د هانګژو اسیایي سیالیو کې افغان غېږ نیوونکي له چینايي سیال ماتې وخوړه

د افغانستان د غېږ نېونې لوبغاړي مشعل صادقي د ۶۵ کیلو ګرامه وزن سره نن د چین« بایوون وي» پر وړاندې د لوبو ډګر ته ننوت. دغه لوبه د یو اتم په وروستي پړاو کې ترسره شوه او صادقي په ازاده غېږ نېونه کې ۰-۱۱ ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شو.