په نړۍوالو سیالیو کې افغان روباټ جوړوونکو نجونو دویم مقام خپل کړ

د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو د «فرسټ ګلوبل» په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ او د سپينو زرو مډال یې خپل کړ. د «فرسټ ګلوبل» نړۍوالې سیالۍ هر کال په بېلابېلو هېوادنو کې ترسره کېږي، چې سږکال دغه سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو ترمنځ په سېنګاپور کې ترسره شوې.