• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په بلوچستان کې په یوې چاودنه کې د سرتېرو په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پاکستاني ځواکونو د ایف سي پولیسو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې درې سرتېري وژل شوي او د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور ټپیان دي.

د چاغي پولیسو رسنیو ته دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یاده پېښه نن چهار شنبه ( د تلې ۱۲مه) مازیګر ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې د ایف سي موټر د چاغي بازار په ډرم سیمه کې د ګزمې په حال کې و.

د پاکستان جیو نیوز ته پولیسو ویلي، چې په ټپیانو کې د یوه سرتېري روغتيايي حالت نازک دی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر دا مهاله د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په بلوچستان کې د بلوچ بیلتون پالې ډلې ته نېږدې کانالونو په ټیلګرام کې دغه پېښه د دوی د ملګرو کار بللی.

په پاکستان کې د امنیتي څېړنو مرکز د تېرې یکشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو وروستي تلفات په تېرو اتو کلونو کې بې ساري دي.

په پاکستان کې د چاودنو او بریدونو له زیاتېدو وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه، چې د پاکستان د ناامنیو په پېښو کې افغانان لاس لري، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

سپین بولدک- چمن دروازه کې ۲ کسان ووژل او د پاکستاني سرتېري په ګډون ۵ نور ټپي شول

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱
سپین بولدک- چمن دروازه کې ۲ کسان ووژل او د پاکستاني سرتېري په ګډون ۵ نور ټپي شول
100%

په کندهار او بلوچستان کې سرچینې وايي، له پاکستان سره د سپین بولدک- چمن دروازه کې نن د تاوتریخوالي له امله دوه کسان وژل شوي او د یوه پاکستاني سرتېري په ګډون پنځه ټپیان دي. د سرچینو په خبره، وژل شوي کسان یو بوډا او بل ماشوم د بلوچستان اړوند د چمن اوسېدونکي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د چمن یو بل ماشوم او یو پاکستانی سرتېری هم ټپي شوی دی او په مقابل کې د کندهار لور ته هم دوه کسان ټپیان شوي دي.

چمن کې د پېښې ټپیان او مړي ځايي سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

خواله رسنیو کې د دوو ماشومانو او یوه بوډا انځورونه هم لاس په لاس کېږي چې ویل کېږي د نننۍ پېښې قربانیان دي.

د چمن مرستیال کمشنر په یوه بیان کې وايي، چې مازیګر ځايي وخت څلور بجې «افغان ځواکونو ډزې پیل کړې چې له امله یې ۱۲ کلن ماشوم او ۷۰ کلن بوډا مړه شول.»

دی وايي امنیتي ځواکونه تیارسي شول، خو ځوابي دزې ونه شوې او وروسته بېرته دروازه هم پرانیستل شوه.

لا هم طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې وايي، دا پېښه افغانستان ته د بندیانو د سپارلو پر مهال شوې ده.

په چمن کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د بندیانو سپارلو پر مهال «د افغانستان له لوري د پاکستان خوا ته ډزې شوې دي او له امله یې دا ټوله مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د سرچینو په خبره، د دې تاوتریخوالي له امله تر نیم ساعت لار هم بنده وه، خو وروسته پرانیستل شوه.

د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو په درشل کې طالبانو په ننګرهار کې بېړنۍ غونډه وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۸ GMT+۱
د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو په درشل کې طالبانو په ننګرهار کې بېړنۍ غونډه وکړه
100%

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې وروسته د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په ننګرهار کې له کډوالو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته وکړه.

په دې کتنه کې په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو چارو رييس باز محمد عبدالرحمان له خيريه موسسو وغوښتل، چې له کډوالو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

د پاکستان موقت حکومت په دغه هېواد کې په غیر قانوني توګه مېشتو بهرنیو اتباعو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې له پاکستانه ووځي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې که بهرني اتباع د اکټوبر تر پایه له قانوني اسنادو پرته له دغه هېواده ونه وځي نو په زور به وشړل شي.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د تلې۱۱مه) وویل، چې پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو زیات افغان مهاجرین نیولي دي.

دغه سفارت ویلي، چې نیمايي بندیانو قانوني اسناد درلودل.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ویستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۱
د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل
100%

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عملیاتو کې لس وسلوال ووژل. پاکستاني طالبانو هم منلې چې دې برید کې یې شپږ وسلوال وژل شوي او په مقابل کې یې د پنځو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات یې پرون د ټانک ضلعې په پیزو سیمه کې کړي دي.

د پوځ په خبره، د عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

پوځ دا هم وايي، چې دغو وژل شویو وسلوالو د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد په ډېرو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ دا هم وايي چې په دې عملیاتو کې یې ډېره اندازه وسله، مهمات او باروت کشف کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی د دې عملیاتو په تایید سره وايي، په دې نښته کې د دې ډلې شپږ وسلوال او په مقابل کې پنځه پاکستاني پوځیا ووژل شول.

نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي، پوځ اول ډرون برید وکړ او وروسته یې په عملیاتو کې درې چورلکو هم برخه درلوده.

د پاکستان ځايي چارواکو هم ویلي چې دوه چورلکې یې په دې عملیاتو کې ښکېلې وې.

نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۱
نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ
100%

نړیوال بانک پاکستان د پورونو تر بار لاندې د غریبو هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړ. دا بانک وايي، تر ۲۰۲۷ کال پورې به د پاکستان پور د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید تر ۸۹.۳ سلنې پورې پورته شي.

د نړیوال بانک چارواکي وایي، د پاکستان د پارلمان او کابینې غړي، د خزانې وزیر د کابینې کمېټه او د نورو کمېټو غړي د مالیې یا ټېکس لپاره په پالیسۍ جوړولو کې خپل اغېز او لاسوهنې سره په دې برخه کې د اصلاحاتو مخه نیسي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په پاکستان کې د اقتصادي حالت د سمون لپاره سپارښتنه کړې چېد سبسیډي د کمولو لپاره د مالیې په برخه کې ټولیز اقدامات وشي او د کلني مالي کسر یا خسارې د کمولو لپاره مصارف کم شي.

نړیوال بانک وايي، پاکستان د ډېرو نغدو پیسو له رېسک، د اسعارو د کمو زېرمو، بې ټیکاوه سیاسي چاپېریال او خارجي حسابونو د نوسان په ګډون له مختلفو خطرو سره مخ دی.

پاکستاني امنیتي سرچینې: په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په برید کې اته وسلوال وژل شوي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۰ GMT+۱
پاکستاني امنیتي سرچینې: په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو په برید کې اته وسلوال وژل شوي
100%

په پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په "ټانک" سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې پکې یې اته وسلوال وژلي دي. دغه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم کشف او ضبط شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو پر ضد عملیات چټک شوي او لا هم روان دي.

په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد عملیاتو د پلي کیدو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې ده، چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په خپل نوي رپوټ کې ویلي، چې تېرو اتو کلونو ته په کتو دا مهال په پاکستان کې د وسله والو سره په جگړه کې د امنیتي ځواکونو تلفات "تر ټولو لوړې کچې" ته رسېدلي دي.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ یوازې په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

د دغو بریدونو ډېری مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې حضور لري.