په سوریه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

د سوریې د لویدیځ په حمص ښار کې د یوه پوځي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د بې پیلوټه الوتکې برید لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژلي او ۲۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. رویټرز خبري اژانس لیکلي، بې پیلوټه الوتکې دغه غونډه تر هغه وروسته په نښه کړه چې د سوریې د دفاع وزیر له وینا وروسته سیمه پرېښوده.