جرمني غواړي د کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې وینا پاڼه کې ویلي چې، غواړي د هغو کډوالو د اېستلو بهیر اسانه او چټک کړي، چې جرمي مخینه لري. د پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ زياتوالي سره سم، جرمني دغه هېواد ته د بې قانونه کډوالۍ د مخنيوي د لارو چارو په لټه کې دى.