د طالبانو د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوه.

د دغې رسنۍ د خبر له مخې؛ په کابل کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد د دغه فرمان د عملي کېدو په موخه د دغه ډلې د کرنې، فواید عامې، حج او اوقافو او ښار جوړونې ریاستونو له رییسانو سره وکتل.

په کابل کې د طالبانو والي ویلي دي، چې دا جوماتونه به په "ضروري" سیمو کې جوړ شي، چې په لویو لارو کې د لمونځ کوونکو لپاره د ځای د نشتوالي ستونزه هواره کړي.

طالبانو د دغو جوماتونو کره شمېر او ځای نه دی روښانه کړی او نه یې هم د جوړولو لګښت په ډاګه کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې دغې ډلې د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولې دي.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۲ GMT+۱
د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې
100%

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په دغو کې ۱۳۷ تنه د اردو سرتیري دي.

عرب خبري شبکه، د یکشنبې په ورځ (د میزان ۹ مه) لیکلي، چې په ۱۴۰۰ کال کې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ له بېرته راګرځېدو وروسته په پاکستان کې په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې د سخت دریځو بریدونو زیاتوالی موندلی دی.

په راپور کې راغلي، چې کارپوهان په پاکستان کې د وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي لامل په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو لامل بولي.

د دې کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو بېرته راستنېدو له امله په خېبر پښتونخوا کې اورپکو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو ډلو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو په مرکز (CASS) کې د ستراتیژیک دفاع او امنیت رییس محمد علي عرب نیوز ته وویل، چې په پاکستان کې د تروریستي پېښو د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه د طالبانو بې کفایتي ده، چې نه شي کولی خپل مکلفیتونه د نړۍوال امنیت په ځانکړي توګه د پاکستان پر وړاندې پلي کړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وايي، د وروستیو بریدونو زیاتوالی په پاکستان کې د دغو دوو ډلو د تحریک طالبان پاکستان او داعش د نفوذ د پراخولي "وروستی هڅه" ده.

ښاغلي مهمند وویل، افغان طالبان له دغو پرمختګونو ښه خبر دي، خو دا ډله له ټولو وسله والو ډلو سره د مقابلې وړتیا نه لري.

هغه وویل؛ که څه هم طالبان پر افغانستان کنټرول لري، خو منظم اردو او پولیسو ځواک نه لري.

خو دغه پخواني ډېپلوماټ ټینګار کړی، چې پاکستان باید له افغان طالبانو سره په همکارۍ د ترهګرو ډلو پر وړاندې همغږي اقدامات وکړي.

هغه وړانديز وکړ، چې پاکستان دې له افغان طالبانو سره همکاري وکړي او په هر ولايت کې دې يوه کميټه جوړه کړي چې د څارنې، همغږۍ او د معلوماتو د تبادلې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د افغانستان لومړی ورزشي کاروان د هانګژو له اسیايي لوبو څخه کابل ته راستون شو

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۹ GMT+۱
د افغانستان لومړی ورزشي کاروان د هانګژو له اسیايي لوبو څخه کابل ته راستون شو
100%

نن د افغان ورزشي کاروان لومړۍ برخه چې د چین هانګژو ښار ته تللې وه، د درېیو افغان مډال اخیستونکو محسن رضايي، محمد خالد هوتک او نصرت الله حبیبي په ګډون بېرته کابل ته راستانه شول.

دغه ورزشکاران د ووشو او تکواندو لوبډلې د ځوانانو او د ورزش د مينه والو له خوا له تود هرکلي سره مخ شول.

نن د کابل هوايي ډګر څخه تر المپیک ملي کمېټې ودانۍ لاره د افغان ورزشکارانو د راستنېدو له شوره او هیلو ډکه وه.

د درېیو افغان مډال ګټونکو لوبغاړو بېرته راستنېدو د خلکو ستړو مخونو ته مسکا ورکړه او د کابل واټونه یې رنګینه کړي وو.

په هوايي ډګر کې د لوبغاړو د هرکلي لپاره خلک راټول شوي وو.د دغه رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ په هوايي ډګر کې حاضر و.

د ووشو او تکواندو ورزشکاران او ټیمونه د المپیک د ملي کمیټې مرکزي دفتر ته ولاړل او هلته یې د بدني روزنې له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق لوبغاړو سره د لیدنې لپاره راغلی و.

په دې کتنه کې مولوي وثیق د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د ورزشکارانو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د تکواندو فدراسیون رییس نجیب الله سکندر هم د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې د ورزشکارانو لپاره په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې چارواکي باید له ورزشکارانو سره نه یوازې په روحي توګه ملاتړ وکړي، بلکې له هغوی سره مالي ملاتړ هم وکړي. ځکه افغان ورزشکاران د ټولنې له بې وزلو او کم عاید لرونکو طبقو څخه دي او مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

افغانستان تر دې دمه د هانګژو په اسیايي لوبو کې د تکواندو، ووشو او کوریش څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.
​