د څو ساعتونو په توپیر د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو سریلانکا ته دوه ځلې ماتې ورکړه

په چین کې د اسیايي سیالیو په دوام د افغانستان د کرېکټ الف ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړه. په دې لوبه کې د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې خپل سیال سریلانکا ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.