په شمالي وزیرستان کې قبایلي جرګې د یوه کس کور ته اور اچولی دی

د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبېلې یوې جرګې په سیمه کې د هغه کس کور ته اور اچولی چې څو ورځې وړاندې يې خپله میرمن په کور کې وژلې وه. سیمه ییزې سرچېنې وايي "قاتل" په هغه شېبه له سیمې تښتېدلی او لا هم نه دی معلوم چې چیرته دی.