د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې د کردي وسله‌والو پر پټنځایونو د نوي برید خبر ورکړ

د ترکیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې، د عراق په شمال کې یې د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د کردي وسله‌والو ۱۶ پټنځایونه له منځه وړي. په انقره کې د کردستان د کارګر ګوند له ځانمرګي برید وروسته دا دویم ځل دی، چې د ترکیې پوځ د دغې ډلې پر پټنځایونو بریدونه کوي.