د بشري حقونو یوه سازمان د ژولیا پارسي او د هغې د زوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتونکی شو

د «فرېډم ناو» په نامه د بشري حقونو سازمان د طالبانو له زندانه د ژولیا پارسي او د هغې د زوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۳مه لیکلي، یوه اونۍ کېږي چې طالبانو د ښځو د حقونو دغه فعاله په زوره له خپل کوره وړې وه.