د ازبکستان ولسمشر له پوتین سره د کتنې لپاره مسکو ته ورسېد

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پنجشنبې په شپه (د تلې ۱۳مه) په یوه رسمي سفر مسکو ته ورسېد او ټاکل شوې، چې له خپل روسي انډول ولادیمیر پوتین سره وګوري. د روسیې دولتي خبري اژانسونو ویلي، د دواړو هېوادونو ولسمشران به پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړي.